افغانستان

د عامي روغتیا په وزارت کې لفظي شخړه په وسلوالي نښتې اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): په پلازمینه کابل کې د عامي روغتیا په وزارت کې دننه ددغه وزارت د چارواکو تر منځ لفظي شخړه را منځته شوې چې د ځینو سرچینو په وینا وروسته په وسلوالي نښتي بدله شوې ده.

خبري رسنیو ته په وزارت کې دننه سرچینو ویلي چې تېر ماښام د عامي روغتیا وزارت د نشه یې توکو د معتادینو د روغتونونو د درملني رئیس او ددې وزارت د نشه یې توکو د تقاضا د کمښت څانګي مشر فواد عثماني وزارت ته د خپلو وسلوالو سره راغلي.

سرچینې ویلي چې پورته یاد شوي کسانو لومړی د وزارت مرستیال بازمحمد شیرزاد سره لفظي شخړه وکړه او بیا خبره تر سوکانو او لغتو ور تېره شوه، د وزیر ډاکټر فیروز او عثماني د ساتونکو تر منځ د ډزو تبادله وشوه چې په ترڅ کې یو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

په وزیر محمد اکبرخان کې یو هټیوال چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي چې تېره شپه د یو ساعت لپاره د وزیر اکبر خان عمومي لاره له همدې وجي بنده وه خو یوازي د امبولانسونو تګ راتګ وو.

تر اوسه مالومه نه ده چې په چارواکو کې هم څوک ټپي شوی یا وژل شوی دی کنه، خو ویل کیږي چې ددې تر مخه هم د فواد عثماني او ډاکټر فیروز تر منځ لفظي شخړي را منځته شوي او هر وخت به د یو بل سره په اختلاف کې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x