افغانستان

د ډرون الوتکو په بمبار وژل شوي ۳۵ کسانو ویډیو خپره شوه – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو خبریال چې د روزګان ولایت له مرکز ترینکوټ څخه خبرونه ورکوي، یوه تازه ویډیو رسنیو ته لیږلې چې په کښي د هغو ولسي وګړو مړي ښودل شوي چې تېره ورځ د امریکایانو په بمبار کې ووژل شول.

تېره ورځ د امریکا ډرون الوتکو د مرکز ترینکوټ په درفشان سیمه کې پر هغه قرارګاه بمبار وکړ چې طالبانو دوه شپي وړاندي نیولې وه، د درې تنه جګپوړو قومندانانو په ګډون یې تر ۴۰ زیات عسکر له ځانه سره بندیان بیولې وه.

طالبانو ویلي وه چې دغه عسکر دوی ته تسلیم شوي او دوی خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

طالبانو ددې تر مخه یوه ویډیو نشر کړی وه چې په کښي ښکاریدل چې دوی له قرارګاه څخه وسلې، مهمات او موټر انتقالوي.

تېره ورځ د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي حاجي دلاور نن ټکي اسيا ته وويل : د درفشان په سيمه کې د قرارګاه ۴۲ عسکر طالبانو ته له خپلو تجهيزاتو سره وړمه شپه تسليم شول ، وروسته طالبانو کليوالو ته امر وکړ چې د قرار ګاه پاته شوني يوسئ ! ، ځايي خلګ د جلتو ، جالونو ، اوسپنو او تختو په وړلو بوخت وو چې امريکايي بې پيلوټه الوتکو بمبار پر وکړ.

نوموړی نن ټکی اسیا ته وویل: « د قرارګاه په نس کې له عام اولس پرته نور څوک نه وو. »

دا په داسي حال کې ده چې څو ورځي وړاندي هم د ننګرهار ولايت د شېرزاد ولسوالۍ په يوه کلي کې د امريکايانو په بمبار کې لسګونه ماشومان ، ښځي او نور ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتل چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا هم په کلکو ټکو وغندل شول.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د جګړې په ښکېلو خواوو غږ کړی چې د ملکي خلکو مصونیت ته پاملرنه وکړي. نوموړي دغه ډول بریدونه «غیر مسولانه» بللي او زیاته کړې يې ده چې ښه عواقب به ونه لري.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې د امریکا هوايي بمبار غندي چې اوسني ولسمشر اشرف غني لا هم د نورو ورته پېښو په شان د امریکا د هوايي برید په اړه هیڅ غبرګون نه ښيي.

باید وویل شي چې د ګډحکومت دواړه مشرانو ولسمشر او اجرائیه رئیس د امریکایانو د هغو بمبارونو په اړه هم چوپه خوله پاتیږي، په کومو کې چې د افغان عسکرو پوستې په نښه شوي.

په ویډیو کې د وژل شویو ماشومانو او ځوانانو انځورونه دي، د کمزوري زړه خاوندان دې له کتلو ډډه وکړي.

ویډیو:

https://www.youtube.com/watch?v=l3qsHSK4iuw

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x