شعـــــرونه

د مشال خاوند/ فتحان حنفي

فتحان حنفي
زموږ میر دی ولاړ له بدرګې سره
تور پټکی یې خوند کوي شملې سره

وړي توره تیاره دا د مشال خاوند
سپین امام راځې به د ډېوې سره

نه کوي غفلت دا بې ریا عابد
ژوند کوي د ذکر له حلقې سره

څوک چې د بقا په باب نظر کړي سر
حوري به راځې ورته تحفې سره

نشته په راحت کې د جنت وجود
غواړي پوخ ایمان له عقیدې سره

ځي چې د اسلام تر بیرغ لاندې څوک
ځي به تر لقا یې د سایې سره

مراندي دي د شعر ښې مضبوطي کړه
سېلاب کړه برابر له قافیې سره

کاش چې د ادب له بڼ آګاه شمه
یمه یې فتحان له دروازې سره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x