دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانانو عزت په څه کي دی؟

عبدالمالک همت

انسانان د طبيعت له مخي د شتو سره مينه لري او دا مينه څه بد کار هم نه دی، شتمن هيوادونه، شتمن ولسونه او شتمن خلک ښه هوساوي، ښه ژوند لري، عزت لري، زور لري او معتبره وي ، هر ځای يې خبره اورېدل کيږي او په درنه سترګه ورته کتل کيږي او د نورو سره کومک او مرسته کولای سي. په قرآن کريم کي ويل سوي دي چي شتمنۍ الله سبحانه د خلکو د ژوندانه د سمبالښت او قيام پانګه او وسيله ګرځولې ده. ().

حضرت رحمان بابا رحمة الله عليه فرمايي:

ښه ده ښه ده دا دنيا چې توښه ده د عقبا

مذمت د دنيا مه کړه واوره پند کړه دا وينا

د دنيا په بازار کېږي د هغه جهان سودا

په دنيا کښې ډېر حکمت دی پرې پوهېږي حکما

دنيا کښت د اخرت دی دا خبره ده رښتيا

په دنيا کې بدي نه شته که بدي نه وي له تا

له بله پلوه له کومه مهاله چي د ځمکي پر مخ انسانان رامنځ ته سوي دي، ځينو د باطل پلو نيولی دی او ځينو د حق. دا ځکه چي ځيني انسانان مادي پال او سر کښه دي او د مادياتو په خپلولو پسي ګرځي او د دې لپاره پر نورو انسانانو باندي له زور، ظلم، باطل پالني او سرکښۍ څخه کار اخلي او په دې لار کي يې د لوی څښتن او د هغه د پیغمبرانو په وړاندي کفر او طغيان غوره کړی دی. له دې امله د دغو ظالمو کفارو ځانګړنه او د هغو د ځواکونو خصلت دی چي هغوى جنګ او جدل ته وربولي. خو د دې بر عکس کوم کسان چي مادي پال نه دي او له تېري او طغيان څخه کار نه اخلي او د لوی څښتن او د هغه د پيغمبرانو اوامر او لار ښووني منونکي مسلمانان دي اړ کيږي چي په دې لار کي د تېري کوونکو جګړه مارو په وړاندي دفاع وکړي او د هغو له تېريو څخه د حمايې اوخوندي کېدو او د ناسمو د سمون لپاره ځان ته پوځي ځواک پیدا کړي. په دې اړه لوى څښتن د وی ګومارلي او موظف کړي دي چي د باطل د خاوندانو په زړونو کي د بېري اچولو او د حق پر مورچلو باندي د دښمنانو د تېريو د مخنيوي په موخه ځانته ځواک سمبال کړي او نظامي چمتو والى ولري. ().

نو دا خو هله کيږي چي مسلمانان ښې شتمنۍ ولري، ښه ماړه وي او هيوادونه يې ښه پرمخ تللي وي.

بل دا چي قرآن کريم خپل پيروان د ځمکي ودانۍ او پر دې ځمکه باندي د انسانانو د نېکمرغۍ او هوسايۍ د شرايطو او ظروفو برابرولو ته وربولي. ().

نو د خمکي ودانول او پر هغې باندي انسانانو ته د ښه او هوسا ژوند برابرول خو په تشو لاسونو نه کيږي، هرو مرو باید تلاښ وسي او هلي ځلي په کار واچولي سي چي د هيواد اقتصاد ښه قوي سي او په مټ يې پر ځمکه باندي ودانيز کارونه ترسره سي.

ښه، اوس نو مسلمان هيوادونه او ولسونه دا شته له کومه کړي؟ لکه له بېخي ډېره وخته چي د نړۍ تقريباً ټول مسلمانان لګيا دي، له مشره رانيولې ترکشره کفري هيوادونو ته ور ځغلي، خوشامند او غوړه مالۍ ورته کوي او د سوال پټوان يې ورته غوړولي دي او تقريباً هرڅه يې د کفارو له خوا ورکول کيږي.

نو آيا په دغه ډول اسلامي هيوادونه او مسلمانان د دې وړکېدای سي چي خپل هيوادونه شتمن کړي، د کفارو د تېريو او نيواکګريو مخه په ونيسي او د قرآن کريم د لارښووني سره سم د ځمکي په وداني او عمارت کي برخه واخلي او د عزت او مناعت خاوندان سي؟

نه ، هيڅکله نه ! دا خو يې په اصطلاح د سوال اوبو ته ژرنده ايښې. د کفارو په کومکونو او وسلو د کفارو د تېريو مخه نه نيول کيږي او مسلمان هيوادونه په کفارو او د هغو په بخور او نمير مرستو او زيرو نه ودانيږي.

او له بله پلوه دا د قرآن د لارښوونو سره سخت او څرګند مخالفت هم دی. له دې امله دی چي دا کلونه کلونه مسلمانان ورځ په ورځ مخ پر ځوړتيا او په نهايت کي د پوپنا کېدو خوا ته روان دي. دا ځکه چي له يوې خوا يې خپل او د خدای او رسول دښمنان په دوستي نيولي، بل يې خپل تقريبا ټول اختيارات خپلودښمنانو ته سپارلي دي او هغوی لګيادي پرله پسې يې خواروي او ذليلوي او له بله پلوه لوی څښتن د دوی د دې بې همتيو له امله سخت ځني ناراضه دی.

نو څرګنده ده چي په دې خبرو يې سر نه سره ورځي. او که څوک پر دې ټينګار کوي چي په دغه ډول، یعني د کفارو په دوستي کي او د هغو په دغو مرستو او د هغو په مشري او واک او ځواک او نيواک اسلامي هيوادونه د هلاکت له دې اوسنيو ګردابونو راوزي نو يا سخت په اشتباه کي دی او يا پخپله د اسلام او مسلمانانو دښمن او د کفارو دوست او ملګری دی.

مسلمانان او اسلامي هيوادونه او هر مسلمان فرداً فرداً باید دا ومني چي دغه اوسنۍ لاري چي يې اخيستي دي ټولي ترکستان ته تللي. يعني دا لاري چي موږ اخيستي دي دا ګرد سره زموږ د پوپنا کېدو لاري دي.

موږ چي ترڅو د لومړنيو غيورو او مېړنيو مسلمانانو لار وانه خلو او دغسي ټيټ او بې غيرته ـ بې غيرته کيږو د کاميابۍ ناوي به تل کرکي راڅخه کوي، بلکي راباندي توکي به ! او هيڅکله به د بري او عزت او شرافت ناوي په غېږکي ونه نيسو.

موږ د کفارو لار او کړه وړه خپل کړي، خو لومړنيو مسلمانانو د دې ټولو کايناتو د څښتن او پالونکي خدای په کتاب (قرآن) منګولي ښخي کړي وې او هر څه يې له دغه لويه څښتنه غوښته نه له فاسقو او فاجرو کفارو. دغه لوی څښتن په دغه قرآن کي ټولو مسلمانانو ته ډاډ ورکړی او ورته فرمايلي يې دي چي :

﴿ لَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (10)﴾[الانبياء : ۲۱ : ۱۰]

ژباړه: موږ تاسي ته (د محمد صلي الله عليه وسلم په لاس) يو داسي (عظيم الشان)کتاب(قرآن کريم) درلېږلی دی، چي (که يې ومنئ او په منځپانګه يې عمل وکړئ) په هغه کي ستاسي(ويښتيا، هوښياري، خپلواکي، نېکمرغي، برم)، شرف، عزت، لوړتيا او وياړ (نغښتی) دی. نو آيا تاسي په دې نه پوهېږئ(چي ګټه او عظمت مو په څه کي دئ، نو ګورئ له دې قرآن څخه مخ مه اړوئ، بلکي ايمان پر راوړئ او په لارښوونو يې کړنه وکړئ).

بل ځای يې فرمايلي دي:

﴿وَإِنَّهُ لَذِكْرٌ لَكَ وَلِقَوْمِكَ وَسَوْفَ تُسْأَلُونَ (44)﴾[الزخرف : ۴۳ : ۴۴]

ژباړه: حقيقت دادی چي دغه قرآن کريم ستا لپاره اوستا د قوم لپاره يو ډېر لوى شرف او وياړ دى او د قيامت په ورځ به ستاسي څخه پر دغه قرآن باندي د ايمان راوړلو په اړه او د هغه د لارښوونو د متابعت په هکله او هغه ته د خلکو د بلني په باب پوښتنه وسي.

له دې امله وو چي حضرت عمررضي الله عنه به ويل:  

«إِنَّا كُنَّا أَذَلَّ قَوْمٍ فَأَعَزَّنَا اللَّهُ بِالْإِسْلَامِ فَمَهْمَا نَطْلُبُ الْعِزَّةَ بِغَيْرِ مَا أَعَزَّنَا اللَّهُ بِهِ أَذَلَّنَا اللَّهُ».().

ژباړه: موږ يو ډېر خوار قوم وو، خو لوی څښتن په اسلام سره د عزت څښتنان کړو، نو هر کله چي موږ په غير له هغه چي الله تعالی په هغه سره په عزت کړي يو عزت وغواړو، خدای به مو هرومرو ذليل او بې عزته کړي.

عجب رشتيا او ښه يې فرمايلي دي، واقعاً چي څوک په اسلام کي نه، بلکي په کفر او د کفارو په دوستي کي عزت او کاميابي غواړي حال به يې د اوسنيو مسلمانانو غوندي ټيټ او ذليل وي، د قرآن ويناده:

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا (139)[النساء : ۴: ۱۳۹]

ژباړه: کوم کسان چي د مسلمانانو پر ځاى کافران د خپلو دوستانو (سرپرستانو او مرستندويانو) په توګه غوره کوي(او خپل ملګري او مرستندويان يې ګرځوي او د مسلمانانو له دوستۍ څخه ډډه کوي او د هغو دوستۍ ته علاقه نه ښيي). نو آيا هغوى په دې توګه عزت (سر لوړي او نصرت) د هغو سره لټوي؟ (هيڅکله نه! د هغو سره به هيڅکله د عزت خاوندان نه سي). نوتاسي پوه سئ چي عزت (شان او شوکت او واک او ځواک) ټول يوازي د الله دى. (او د کافرانو په لاس نه دى، نو هر څوک چي عزت غواړي له الله څخه دې وغواړي او څوک چي له الله څخه عزت وغواړي رشتينى عزتمن به سي او هر څوک چي له هغه پرته له بل چا څخه عزت وغواړي خوار او ذليل به سي).

نو پايله دا سوه چي د مسلمانانو عزت، سوکالي او نېکمرغي او د اسلامي هيوادونو خپلواکي او پرمختګ او له دې ورپېښو ناخوالو څخه ژغورنه د قرآن په پیروي کي ده نه په کفر او کفر پالنه او کفارو ته په سر ټيټونه او له هغو څخه په کومک غوښتنه کي.

که مسلمانان له همت او غيرته کارواخلي، د کفارو وېري له زړونو وباسي، پر کوچنيو خبرو او مسايلو په خپلو کي سره مخالف نه سي، بلکي د قرآن په غوښتنه د اتفاق او اتحاد لارواخلي، علم او ټکنالوژي لکه څنګه چي ښايي ترلاسه کړي، کفاروته د لاس غځولو پرځای کار او زيار ته مخه کړي او خپل تر ځمکه لاندي غني منابع راوباسي او د خپلو هيوادونو او خلکو لپاره يې په کارواچوي او ډول ډول اقتصادي او پرمختيايي پلانونه جوړ او پلي کړي بيا به په ډېرو نژدې وختونو کي وګوري چي لوی څښتن يې د عزت او واک او ځواک خانودان کوي که نه !  والسلام .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x