
سعودي کې افغان سفارت هره ورځ ۱۳۰ کسانو ته پاسپورتونه ورکوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): په سعودي عربستان کې میشت افغان کاریګر له ډیرې مودې راهیسې د افغاني پاسپورټونو له ستونزو سره مخ دي.
دغه افغان کاریګر چې ځینې یې لا تراوسه جعلي پاکستاني پاسپورټونه او ډیری یې په پرديو نومونو افغاني ساده پاسپورټونه لري د هغې ورځې په تمه دي چې کله به د خپل هیواد اصلي کمپیوټري پاسپورټ ترلاسه کړي.
د افغان کاریګرو د ستونزو د حل او د پاسپورټونو د دقیقو معلوماتو په اړه د نن ټکي اسیا همکار «جاوید دریځ» نن د سعودي عربستان پلازمینې ریاض کې د افغان سفارت انګړ ته ورغلی. نوموړي په خپل رالیږل شوي خبر کې ویلي چې د سفارت په انګړ کې بیخي زیاته ګڼه ګوڼه لیدل کیږي، د زیات بیروبار له امله د سفارت دننه انتظارخونه او دباندې ټول انګړ په راغلو مسافرو ډک دی.
د نن ټکی اسیا همکار په ریاض کې له افغان سفیر «سید جلال کریمي» نظر هم غوښتی، ښاغلي کریمي نن ټکی اسیا ته ویلي چې په لومړۍ مرحله کې هره ورځ د ۱۳۰ هغو کسانو نوملیکنه کوي چې اوسمهال جعلي پاکستاني پاسپورټونه لري ترڅو په سبا ورځ ټولو ته افغاني ساده پاسپورټونه توزیع کړل شي.
افغان سفیر وویل چې په پام کې ده چې د لومړۍ مرحلې تر بشپړیدو وروسته به ډیر ژر د افغاني کمپیوټري پاسپورټونو په توزیع هم کار پیل کړي. دغه راز به هغو افغانانو ته هم په دوهمه مرحله کې کمپیوټري پاسپوټونه ورکړل شي چې پخوا یې ساده پاسپورتونه ترلاسه کړي.
د یاد سفارت په انګر کې ځینو کاریګرو په داسې حال کې چې افغاني پاسپورټونه یې په لاس کې نیولي وو، له نن ټکی اسیا سره په خبرو کې د خوښۍ څرګندونې کولې.
د «حبیب بهیر» په نوم یو افغان کاریګر چې له نږدې دوه کلونو راهیسې د پاسپورټونو د ستونزې له امله کور ته نه دی تللی، نن یې د افغاني پاسپورټ په ترلاسه کولو د زیاتې خوښۍ احساس کاوه. نوموړي له نن ټکی اسیا څخه هم مننه وکړه چې له دې وړاندې یې تل د پاسپورټونو ستونزې ته په خپلو راپورونو کې توجه کړې او د افغان کاریګرو غږ یې اړوندو مسئولینو ته رسولی.
د نن ټکی اسیا همکار ته د یاد سفارت یوې بلې سرچینې ویلي چې اوسمهال یوازې هغو کسانو ته ساده پاسپورتونه توزیع کیږي چې په همدې نوم یې د تابعیت تذکره د بهرنیو چارو وزارت لخوا تائید شوې او سفارت ته د بریښنالیک له لارې لیږل شوې وي.
پاتې دې نه وي چې په ریاض کې افغان سفیر ښاغلي کریمي له نن ټکی اسیا سره ژمنه کړې چې په لنډ وخت کې به د دې ویب پاڼې له لارې خپلو هیوادوالو سره د پاسپورټونو د ویش په اړه خپل ویډیويي پیغام هم شریک کړي.
