افغانستان

د امریکایانو په بمبار کي د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون اته (۸) تنه ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي

نن ټکی آسیا: پرون له غرمې وروسته د کاپيسا ولایت د الاسای ولسوالۍ د صادقانو پر کلي د امریکایي ځواکونو الوتکو بمبار کړی او په پایله کې يې د یوې کورنۍ یو نارینه او درې ښځې په شهادت رسولي.
د سېمي اوسېدونکي وايي، د امریکایي یرغلګرو ځواکونو طیارې د صادقانو د اوسېدونکي نقشبندي پر کور برید کړی او د ده په ګډون یې د نوموړي د کورنۍ درې تورسري وژلي او یو ماشوم او دوې ښځې یې ټپيان کړي دي.

ویل کېږي، په سېمه کې نه طالبان شته او نه هم د افغان امنیتي ځواکونو کوم مرکز. نو ځکه ښایې دا هوايي برید په قصدي توګه ترسره شوی وي.
وروسته له هغې چې تېره میاشت په کابل کې د کابل-واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لپاره لویه جرګه را وبلل شوه او پکې پریکړه وشوه چې امنیتي تړون باید امضاء شي، په همدې تړون کې تر ټولو زیات ټینګار په دې شوی ،چې بهرنیان باید د ملکي وګړو ژوند ته ګواښ و نه اوسي او د خلکو پر کورو بریدونه ونکړي،خو د برید په سبا په هلمند کې د امریکايي ځواکونو له لوري د هوایي برید په ترڅ کې د شپږو ملکیانو وژنې دغه تړون ته د امریکايي ځواکونو له ژمنتیا څخه پرده پورته کړه.
د هیرولو نه ده چې د جرګې له پای ته رسېدا ایله درې اونۍ وروسته دا پرله پسې درېیم خونړی تېری او له تش نوم امنیتي څخه ښکاره سرغړونه ده، چې امریکایان یې مرتکب کېږي.

د پېښي په باب امریکايي ځواکونو او سیمه یېزو چارواکو څه نه دي ویلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x