افغانستان

ایران: د امریکا سره ستراتیژیک تړون د افغانستان په ګټه نه دی

نن ټکی آسیا: د ایران د وزارت خارجه ویاندي میرمن مرضیه افخم وايي چي د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون د افغانستان خپله داخلي موضوع ده، خو زیاته یې کړه چي مونږ هغه د افغانستان د اوږد مهاله مصلحت او منافعو په زیات بولو.

 

د وزارت خارجه ویاندي آغلي افخم زیاته کړه چي دوی په ایران کي هیله لري چي د افغانستان چارواکي باید د خپل ملت اوږد مهاله مصلحت او د سیمي مشترکه منافع په نظر کي ونیسي او بیا داسي یو فیصله وکړي.

باید وویل شي چي ولس مشر حامد کرزی دوه ورځي وړاندي ایران ته سفر کړی وو، او هلته یی د ایراني ولس مشر سره ولیدل، او د دواړو هیوادونو تر منځ یې د اوږد مهالي دوستۍ او همکارۍ د تړون د تنظیم او لاسلیکولو لپاره هوکړه وکړه.

د ولس مشر د ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي په دغه تړون کي به د سیمي د امنیتی، او دسولي د ټینګښت لپاره د دواړو هیوادونو ګټي شاملي وي.

باید وویل شي چي حامد کرزی اوس هم ټینګار کوي چي د امریکا سره د تړون لپاره اساسي دوه شرطونه سوله او امن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x