افغانستان

کندهار: د غورک په جګړه کې د ملي اردو ۳۲ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار امنیتي مسؤلين وايي چې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې د ملي اردو ۳۲ تنه عسکر وژل شوي دي.

سلام وطندار راډیو ته د کندهار یوې امنیتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې جګړه د غورک ولسوالۍ په اخوندانو سیمه کې شوې او وژل شوي عسکر د طالبانو له لوري له څو ورځو راهیسې محاصره و.

د سرچينې په وینا دغه پېښه دوه ورځې وړاندې شوې ده، خو دولتي سرچینو يې نن په اړه څرګندونې کړې دي.

د کندهار د والي ویاند هم د پېښې پخلی کړی، خو ویلي يې دي چې د ملي اردو یوازې اته تنه وژل شوي او پاتې ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي چې ټپي عسکر يې تر روغتيايي مرکزونو رسولي دي، خو نه يې دي ويلي چې د جګړې له ساحې يې څنګه راویستلي دي.

سلام وطندار د طالبانو په حواله بیا د ۵۰ تنو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکوي او وايي چې په یاده جګړه کې يې د ملي اردو دوه قرارګاوې نیولې دي.

دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې د روزګان په ترینکوټ کې د ملي اردو بشپړه قرارګاه له ټولو تجهیزاتو سره وسله والو طالبانو ته تسلیم شوه.

يوې سرچيني د نوم نه ښودولو په شرط وويل : طالبانو د پوستو پر پوليسو د اوبو تر لاسه کولو لاري بندي کړي او کارېزونه يې تر خپل واک لاندي راوستلي .

د سرچيني په وينا د يوې پوستي د قومندان ورور د طالبانو له لوري داسي مهال پرون مازديګر ووژل شو چې له پوستې په لري مسافه کې يې د اوبو تر لاسه کولو هڅه وکړه.

د يادوني ده چې د غورک ولسوالۍ په ختيځ کې د پرتې نېش ولسوالۍ په نور دره (( دره نور )) کې طالبانو پر شته پوستو وسله وال بريدونه پيل کړي او جګړه لا دوام لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close