دیني، سیرت او تاریخ

ولي په اسلام کي یوه ښځه په یوه وخت کي څلور مړونه نشي کولای؟

ځواب: عبدالغفار جُبیر

۱: که چيري يوه ښځه په یوه وخت کي څلور مړونه ولري ، داچي د يوه نر جنسي توان د يوې ښځې څخه زيات دئ، چي مطلب يي دادئ چي يوه ښځه و يوه نر ته کفايت نه کوي  نو څنګه کيدلای شي چي يوه ښځه دي د څلورو نارينه وو لپاره کفايت وکړي دا هيڅ امکان نلري، بله خبره داده چي که چيري څلور نارينه د يوې ښځي سره جنسي اړيکي ولري لومړی ښځه دا ظرفيت نلري چي د څلورو نارینه وو جنسي خواهشات پوره کړي، او دوهم داچي له دې څخه د ايډز او سفلس په شان مهلکي ناروغۍ ومنځته راځي، که چيري په يوه آن کي د يوه څخه د زياتو نارينه وو نطفه د ښځې و رحم ته داخله شي نو له دې څخه ايچ آي وي پيدا کيږي.ښځه دداسي زخمونو ښکار کيږي چي بيايې درملنه ناشونې ده.

۲: داچي اولاد د پلار دي نو ځکه به نسب او ميراث کي د څلورو کسانو اولاد نه معلوميږي چي دا د چادي؟ يو به وايي چي دا زما دئ او بل به وايي چي دا زما دئ، که نروو يو به يې کشوي او که ښځه وه بل به ئې کشوي، چي په دې کي د نسب مقدسه رشته له منځه ځي او د ميراث ټول نظام له خاورو سره خاورې کيږي؛ همدا يوه مياشت مخکي د يوې ښځې دوه ماشومان پيدا شول خاوند ئې وويل چي دا ماشومان زه نه ساتم دليل ئې داوو چي هغه خاوند یې ویل چي دا زماڅخه نه دي پيدا شوي چي بيائې مېرمن و محکمې ته حاضره شوه او محکمې پرېکړه وکړه چي دا يو ماشوم به ته (خاوند) ساتې او دغه بل ماشوم به ددې ښځې يار ساتي.

دا منو چي په اوسني وخت کي ډي اين اې (DNA) مرسته کولای شي چي دا معلومه کړو چي دا ماشوم د چا دئ خو بل لور ته ايا دا څلور خاوندان يې قناعت ورسره کوي؟؟؟

د جنوري پر۱۲- ۲۰۱۴ ميلادي کال کي په هندوستان کي یوې ښځې  دوه خاوندان درلودل، يوه يې ادعاء وکړه چي دا ماشوم زما دئ او بل يې دا ادعاء کړه چي نه زما دئ او ماته شوي دئ ، د ډي اين اې (DNA) وروسته دا ثابته شول چي دا ماشوم د يوه هم نه دئ، ددې خبر په اورېدوسره دواړه خاوندان چي د خاله زامن وه حيران شول، هغه ښځه يې داسي وواهل چي مړه شوه، ماشوم يې مړ کړ، ددې دوو خاوندانو تر منځ هم شخړه وشوه چي په پايله کي ددې ښځې يوه خاوند دا بل خاوند هم په خفه مړ کړ او کيسه خلاصه شوه هغه په بند محکوم شو.

۳: هغه ماشومان چي دداسي مور څخه پيدا شي د روانشناسۍ د علم پر بنسټ هغه ماشوم دماغي سکون نلري، دماغي وده يې کمزورې وي اول ه همدې کبله هغه ماشومان چي له زنا څخه پيداشوي دي دماغي ناروغان دي، او د ژوند په ټولو چارو کي تل د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

۴: اوسني ساينس پوهانو دا ثابته کړېده چي نر نسبت و ښځې ته ډېر جنسي او روحي توان لري، د نر په کروموزوم کي دا جوړښت شتون لري چي نر دي له څو ښځو سره جنسي اړيکي نیولای شي او برعکس د ښځې په کروموزوم کي دا ماده شتون نلري چي يوه ښځه دي په یوه وخت کي څو مړونه ولري.

۵: د روانشناسۍ د علم مطابق که يو نر څو ښځې ولري هغه په عادي حالت کي خپله دنده ترسره کولاي شي، په دفتر کي کار کولای شي خو بل لور ته که ښځه څو مړونه ولري هغه خپله دنده نشي تر سره کولای، دا ځکه د ښځې په فطرت کي دومرې ظرفيت نشته چي د يوه څخه د څو مړونو بوج پر اوږو واخلي- داسي ښځې چي د يوه څخه زيات مړونه لري تل پرېشانه، ناروغې، د ژوند څخه ناهيلي او د حقيقت موندلو پر ځاي په خيالونو کي ډوبې دي- چي همدا د بيولوژي د علم  اوسنۍ څېړنه ده.

۶: که يوه ښځه څو مړونه ولري ددې ټولو (ښځه+ مړونه)  جنسي ناروغۍ يو د بله سره سرايت کوي، که په يوه کي يوه ناروغي وي نو دا ټوله به په اخته کيږي، چي په دې ناروغيو کي زياتي مهلکي او وژونکي دي. و بل لورته که چيري دا نارينه بيلې بيلې ناروغيانې ولري نو و ښځې ته به يې سترنقصان داوي چي د ټولو نارينه وو ناروغيانې به په دې کي سره راټولې شي چي داسي ښځې تل د مهبل د سرطان، ايچ اي وي،سفلس او نورو… وژونکو ناروغيو ښکار کيږي.

۷: هغه ماشومان چي دداسي ښځو څخه پيدا کيږي هغه تل نيمګړي وي،د هر نارينه د کروموزوم په جوړښت کي توپير شته، کله داسي ماشومان يوه سترګه لري، ددوو لاسونو پر ځای کله يو لاس او کله څلور لاسونه لري، کله دوه جنينه داسي سره ونښلي چي بېلول يې ناشوني وي يعني دوه ماشومان پيداشي دماغونه يې سره نښتي وي، کله يې تناسلي الې دوې وي او کله خو هيڅ ځای نلري، او داسي نور…چي دا څېړنه د (UWA)  کړې ده.

۸: ډېر مړونه انساني نسل له منځه وړي، که ښځه حمل داره شي، لومړی دا جنين د ښځې د ډېر ضعف له کبله چي د څلورو نارينه وو سره جنسي اړيکې لري له منځه ځي، کله دا جنسي اړيکې و داسي حالت ته ورسيږي چي مهبل زخمي شي، او د  مهبل د التهاب له کبله يې اغيزي و رحم ته رسيږي چي هلته جنين له منځه ځي.چي همدا څېړنه شپږ کاله د(UWA)  له لوري وشوه او په پايلو کي ډاکتر  فرمن (Dr. Firman)  وويل:

((ډېر مړونه د جنين ژوند تر ګواښ لاندي کوي او هغه له منځه وړي.))

۹: په نړيواله توګه سره ډاکتر فرمن پر دې موضوع باندي ډيرې څېړنې وکړې، ده داهم وويل چي و داسي ښځو ته حيرانه يمه چي ولي له يوه څخه زيات مړونه کوي، حال داچي په ښځه کي په ساينسي توګه سره دومرې توان او طاقت نشته، هم خپل ځان هلا کوي او هم مقابل لوری له منځه وړي.

د ډاکتر فرمن و دې ليکنې ته چي (يوه ښځه او څو مړونه) د ساينس پوهانو پوره  ملاتړ د ځان کړ، او په نړيواله توګه سره ددې دا ليکنه يوه ښه لاسته راوړنه او ډيره و ستايل شول حتي ددې ودې ليکنې ته يې دغورې ليکنې سرليک ورکړل شو.

۱۰: تر يوه زيات مړونه درلودل د ښځې په مهبل کي د متخلفو نطفو منډې ترنډې (Sperm Competition) صورت نيسي، چي دا خپله په جين کي انقلا ب راولي، د جين ځانګړتياوې له منځه وړي، او د ښځې لپاره بدي پايلي لري، يو ناورين يې دادئ چي د ښځې د انزال نظام له منځه ځي طبيعي حالت يې بدلون مومي.

۱۱: په تايلنډ کي پردې باندي په يوه کتاب کي پوره څېړنه شوې ده، دا کتاب (Journal of Medical Association Thailand- 2004) دئ، په دې کتاب کي يې پردې باندي ډېر بحث شويدئ چي که يوه ښځه په يوه وخت کي ډېر مړونه ولري دا يو ناورين او ډېر تاوانونه لري چي موږيې دلته يوڅوبيلګې را اخلو:

  ډېر مړونه دداسي لوړ فشار سبب ګرځي چي درملنه يې مرګ دئ. (Robert JM,

: د ښځې د بولو نظام داسي ويجاړ شي چي درملنه او اپريشن يې ناشونی وي او کله هغه عصبي نري رګونه چي اطراحيه نظام په واک کي لري له منځه ولاړشي چي بيايې هر څه پر خپله لاره روان وي. (Dr. Olive KE Taylor

: هغه نارينه چي د يوې ښځې مړونه وي د پروستات په سرطان او داسي ښځې د مثانې، مقعدي، رحم، مهبل او د بولو د نل په سرطان اخته کيږي.

: په داسي حالت کي حمل په ډېر تکليف سره صورت نيسي، ۹۸٪ جنين ضايع کيږي. (Professor Mike

:داسي ښځې تل د حمل په وخت کي د کوما په حالت کي وي چي و دې ته په طب کي (Eclampsia) ويل کيږي، چي اکثره وخت که ښځه هم وژغورل شي ماشوم يې له منځه ولاړشي.

:داسي ښځې په ناڅاپي ډول سره مړې کيږي، دوی اکثره وخت د سرطاني غوټو (Tumour) ښکار شي.

: داسي ښځې په داسي التهاب باندي اخته کيږي چي هم دايمي وي او هم و نورو ته په اساني سره سرايت کوي، او درملنه يې هم ناشونې وي.

:په داسي حالت کي تروفوبلاست (Trophoblast) په مکمل ډول سره له منځه ځي.

د يوه عالم حيرانوونکی ځواب:

د يوه عالم څخه په هندوستان کي يوه هندو پوښتنه وکړه چي ولي يوه ښځه په اسلام کي څلور مړونه نشي کولای؟

هغه عالم ورته وويل: چي څه کسب کوې؟ هغه هندو ورته وويل چي په هوټل کي اشپز يم.

عالم ورته وويل چي اصول داسي دي چي په يوه کاچوغه څلور ديګه لړل کيږي او يو ديګ خلک په څلورو کاچوغو نه لړي.

هندو حيران شو- او ولاړي.

لکه څرنګه چي د انسانانو رنګونه مختلف دي په همدا شان ئې طبعيتونه مختلف دي، که فرضا يوه ښځه څلور خاوندان ولري نو که د يوه اراده شوه د جنسي اړيکو لپاره او د بل هم اراده شوه او د څلورو سره اراده شوه دا د جذبې حالت دئ دا ټول په يوه حالت کي ناشوني دي نو ضرور به جنګ جدل او شخړه و منځته راځي، قتل به صورت نيسي، او بل داچي دا ښځه ناروغي لري، د حيض او نفاس تکليفونه لري په دې حالت کي ښځه طبعاً کمزوې او ناروغه وي او ودې  ته نه ده اماده چي له نر سره جنسي اړيکې و نيسي نو که څلور مړونه وي ښځه به تل د ظلم، وحشت ، دهشت ، فزيکي او ذهني فشارونو لاندي وي چي دا خپله د ډېرو ناروغيو سبب ګرځي.

د ورځې په زرهاوو هغه ښځې خپل ژوند د لاسه ورکوي چي د يوه څخه تر زياتو نارينه وو سره جنسي اړيکې ساتي، په اوسط ډول سره ۶ ښځې په کاناډا کي هره ورځ په دې لعنت کي خپل ژوند دلاسه ورکوي.

پای

پایلیکونه:   http://phys.org/news/2011-11-polyandry-embryo-viability.html#jCp

تروفوبلاست- هغه محيطي حجرې چي القاح شوي هګۍ درحم له ديوال سره نښلوي، پلاسنتاته غذاورکوي، اوژغورونکي غشاوي رامنځته کوي.

J Med Assoc Thai Vol. 87 Sppl.3 2004/S100- S1003

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x