افغانستان

تخار: پر دولتي ادارو د خره د غوښې د پلورلو قصابه افشا شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د تخار په مرکز تالقانو کې یوه ډله قصابان هغه وخت رسوا شول، چې له ۱۲ خرو نه د پوستوکي د ویستلو په حال کې ولیدل شول.

د تخار د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مسوول وايي چې دوی د یکشنې په ماښام خبر تر لاسه کړ، چې یوه ډله قصابانو ۱۲ خره قصابي کړي، غوښي يې بیا د غوايي له کمو غوښو سره ګډوي او پر ادارو يې پلوري.

عبدالرووف رسنیو ته ويلي چې دوی هڅه وکړه، دغه قصابان د خرو د قصابۍ په مهال لاس پر لاس ونیسي، خو په وینا يې په ساحه کې یوازې د خرو هډوکي پراته و.

د سیمې اوسېدونکي وايي دوی پر دې باوري دي چې دې خلکو تر دې وړاندې هم ګڼ خره قصابي کړي او غوښي يې پلورلې دي، خو دا ځل يې راز افشا او دوی په تېښته بريالي شول.

د تخار د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مسوول عبدالرووف وویل چې د خرو قصابي د مرکز په «اورتبز» سیمه کې فعاله وه، خو نه يې دي ويلي چې کومو ادارو ترې غوښه اخیستله.

وړاندې تر دې هم ورته راپورونه خپاره شوي و، چې پر ګڼو دولتي ادارو د خرو غوښه پلورل شوې وه.

تېر کال په بلخ کې دوه ورته پېښې وشوې، چې په مزار شریف ښار کې یو قصاب څلور کاله پر لپسې پر دولتي ادارو د خره غوښه خوړلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د خرو غوښی لویانو ته روا دی ، مګر پوشتنه دا ده جه د کابل غلامان ګیدړان او باداران ( اشغلګر ) یی لیوان دی، ایا ګیدړان هم به لویانو کی راوستلی شو ، ځکه دغه ګیدړان د لویانو زور زمونږ دمظلوم اولس غوشی خوری او وینی یی چښی د دی مظلوم اولس وینو چښلو زمینه ورته لویانو برابره کړی چه اوس د لویانو سره په ګډه ګیدړان هم د مظلوم اولس په وینو سره دی . بله پوشتنه : که مونږ ددغو غلامانو حیوانی حیثیت ( انسانی حیثیت خو نه لری ) د خرو سره پر تله کړو کوم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x