
کندهار : د کاندارانو د پولیسو پر ضد لاريون کړی / انځوريز
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار ښار يو شمېر د کاندارانو د پوليسو پر ضد نن سهار مهال له هغه وروسته لاريون وکړ چې تېره ورځ د ارګ له بازار څخه د محمد داود او نعمت الله په نومونو دوه تنه دکانداران و تښتول شول.
لاريون کوونکي د اعتراض په ډول د کندهار ولايت مخته را ټول شوي وو او له چارواکو يې غوښتنه کول چې تښتول شوي دکانداران خوشي کړي.
يو تن لاريون کوونکي او عيني شاهد نن ټکي اسيا ته وويل :
موږ د ارګ د کانداران په دې موخه ولايتي چارواکو ته د اعتراض په ډول را ټول شولو چې تېره ورځ زموږ له دکانونو نه دوه تنه (داود او نعمت الله ) د پوليسو په موټرو کې يووړل شول ، شاوخوا يوولس بجې وي چې د ولايتي چارواکو له خوا راته وويل شوه چې تاسو مازديګر مهال څلور بجې خپل نماينده ګان را واستوی موږ به خبره ورسره وکړو!
عيني شاهد زياتوي له ولايتي چارواکو سره تر خبرو او موافقې وروسته لاريون پای ته ورسېد.
ويل کيږي په دې وروستيو کې په کندهار ښار کې ډېر ځوانان د نامعلومه وسله والو له لوري تښتول شوي.
د کندهار ښار اوسېدونکي د پيښي ټول عاملين د کندهار پوليس بولي او زياتوي : په تیره یوه اونۍ کي د کندهار پولیسو درې زرګرۍ او اته کوره چي په دوهمه ناحیه، څلورمه ناحیه او قاضي غلام دانه کي وه لوټ کړي دي.