fbpx

ملګري ملتونه: روان کال کې جګړې ۴۱۱ زره تنه بې کوره کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): ملګري ملتونه د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په تازه راپور کې کاږي چې په روان کال کې ۴۱۱ زره تنه بې کوره شوي دي.

دې سازمان د افغانستان په اړه تیار شوی راپور تېره ورځ خپور کړی، چې پکې يې د جګړې د شدت له امله د افغانانو پر بې کوره کېدو اندېښنه ښکاره کړېده.

د راپور له مخې په هرو پنځو بې ځایه شویو کسانو کې، یو يې په داسې ځای کې اوسي چې هیڅ ډول بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.

د ملګرو ملتونو له لوري د روان میلادي کال په پیل کې اټکل شوی و، چې ښايي د جګړو له امله ۲۰۰ زره تنه بې کوره شي، خو د دوی د اټکل خلاف د جګړې شدت دوه برابره خلک کډوالۍ ته اړ کړل.

د دې سازمان راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د ولسمشر د مرستیال جنرال دوستم په ګډون سلګونه امریکايي عسکر هم مخامخ جګړو ته روان دي او په هوايي بریدونو سره يې جګړه لا تونده کړې ده.

د شنونکو په باور له امریکا سره د شوي تړون له مخې بهرنیان باید یوازې افغان ځواکونو ته مشوره ورکړي او تمویل کړي، د دې سند له مخې دوی د پوځي عملیاتو اجازه نه لري، خو په باور يې بهرنیان په لوی لاس د جګړې پر اور تېل پاشي.

ياده دې وي په دې وروستیو کې د جګړې له ښکېلو غاړو پرته ګڼ ولسي وګړي د بهرنیانو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په کلیو کې نا امني د دې سبب شوې چې سلګونه زره تنه خپل کورونه پرېږدي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د