د نن سرلیکنه

د سیګار وروستی راپور څه په ډاګه کوي؟

سرمقاله : سیګار د تیر په څیر یو ځل بیا په افغانستان کې د ګډ حکومت له ناکامیو او فضیحتونو څخه پرده پورته کړه .

په هغه راپور کې چې یادې ادارې پرون د یکشنبې په ورځ خپور کړ راغلي چې د ۲۰۱۶ م کال په لومړیو ۸ میاشتو کې ۱۵ زره افغان امنیتي ځواکونه مړه او ژوبل شوي دي چې د هغو له جملې څخه يي د وژل شویو شمیر ۵۵۲۳ تنو ته رسیږي.

همداراز سیګار په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو د راپور په حواله د ملکي تلفاتو ارقام هم خپاره کړي او لیکلي دي چې د ۲۰۱۶ کال په ۹ میاشتو کې تر ۸ زره ډیر ولسي وګړي وژل شوي دي .

سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو د ځانګړي سرمفتش دفتر د افغانستان په اړه په خپل راپور کې دا هم لیکلي چې په ۲۰۱۶ م کال کې د ملي یووالي حکومت ۲ اعشاریه دوه فیصده واک د افغانستان پر خاورې له لاسه ورکړی او د هیواد له ۴۰۷ ولسوالیو څخه یې یواځې ۲۵۸ ولسوالۍ تر دولتي کنټرول لاندې دي ، پاتې ۳۳ ولسوالۍ په بشپړ او یا هم په نیمه ډول د طالبانو په واک کې دي او په ۱۱۶ نورو کې جګړه روانه ده.

سیګار په خپل وروستي راپور کې پر دولتي ځواکونوباندې د نفوذي بریدونو ارقام هم په ګوته کړي او لیکلي یې دي چې د روان میلادي کال له لومړۍ نیټې څخه د اګست تر ۱۹ پوري ۱۰۱ نفوذي بریدونه شوي چې له امله یې ۱۲۵ تنه داخلي پوځیان وژل شوي دي.

د ملي یووالي حکومت له جوړیدو او د هغه له لوري له امریکا سره د امنیتي تړون تر لاسلیکیدو وروسته تمه کیده چې نور به افغانستان د جګړو له شره په امن او حکومت به د آرامي او امن په فضا کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

خو د یاد تړون له لاسلیکولو او په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته د اضافي صلاحیتونو له ورکولو وروسته خپله د امریکایانو په اعتراف د افغانستان امنیتي، پوځي اواقتصادي وضعیت تر بل هر وخت زیات بحراني شوی چې د سیګار وروستی راپور د دغې ادعا ښکاره ثبوت دی .

ځکه امریکايي چارواکو او د ګډ حکومت مسؤلینو چې کومې ژمنې د هیواد د امنیتي او اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره ولس ته ورکړې وې هغه یوه هم په عملي لحاظ نه ده متحققه شوې ؛ بلکې د افغانانو معیشتي او اقتصادي وضعیت تر بل هروخت اوس نامناسب حالت ته رسیدلی او د دولتي ځواکونو په مقابل کې د طالبانو پوځي فعالیتونو دومره قوت موندلی چې نیږدې ده یو شمیر ولایتونه د دهغوي په لاس سقوط وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x