شعـــــرونه

غزل/ همدرد افغان

همدرد افغان

که ددونیا ټول سیم و زر لرې په لاس کې
که پاچاهي د سیمې و غر لرې په لاس کې

که ودانی ودانی دښتې کړې آبــــــــادې
که واک د وچې، سمندر لرې په لاس کې

صداقت، ایمانداري ده ستا ښکلاء او هنر
ناکام یی آن که فن لکه آذر لـرې په لاس کې

ژوند د لوړو او ژورو ګډ میــــــــدان دی
تغیر مومې بشر یی که ثــــــمر لاس کې

نصرت د “رب” نه پرته فتح نشته د کاروان
عاجزی زړه ته نږدې که سنګر لرې په لاس کې

سائل اوسه، الله ته د احتیاج لمن خوره که
لکه باز قفص که بند یی که وزر لرې په لاس کې

پوپناه به شي نازونه په مطـــــــــاع مه کوه
مرګی حق ده، دُر و که ګوهر لرې په لاس کې

فقیر، نادار د سترګو په لیمو کې ســــاته
که هرڅو خواږه شکــــــر لرې په لاس کې

ټیټ سر په دربار کې د مولا نادمه کښینه
معصیت ته له توبې نه څه بهتر لرې په لاس کې

روژتي شه له ګناه نه لکه نیکو بندګــــانو
عوض به په محشر کې لوی اختر لرې په لاس کې

“همدرده” له سجدې نه چې سر پورته نه کړې
تیریږی نن سحر که مازیګر لرې په لاس کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x