افغانستان

طالبانو د جېمز ډوبینز وروستۍ څرګندونې بې مسؤلیته او له غرضه ډکې وبللې

نن ټکی آسیا: طالبانو د خپلې رسمي ویب پاڼې په اونیزه تبصره کې چې د دوی رسمي نظر څرګندوي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ځانګړي استازي جېمز ډوبینز څرګندونې له حقیقته لیرې او له غرضه ډکي وبللې.

تبصره کاږي،چې امریکا ته یې په لومړي سر کې په ډانګ پېیلي کړې وه،چې زور او جګړه د ستونزې حل نه دی بلکي د خبرو-اترو له لارې باید حل شي. خو دوی و نه منله او نن د خپلې سرټمبګۍ بار (درانه تلفات،اقتصادي رکود، په نړیواله کچه پيکه محبوبیت او…) پر اوږو وړي.
په تبصره کې راغلي چې طالبانو د دې شبهې د له منځه وړلو لپاره چې ګواکې طالبان معلوم ادرس او پر مذاکراتو هېڅ باور نلري؛ نړیوالو ته د خپل دريځ د لا روښانولو او هېواد ته د سولې او ټېکاو د را ستنولو په غرض په قطر کې له سیاسي دفتر سره هوکړه وکړه او رسماً یې د مذاکراتو د پيلولو باب پرانیست.
خو لکه څرنګه چې ولیدل شول، امریکا نه یوازې دا چې د سولې او مذاکراتو هسې تشې لاپې وهلې،بلکې رسماً یې له مذاکراتو مخ واړاوه.
د مبصر په باور ، امریکایانو د خپل کاذب حیثیت د اعادې په غرض له یوې خوا پر طالبانو د مذاکراتو د نه کولو تور ولګاوه، ورسره په څنګ کې يې د ولس او نړیوالو د ترهولو په پار وویل ،چې ګواکي که امنیتي تړون لاسلیک نشي،په هېواد کې به کورنۍ جګړه پیل شي.
د دوی  په خبره، څوک چې د کورنۍ جګړې نغارې ډنګوي،هغوی په خپله داسې شومه اراده لري،چې په هېڅ صورت یې دا ارمان پوره نه ښکاري.
د تبصرې په پای کي راغلي: « که یرغلګر او ملګري یې په رښتیا غواړي چې د افغانستان ستونزه هواره شي، باید یرغلګر زر تر زره ووزي، په پوره باور سره که یرغلګر ووزي، افغانان کولی شي یو او بل ته لاسونه سره ور کړي، په ګډه خپل کور سره جوړ کړي، په دې معنی چې په حقیقت کې د یرغلګرو وتل د افغانستان د ستونزې د هواري کلي ده، خدای ناخواسته که یرغلګر زمونږ د هېواد اشغال ته دوام ور کوي په حقیقت کې د افغان ولس روانه غمیزه نوره هم اوږدوي، الله جل جلاله دې وکړي چې ټول بادرده او ریښتیني افغانان په دې اړه دخپل مسولیت له مخې له پوره غور څخه کار واخلي. او د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په تاریخي ویاړ کې د افغانستان د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي. تر څو هم مو خپلواکي تر لاسه شي، او هم یو افغان شموله خپلواک او پاک اسلامي نظام چې د ټول ولس هیله ده رامنځ ته شي

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x