افغانستان

د پوهني وزارت: خارجیان د دیني کتابونو د چاپ لپاره بودیجه نه راکوي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د پوهني وزیر ښاغلی فاروق وردګ چي نن د افغانستان پارلمان ته احضار شوی وو، وویل چي د پوهني وزارت ته مالي لګښت ورکونکي هیوادونه نه غواړي چي د افغانستان د مکتبونو لپاره د دیني کتابونو بودیجه ورکړي.
نوموړي وویل چي مونږ د دیني کتابونو د چاپ لپاره د بودیجي د ترلاسه کولو لپاره ډیري هلي ځلي وکړی، خو ونه توانیدو چي یو هیواد یې مالي لګښت پر غاړه واخلي، بلکي بهرني غربي هیوادونه یوازي د هغو کتابونو چاپ پر غاړه اخلي چي ددوی په ژبه دي.

وردګ وویل چي دوی به ددغو کتابونو د چاپ لپاره اسلامي هیوادونو ته مخه کړي، تر څو بودیجه ځیني تر لاسه کړي، او دیني کتابونه راته چاپ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x