افغانستان

زابل: د مامور څخه په جنسي غوښتني تورن د عدلیې رئیس ویډیو «شیطاني» وبلله – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د زابل د عدليې رییس ګلاب محمد خطیر وايي چې په خواله رسنیو کې د لړم میاشتې په لومړۍ لسیزه کې خپره شوې ویډيو شپږ میاشتې وړاندینۍ ده.

ګلاب محمد خطیر په یاده ویډيو کې چې د موبایل له لارې په پټه اخیستل شوې، له خپل ځوان مامور نه ۵۰۰ کلدارو په بدل کې د جنسي اړیکې غوښتنه کوي.

خطیر د دې ویډيو له خپرېدیو نږدې یوه اوونۍ وروسته بیا په خواله رسنیو کې په ویډيويي بڼه را څرګند شوی او د دې ویډيو خپراوی يې د ځان لپاره دسیسه بللې ده.

نوموړي په تازه ویډيو کې د تېرې ویډيو د موضوع پخلی کړی، خو زیاته کړې يې ده، چې دا موضوع شپږ میاشتې وړاندې پېښه شوې، د والي په منځګړیتوب حل شوې او کومه ستونزه موجوده نه وه.

خطير وايي چې د زابل د والي بسم الله افغانمل په منځګړيتوب د دوی [ خطیر او ځوان مامور ] تر منځ جوړه وشوه او موضوع حل شوه، خو په وينا يې دی نه پوهېږي چې دې « شیطاني ویډيو » په خپرولو سره دا موضوع ولې بیا را پورته شوه.

په ولسي جرګه کې د خطیر په تېره خپره شوې ویډیو بحث وشو او د کابل وکیلي شینکۍ کړوخېل وویل چې نوموړی رئیس باید له دندي ګوښه کړل شي او څارنوالۍ ته ور وپيژندل شي.

ده هغه وخت ویلي و، چې د خپل حیثیت د اعادې په خاطر به عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړي، خو تازه ویډيو کې يې پر دې اندېښنه ښوودلې چې شپږ میاشتې وړاندې تېره شوې موضوع ولې بیا را پورته شوه.

باید وویل شي چې د ګډ حکومت په عدلي او قضايي ارګانونو کې رشوت، فساد او جنسي ځورونې د دې لامل شوې چې ان د ولایتونو له مرکزونو ولسي خلک خپلې دعوې په لرې پرتو ولسوالیو کې پر وسله والو طالبانو حل کوي.

لاندي هغه ویډیو ده چې د نوموړي جنسي غوښتنه یې پر ټولنیزو پاڼو ډنډوره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نويد ازاد

د ناخراباته زوی ته وا ډیر يې شاربه يې مه! خراب تراب يې کړې 🙂

الجاج استاذ بیانزی

وایی که په ږیړو څوک عالم او قاضی کیدی شو پسونه هم ږیری لری . اشغالګرو چه زمونږ هیواد اشغال کړی هغوی اول کله د اسلامی قضا پوست په هغه کمیت او کیفیت لری ، هغوی زمونږ د اسلامی نظام د ویجاړیدو او په ځای دموکرااتیک شیطانی نظام د برچی په زور تبلی ، دوهم بیا دغه شیطانی قضایی پوستونو ته شیطانان کمونستان او سکولرییستان د ږیرو پر پریښودلو ټاکی د دوی په ږیرو به خلک هم تیروځی چه دا اسلامی نظام او اسلام قضا ده او د افغانستان اسلامی جمهوریت او په راست کی یی د کرزی یا غنی… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

که په ږیړو څوک عالم او قاضی کیدی شو پسونه هم ږیری لری . اشغالګرو چه زمونږ هیواد اشغال کړی هغوی اول کله د اسلامی قضا پوست په هغه کمیت او کیفیت لری ، هغوی زمونږ د اسلامی نظام د ویجاړیدو او په ځای دموکرااتیک شیطانی نظام د برچی په زور تبلی ، دوهم بیا دغه شیطانی قضایی پوستونو ته شیطانان کمونستان او سکولرییستان د ږیرو پر پریښودلو ټاکی د دوی په ږیرو به خلک هم تیروځی چه دا اسلامی نظام او اسلام قضا ده او د افغانستان اسلامی جمهوریت او په راست کی یی د کرزی یا غنی په… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x