شعـــــرونه

دغم ټال/ کفایت الله ریحان

کفایت الله ریحان

خـدایه چـې تـل مـــې ژړوې دغه تصویر دژنـکې!

هېڅ په قرارمې نه پرېږدې دغه تصویر د ژنکې!

تــل هـدیــرو کــې پسې ګرځمه دیدن یې غواړم
راځــــنــې تـلــلــې ابــــــدې دغه تصویر د ژنکې!

چــې یــې پـه زړه کـې یـو ارمـان دشـهـادت ولـو
شولولـه دیــنــه قــــــــربانې دغه تصویر د ژنکې!

هـر یـو مـین پـه شهادت وې او له رب یې غواړی
لـه ورایـه ښــکــارې جـنـتـې دغه تصویر د ژنکې!

دستـا دګـل پـشـان ځـوانـې مـې نه حېرېږې آشنا
تـل پـه خـوبـونـو کـې راځې دغه تصویر د ژنکې!

ده انـقـلاب رانـه حـسـیـن حـسـیـن ګلونه یــووړل
دغــم پــه ټــال مـو زنـګـوې دغه تصویر د ژنکې!

چـې دنـګـه ونـه غـټـې څـڼـې به روان و جنګ ته
نـن شـو دتــور لـحــد بـنـدې دغه تصویر د ژنکې!

دکفایـت الله ریـحـان! دزړه ارمـــان شــهـیـد شـو
اوس پـه شـعـرو کـې یادوې دغه تصویر د ژنکې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x