Bagram1010

پروان: غیر عادلانه چلند بندیان غذايي اعتصاب ته اړ ایستل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): په پروان ولایت کې پنځه بندیانو په غذايي اعتصاب لاس پوري کړی او ویلي یې دي چې د دوی دوسیې دې وڅیړل شي.

دغه بندیان وايي چې د قتلونو غوندي لویو جنايي جرمونو کې ښکېل بندیان د واسطې او رشوت په زور خوشي کیږي او قضیې یې د محکمې له خوا ژر څیړل کیږي، خو بې واسطه او بې ماله بندیان په کلونو په زندان کې پراته وي او څوک یې پوښتنه نه کوي.

باید وویل شي چې په بګرام او پلچرخي زندانونو کې هم په سلګونو داسې زندانیان پراته دي چې د بند وختونه یې پوره شوي دي خو لا نه خوشې کیږي او ډیری داسې بندیان هم دي چې هیڅ برخلیک یې مالوم نه دی.

بګرام هغه زندان دی چې امریکایانو جوړ کړی او په پیل کې به هغه بندیان پکې ساتل کیدل چې امریکایانو به په چاپو کې نیولي وو، خو وروسته په رسمي زندان بدل شو.

د بګرام څخه ازاد شوي یوه بندي نن ټکي اسیا ته وویل چې حامد کرزي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال هڅه وکړه چې په دغه زندان کې د بې ګناه بندیانو دوسیې وڅیړي او خوشي یې کړي، خو په وینا یې د اشرف غني تر راتګ وروسته یو ځل بیا دغه زندان له بندیانو ډک شوی او د بندیانو سره تعامل تر پخوا زیات «وحشي» شوی.

نوموړي وویل چې پخوا به د بندیانو ښه علاج کیدی، پاکي جامې به په اونۍ کې ورکول کېدی، صابون، شامپو او نور د اړتیا توکي به پر وخت ورته رسیدل، خو په خبره یې اوس چې اشرف غني یو ځل بیا دغه زندان ته د پلچرخي محبس بندیان هم انتقال کړي، کوټې په بندیانو ډکې دي، د صفايي هیڅ پاملرنه نشته، په کال کې یو ځل جامې ورکول کیږي، پر یوه ۳۰ کسیزه کوټه باندې په میاشت کې یوه صابون ورکوي.

نوموړي وویل چې د ضرورت اړوند کوم توکي چې د سره صلیب له خوا بندیانو ته ورکول کیږي، هغه ټول د زندان مسؤولین غلا کوي.

د بګرام له زندان څخه ازاد شوی بندي زیاتوي چې حتی ډاکټران د ناروغو بندیانو څخه دواوې غلا کوي او پر ځای یې هغوی ته ناکاره دواوې ورکوي.

کله چې نن ټکی اسیا د نوموړي څخه پوښتنه وکړه چې د دواګانې د غلا کار څرنګه ترسره کیږي، هغه وویل: «تر ډیرو جنجالونو وروسته چې یو بندي ډاکټر ته بیول کیږي، ډاکټر تر پوښتني وروسته ورته پر یوه ساده پاڼه پرسټامول او نورې عادي بې ضرره دواګاني ولیکي او هغه له کلینک څخه ورکړي، خو په یوه بله رسمي پاڼه کې د ناروغ د حالت سره سم اړیني دواوي ولیکي، هغه دوا ځانته واخلي او نسخه په ارشیف کي کښيږدي، تر څو که هیئت تحقیق کوي نو ډاکټر ویلای شي چې دواګانې چیری تللی او څرنګه یې تداوي کړې».

پلچرخي زندان کې د عبدالصمد په نامه بندي د بند مدت پوره شوی خو لا بندي دی، ځکه یې خپله خوله ګنډلې

پلچرخي زندان کې د عبدالصمد په نامه بندي د بند مدت پوره شوی خو لا بندي دی، ځکه یې خپله خوله ګنډلې

د یادونې وړ ده چې د پلچرخي په زندان کې هم د ټاکلې اندازې څخه په زیات شمېر بندیان ساتل کیږي چې له امله یې د بندیانو په منځ کې د ساري ناروغیو انتقال او په ژمي کې د یخ څخه د ځان ساتني د توکو نشتوالي بندیان د ګڼو ناروغیو سره مخ کړي دي.

په دغه محبس کې هم ډیری داسي بندیان پراته دي چې له ډیره وخته یې د بند موده پوره شوې خو نه خوشي کیږي او یا یې د خوشي کیدو لپاره د زندان چارواکي د ډیرو پیسو غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې د هیواد له نورو زندانونو څخه هم د چارواکو د ناسم چلند او په دوسیو کې د بې عدالتۍ راپورونه ورکړل شوي. د تېر کال په جنوري میاشت کې په څرخي پله زندان کې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي بندي «حافظ عبد الروف» د زندان د مسوولینو لخوا تر سختو وهلو، تعذیب او شکنجو لاندې ساه ورکړه.
حقوقي کارپوه «عبدالشکور دادرس» چې د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو څیړلو کمیټې غړی پاتې شوی، د هیواد قضايي چارې له نیمګړي ډکې بللي او زیاتوي چې د کشف، تحقیق، دعوې د اقامې په مورد کې ګڼې ستونزې موجودې دي او په محاکمو کې د متهمینو روا حقوق ضایع شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د