ustad_saadudeen_shpon

استاد سعد الدين شپون: موږ د ازادۍ عمليان يو

د ژوند کيسه (۱)

لیکوال: صديق الله بدر

د ۲۰۰۹ کال د جون په څلورمه قضا مازیګر د کابل په ششدرک کې مې د عمومي سړک ترغاړې د هغه کور د زنګ تڼۍ  کېکاږله، چې نیم ساعت مخکې يې استاد شپون په ټلفون کې  پته راکړې وه. دا د استاد د يوه ملګري کور و.

خپل کور يې په مکروریانو کې و، خو اوس يې لکه چې کوم خپلوان په کې دېره و، نو ځکه دلته اوسېده.

درې څلور ورځې کېدې، چې استاد له امريکا څخه راغلی و. يو سړي ور پرانست، استاد د صوفې په سر ولاړ و. زما په ليدو يې هغه سړي ته وويل: دی هماغه دی، چې په ما پسې يې راخستې، راپرېږده يې. سړی په خندا شو. کور ته ننوتم.

ښه لوی کور و، کار پرې روان و، يوې خوا ته د رنګمالۍ او بلې خوا ته د نجارۍ سامان پراته وو.

له استاد سره مې تر روغبړ وروسته دویم پوړ ته په ختو ختو کې ترې وپوښتل: استاده! لکه چې دې سړي ته دې سم خطرناک سړی ورپېژندلی يم؟

استاد وخندل: خطرناک سړي له څېرې معلوم وي، تا چې ټلفون وکړ، ما ورته وويل، چې يو اوزګار څوک د بدر په نوم راځي، ژورنالست دی.

استاد د يوې کوټې ورپرانست. کوټه يو څه وړه غوندې وه، خو يو چپرکټ، يو کوچ، يو مېزګوټی او له ديواله راوتې يوې المارۍ ښه ډیکور ورکړی و. د چپرکټ پر سر يو ښايسته رباب ایښی و. ما هغه ته وکتل. استاد وويل: ميرويس د موسيقۍ له الاتو سره ډېره مينه لري.

زه پر کوچ کېناستم او له خپل بیک نه مې ټيپ ريکارډر راایسته، چې يو څوک کوټې ته راننوت. سلام يې وکړ. د چپرکټ له سره يې رباب واخیست او ووت. استاد ورته وويل: پچى ډېر ځنډ ونه كړې.

د هغه له وتلو سره استاد راته کړه: ښه بدره اوس وايه، چې څه وايې.

ما وې، د ژوند کيسه دې غواړم، د کليد په مجله کې يې خپروم.

استاد په خندا وويل: زما د ژوند کيسه خو ډېره اوږده ده، ستا مجله خو ۴۰ پاڼې ده، مفته او نږدې دې وموندم، بس لکه، چې دا يوه ګڼه زما د ژوند په کيسه ډکوې، نور لکه چې د موضوعاتو قحطي راغلې؟

استاد تر يوې شېبې چوپتيا وروسته راغبرګه کړه: ګوره ته پوښتنې کوه، زه ځواب درکوم، خو ډېر به په خبرو کې نه رالوېږې.

ما لا پوښتنې ته خوله نه وه جوړه کړې، چې استاد وويل: پوهېږم، لومړۍ پوښتنه به دې خامخا هماغه معموله پوښتنه وي، نو غوږ شه:

د زيږېدلو د دقيقې نېټې په ښودلو به درته دروغجن شمه، ځكه زما نه يادېږي خو څه دپاسه اووه لسېزې مخكې د كندز په خان آباد كې زېږېدلى يم. همدا چې نهه كلن شوم د خان آباد مكتب ته لاړم او په اول صنف كې شامل شوم. تر شپږمه پورې مې هلته درس ووې او بيا كابل ته راغلم او په حبيبيه لېسه كې شامل او دولسم مې دلته خلاص كړ. بيا پسې پوهنتون ته لاړم او د ادبياتو په پوهنځي كې مې درس پيل كړ. هغه چې مې خلاص كړ، څه موده په پښتو ټولنه كې مې وظيفه درلوده او په ۱۳۴۴لمريز كې امريكا ته لاړم، هلته مې په نقد او ښكلو هنرونو كې ماستري واخيسته او بيا بېرته وطن ته راغلم. له راتګ سره جوخت په كابل پوهنتون كې استاد  شوم او د داود خان تر جمهوريته پورې مې په پوهنتون كې درس وركاوه. د ۱۳۵۷ كال په وروستيو كې د ملګرو ملتو له خوا په يو هئيت كې امريكا ته لاړم، د همدې کال په جريان كې روسان افغانستان ته راغلل، ما په افغانستان كې د ملګرو ملتو له مشر سره خبرې وكړې او ورته مې وويل، چې زه درشم او كه نه؟ هغه وويل، چې ته يو كال رخصت يې او معاش هم دركوو. د خبرې معنى يې دا وه، چې كابل ته مه راځه او سيده پېښور ته ورشه. زه هم پېښور ته لاړم او هلته د جهادي كړيو په فرهنګي برخو كې مې کار شروع کړ. په شپېتم كال كې ډنمارك ته لاړم او هلته مې په يو پوهنتون كې تدريس پيل كړ. ۱۳۷۲ كې امريكا ته لاړم او په امريكا غږ راډيو كې مې كار شروع كړ، پوره لس كاله مې هلته كار وكړ او بيا تقاعد شوم. دوه درې كاله مې كېږي، چې كابل ته راغلى يم. لومړى د معارف په وزارت كې د نصاب جوړولو په برخه كې فرهنګي مشاور وم او ورسره د ماسترۍ دورې ته مې درس وركاوه.

استاد داسې راته وکتل، چې اوس نو بله پوښتنه وکړه. ومې ويل: استاده! تا خو ډېره شاعري او ليکوالي کړې، يو څه دې د خپلو اثارو راته ووايه، بله دا چې څنګه دې شاعري او ليکوالي ته مخ کړه؟

استاد په کړس کړس وخندل: ۲۴۰ کتابونه لرم، ټول چاپ او ناچاپ دي. نه! ټوکې مې وکړې، اوس چې له هر چا نه وپوښتې نو د دې لپاره، چې ځان درته وپړسوي لومړی د خپلو کتابونو درته وايي او لس په شلو کې درته شماري. خو ګوره زه داسې نه يم. رښتيا به درته وايم:

هغه د چا خبره، زه د ادب دنيا ته د شعر له وره راننوتى يم او پرخه په ترخه په نامه يوه شعري ټولګه مې چاپ شوې ده. زما ورور، چې و منهاج الدين نومېده او تخلص يې ګهيځ كاوه، د هغه له شعر و شاعرۍ سره شوق و. د هغه يوه كتابچه وه او درسته ورځ به ما لوسته. يو وخت ځير شوم، هغه څه چې زه غواړم خپلو وطنوالو ته ووايم په شعر كې نه ځاييږي، همدا و، چې داستان ته مې مخه كړه. شين ټاغى، ګټيالى او د سمڅې ياران زما هغه ناولونه دي، چې چاپ شوي دي. د بنګي غاړه، چې ده زما د لنډو كيسو ټولګه ده. و نه و يو شپون و، د دغه شپون، چې اوس تا سره خبرې كوي، د ژوند كيسې او خاطرې دي. رښتيا د همينګوې څو كيسې مې هم پښتو كړې دي، چې د بوډا او سين په نامه يو كتابګوټي كې چاپ شوې دي. ما چې څه ليكلي هغه ټول چاپ شوي دي. یو نيم نورې نيمګړې هم لرم، که بیا سره مخ شو او چاپ شوي وو، بيا کیسه درته کوم.

استاد له ځایه راولاړ شو، له کوټې ووت، خو ژر له بوتله معدني اوبه په لاس بېرته راغی: موږ خو سپین ږېري يو، دوې خبرې چې وکړو ستوني مو وچېږي. يو بوتل یې ما ته راکړ او له کيناستو سره سم يې وويل: دا زما کتابونه چې دي، د هغو د چاپ خبره به درته وکړم. يو څوک دی اسدالله دانش ورته وايي، هغه يو چاپځى لري، خداى دې يې لري هغه يې راته چاپوي. يوه ورځ هغه راته وويل: نه مې سيال يې نه شريك، ته د خوږګياڼو او زه د لغمان يم، خو پوهېږې، چې  ولې هميش درپسې شله يم، چې كتاب وليكه او ما ته يې راكړه، چې چاپ يې كړم او دا ټول درته مفت او وړيا چاپوم؟ ما وويل: نه. ده راته كړه، چې زه ځكه دا درته وايم، چې دې كې زما ګټه ده، ستا كتابونه ډېر خرڅېږي.

زما باور دا دى، چې شاعر او ليكوال بايد هغه څه ووايي او وليكي، چې لوستونكي پرې باور او اعتماد وكړي او د هغه د ژوند هنداره وي. ما په همدې باور شاعري او ليكوالي كړې ده.

بدره! يوه عجيبه درته وكړم، يو وخت ما يو داستان وليكه، چې په هغه كې يو پلار خپل زوى ته د واده كوښښ كوي. داستان چاپ شو. څه موده وروسته سارا بيابانۍ، چې يوه شاعره ده، له ناروې نه راته تلفون وكاوه او ويې پوښتلم، چې هغه زوى دې اوس ښه دى له خپلې ښځې سره خوشاله دى؟ حال دا چې نه زوى و او نه واده، بس يوه كيسه وه، خو هغې رښتيا ګڼلې وه. يو وخت قضا داسې راوستله، چې خپل زوى ته مې چې ميرويس نومېږي وويل، چې ته يوه پښتنه پيدا كړه او واده ورسره وكړه. هغه وويل: ما په انټرنټ كې پيدا كړې ده. هماغه و، چې زه له امريكا عين سويدن ته لاړم او هغه جنۍ مې وليده او زما او زما د مېرمنې خوښه شوه او ميرويس ته مو واده كړه. په واده كې مو دا سارا راغوښتې وه، خو نپوهېږم، چې څه چل و، رانغله. ښه اوس بله پوښتنه.

استاده تر دې ځايه خو دې په نورو ملکونو کې د منډو ترړو کيسې وکړې، پخپل ملک کې چېرې چېرې تللی يې او څه وخت، خو د هغو ځايونو کيسې راته وکړه، چې جالبې خاطرې دې ورسره ملې وې.

استاد تر لنډ سوچ وروسته وويل: هم، ښه ده، د روسانو د وخت يوه خاطره به درته ووایم. په ۱۹۸۱ كې، چې روسان لا په غوره كې وو، زه د خوست له پخواني والي ارواښاد حكيم تڼيوال سره ټنيو ته لاړم، هلته د سي بي اس د ټلويزيوني شبكې يو خبريال ډين رادرز راسره مخ شو او مركه يې راسره وكړه. يو ځاى كې يې راڅخه پوښتنه وكړه، چې: دا روسان چې دي تاسو ته كارخانې او فابريكې جوړوي او تاسو ته كار كوي، خو ستاسې دا ملايان چې دي، دا ورانوي او تاسې بېرته د تېږې عصر ته بيايي، دا ولې؟

هماغه شېبه كې دا جمله زما خولې ته راغله او هغه ته مې وويل: موږ د ازادۍ عمليان يو.

بيا زما دا خبره په امريكا كې ډېر ويل كېده او د ډېرو تلويزيونونو او اخبارونو سرخط و. زما مقصد دا و، چې روسان به ډېر څه راته كوي او راكوي به خو هغه څه، چې موږ يې غواړو هغه نه شي راكولى بلكې رانه يې اخلي، چې هغه ازادي ده.

ما غوښتل بله پوښتنه وکړم، خو استاد وویل:

هو رښتيا د بژى پرتوګ مولوي کيسه هم جالبه ده. همدغه د تڼيو په سفر كې يو ماښام يوې سيمې ته لاړو، دغه شېبه داسې پشم پشم واوره ورېده او هوا هم سړه وه، كه كتل مې له يوې ونې سره يو سړى، چې له يخ نه رېږدېده او يو خوا پرتوګ يې شكېدلى او ريښكى ريښكى و، سره له يوې داشكې په څار و، زه ورنږدې شوم ورته ومې ويلې، چې اوس خو څوك نشته، خړه لګېدلې او روسان هم خپلو قرارګاوو ته تللي، ته دلته څه ته ناست يې؟ هغه وويل: ما ته يې همدا ويلي، چې همدلته اوسم او پېره وكړم.

زه چې كله بېرته پېښور ته راغلم نو يو جوړه كالي مې واخيستل او هغه مې حكيم تڼيوال ته وركړ او ورته مې وويل، چې دا ويسه تڼيو ته. هغه وپوښتل، چې چا ته يې يوسم؟ ما وويل: بژه پرتوګي مولوي ته يې يوسه، بژه هلته د څيرې معنى لري. بيا د دغه مولوي نوم بژه پرتوګى مولوي شو او ټولو بژه پرتوګى مولوي باله. د دې حالت ليدلو كه څه هم ډېر متاثر كړم خو يو څه زيات غرور يې راته راوباښه او ومې ويل، چې داسې خلك وي، دا ماتې نه شي كولاى.

د استاد هره خبره او خاطرې ډېرې خوږې دي او بیا په داسې مهين انداز يې بيانوي، چې زړه او ذهن دې تا مجبوروي، چې شپې شپې ورته کېنې او وايې ورې. خو نپوهېږم ولې يو دم د استاد د سپارښتنې خلاف د هغه خبرو منځ ته ولوېدم، ښايي د هغوی له لیکوالۍ سره د مينې او یا هم په ځينو نورو مجلو او اخبارونو کې د لیکوالۍ په اړه د دوی د تجربو پخو خبرو اړ ایستلم، چې دا پوښتنه ترې وکړم، چې ليکوالۍ په کوم نظر قايل دی؟ په لنډو يې وويل: ليكوالي مهارت دى.

فکر مې وکړ، لکه چې سړی په غوسه شو، يو څه نيولی غوندې شوم، لکه چې راباندې پوه شو؛ ژر يې وويل؛ دا ځل معاف يې، چرت مه خرابوه. ښه تا د لیکوالۍ په اړه وپوښتلم. ليكوالي، چې ده يو هنر دى، د چكه پاو لوبه نه ده، شطرنج دى، دا فكر غواړي، كنټرول غواړي، دا بې خوبۍ او شواخون غواړي. زه دا نه وايم چې دا ټول ما ګاللي دي، زما كيسې به موفق نه وي، مګر په ما سختې راغلې او بيا هغه ما ليكلې دي، دا داسې شى نه دى، چې اوس خلك لولي او په كړس كړس ورته خاندي او وايي چې شپون صاحب داسې ليكلي دي، نه! هماغه وخت ممكن ما ژړل، ممكن زه په ډېر بد حالت كې وم، چې هغه مسايل مې ميدان ته راايستي دي.

د ليكوال مهارت دا دى، چې واقعيتونه ميدان ته راوباسي، مهارت دې ته نه وايي، چې ليكوال دې په ليكنه كې احساساتي شي، زه به چې احساساتي حالت كې وم ما ليكنه نه كوله ځكه پوهېدم، چې په دې حالت كې د يوې موضوع يو اړخ رانه پاتې كېږي. په ژبه باندې حاكميت ډېر مهم دى، كه ته په يو كتاب كې يا په يو لوى ناول كې يو لغت بې ځايه استعمال كړې، هماغه ته د ټولو پام كېږي، ما په شين ټاغي كې يو ځاى د مسحې په ځاى تيمم كارولى، يو چا راته وويل، چې هلته ستا مقصد مسح وه تيمم نه و، دا اوچته معلومېږي او دا د ليكوال خامي ښيي، نو دې ته بايد ډېر پام وشي.

استاد دا وروستۍ جمله داسې ادا کړه، چې ګوندې زه باید بله پوښتنه وکړم. ترې مې وپوښتل: استاده! ستاسو کيسې او ناولونه پر ژور طنزي خصوصيت سربېره يوه بله لویه ځانګړنه دا لري، چې سړی ګمان کوي، رښتيانی دي، دا ولې، راز يې راته ووايه؟

استاده په خندا وويل: ووايم، چې ته يې هم زده کړې. خو ځه خير زده يې کړه.

د كيسو او ناولونو اتلان او د ځينو خپګان

په شين ټاغي ناول كې درې څلور څېرې لرم، چې ناول مې هم هغو ته ډالۍ كړى دى. په هغو څېرو كې يو هم د شجاعي صاحب څېره ده. څه موده مخكې يو چا راته وويل، چې د ډاكترصاحب شجاعي كورنۍ درنه خپه ده، چې د هغه صفت دې په ناول كې نه دى اخيستى. زه نپوهېږم، چې ولې هغوى داسې ويلي، ځكه ما هغه داسې انځور كړى، چې پخپل وطن باندې سر وركوي او د وطن لپاره قربانۍ ته حاضريږي. هو! ما پخپل ناول كې هغه په همدې صفت انځور كړى دى. رښتيا د شجاعي صاحب( غلام غوث شجاعي د كابل پوهنتون استاد) يوه خاطره راياده شوه، هغه به درته وكړم:

د ۱۳۵۷ كال د غويي د كودتا په درېيم څلورم مياشت، يو خړ سهار، د شپې د بنديز له لرې كېدو سره سم، چا زموږ ور وټكاوه، چې خلاص مې كړ، د امين صاحب(پوهاند رسول امين) مېرمن لوڅ سر، جړ ويښتان، په مخ اوښكې روانې، پښې لوڅې ولاړه وه. زما په ليدو په كوكارو سر شوه. له وېرې مې، چې څوك يې غږ وانه وري، كور ته رادننه كړه. هلته مې ترې پوښتنه وكړه، چې څه خبره ده؟ هغې په لمنې اوښكې پاكې كولې او نارې يې وهلې، چې امين صاحب(دې به خپل مېړه د صاحب سره ياداوه) يې بيګاه شپه د كور نه بوته. ما يې د تفصيل پوښتنه وكړه. هغې وويل، چې همدا درې ساعته مخكې وسله وال سړي راغلل، امين صاحب يې سپور كړ. دغو وسله والو امين صاحب ته وويل: چرت مه خرابوه، شجاعي هم درسره دى.

ما هغې ته تسلي وركوله، خو پوهېدم، چې زما له لاسه هيڅ شى پوره نه دي. مېرمنې مې چايو ته تم كوله خو د هغې بېړه وه، په مخه لاړه. غرمه د شجاعي كور ته لاړم، خو هيڅوك نه و. نه پوهېدم چې څه وكړم، چا ته حال ووايم، نو مې حسن كاكړ ته خبر وركړ، خو هغه پخپله د پوهنتون د مقاومت د پټې شبكې غړى و، خبر و. يوازينى شى، چې زما له لاسه پوره و، هغه مې وكړ. هغه دا چې يو څو پيسې مې د دوى كوروالاو ته وركړې، چې تر يو وخته يې ګوزاره پرې وشي. يوه هفته وروسته امين صاحب په تلفون كې د خپل خلاصون زيرى راكړ، چې ماښام ورغلم، ده څه نه ويل خو رنګ يې زېړ زبېښلى و. پړسېدلى مخ او شنو تغمو لاسونو يې د شكنجې او وهل ډبولو حكايت كاوه. د شجاعي پوښتنه مې وكړه. امين وويل، چې د هغه نه يې اقرار اخيستى او چې ما وروستى ځل په كوريدور كې وليد، مخ يې داسې پړسېدلى و، چې سترګې يې نه ښكاره كېدې، دواړه لاسونه يې مات وو او سپاهيانو له مټو نيولى په كشولو يې خپلې خونې ته بېوه. زه يې هم په همدې وخت د تحقيقاتو نه پس خپلې كوټې ته بدرګه كولم. په لار كې سره مخامخ شوو. زما په ليدو يې په پړسېدلو شونډو موسكا راغله او ويې ويل: “امينه! زه يې لكه ختم كړم، په تا دين دى، چې شپون ته وايه، چې بل ګوزار په تا دى. “

نو زه وېرې واخيستم. بس په چوپه خوله ملګرو ملتو ته تلم راتلم. محافظ ته مې وويل، چې هيڅوك دفتر ته راپرېنږدې. چا ته مې تلفون هم نه كاوه. يوه هفته پس بيا د امين صاحب تلفون راغى. د پخوا په شان خندان و. راته يې وويل: ” زوروره! كه نه راځې خير، خو كله كله مې په تلفون يادوه. خپل طبيعي روابط ساته، ځكه ډېر احتياط هم خلك درباندې شكمن كوي، چې څه چل دى، چې شپون پخوا هره ورځ امين ته تلفون كاوه، اوس يې ناڅاپه بند كړى دى.”

تېر ماښام و، پوه شوم چې استاد ستړی شوی؛ نورې پوښتنې هم راسره وې خو تر دې ځایه شوې مرکې باندې مې چې فکر وکړ، د يو دروند شخصيت د ژوند د ډېر اړخونو څراغونه راته په کې وځلېدل او ډاډه شوم، چې که وتوانيدم او سمه مې ولیکله نو د مجلې لپاره به د ژوند يوه ترټولو ښه کيسه وي.

اوس تاسو وواياست، کيسه مو خوښه شوه که نه؟



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.