Clachinkof.-1jpg

کلاشینکوف مو بېټرۍ چارجولای شي

د یمن هېواد له اوسېدونکیو سره د وسلو ګرځول کومه نوې خبره نه ده.

په یمن کې رسمي شمیرې ښيې چې  لږ تر لږه ۶۰ ملیونه وګړي شخصي وسلې ګرځوي.دا وسلې خفیفه او د منځني درجې دي؛خو د هېښتیا وړ دا ده چې یمنیان وسلې د ځان د دفاع ترڅنګ د نورو موخو لپاره هم استعمالوي.

د العربیه ویب پاڼې له راپور سره سم، په یمن کې د عامو وسله والو سربېره حکومتي سرتېري هم وسلې له جګړې ورهاخوا په ځینو نورو ګټورو چارو کې کاروي.

د سرچینې په قول، دوو سرتېور چې په النجده ښار کې يې له وسلو سره په موټر کې سفر کاوه. د لارې په اوږدو کې د موټر بېټرۍ کار پرېښود، دوی د کوم برقي کیبل د نشتوالي له کبله د خپلو میلونو په مټ د خپل موټر او یو بل موټر بېټرۍ سره وصل کړلې، سمدستې له چارجه تشې بېټرۍ ته له روغې هغې بريښنا ولېږدېده او هغه یې روښانه کړه.

که څه هم د یمن د خلکو اقتصادي حالت ښه نه دی، خو بیا هم هر دوهم تن له ځانه سره د ځان د دفاع په غرض وسله ګرځوي. آن په دوی کې نوې سلنه داسې هم شته،چې له یوه مېله د زیاتې وسلې څښتن دي. 

د یمن حکومت په ۲۰۱۰ع کال کې د خلکو څخه د وسلو را ټولولو کمپاین وچلاوه، چې په ترڅ کې يې کابو ۲۴۶زره کسانو خپلې وسلې حکومت ته وسپارلې.

د یادونې وړه ده، چې د یمن په شمال ختیځ سېمو کې نن – سبا د وسلو ګرځول یو دود ګرځېدلی. د سیمې اوسېدونکي له دې پرته چې پر کومه وسله واله ډله یا حکومتي ملیشو پورې دې تړاو ولري، له پخوا راهیسې ځانونه په وسلو سنبال کړي دي. په تېره بیا د دوی د قامي ملکانو او مخورو سره خو د ګڼو ساتونکیو سربېره د زیاتو وسلو شتون بیخې عادي خبره ده. 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د