افغانستان

طیب اغا په مذاکراتو کې د بې‌باورې د زیاتېدو پړه پر امریکایانو او حامدکرزي اچوي ( دمرکې اصل متن)

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د طالبانو د سیاسي دفتر له پخواني مشر، سید محمد طیب اغا سره د مرکې ځینې برخې په یوه رپورټ کې خپرې کړې دي او د نوموړي یو انځور یې هم ورسره خپور کړی چی څو کاله زوړ ښکاري او داسي مالومیږی چې په پټه اخیستل شوی.

د نوموړي وویل چې خپل انځور یې د نیویارک ټایمز خبریالانو ته نه دی ورکړی.

نن ټکي اسیا چې د مرکې اصلي پوښتنې او ځوابونه ترلاسه کړي، ښکاري چې د نیویارک ټایمز په راپور کې د طیب اغا د ځوابونو لږه برخه خپره شوې او نورې هغه خبرې ورسره یو ځای شوي دي چې طیب اغا په یوه لیک کې د طالبانو مشر ته استولی دی.

سید طیب اغا له نن ټکی اسیا سره په ځانګړې اړیکه کې وویل چې رسنیز شوی لیک دده له اړخه رسنیو ته نه دی لیږل شوی بلکي کیدای شي هغو کړیو نشر کړی وي چې دده او امارت تر منځ فاصله جوړول غواړي.

په نیویارک ټایمز کې د مرکې تر نشر وروسته نن ټکی اسیا له ښاغلي طیب اغا سره اړیکه ونیوله او په دې اړه یې ترې سپيناوی وغوښت. طیب اغا وویل: «د نیویارک ټایمز ورځپاڼي پوښتني یوه میاشت مخکي ماته هغه وخت په ایمیل رسیدلي وي چې دوی غوښتل په افغانستان د ۱۵ کلن یرغل وروسته راپور چمتو کړي او زما څخه یې د مذاکراتو د نه پیلیدو یا ناکامه کیدو په اړه توضحیات غوښتل، چې ما هغه وخت د یو جوابي ایمیل په ترڅ کې جواب کړي وي، اوس چې دوی مرکه نشر کړې، د وروستي افشا شوي لیک سره یې یو ځای زما د جوابونو ډیره کمه برخه را اخیستې».

نوموړي هغه لیک هم نن ټکی اسیا ته را ولیږه چې د نیویارک ټایمز د پوښتونو په ځواب کې په ایمیل ورلیږلی وو. چې په لاندې ډول دی:

پوښتنه: حامد کرزی وايي چې طالبانو د سولي د مذاکراتو لپاره مونږ ته په کال ۲۰۰۳ کې لیک لیږلی وو او بیا یې په کال ۲۰۰۷ کې هم ورته هڅه کړې وه او د حکومت سره یې د سولي خبرو ته امادګي ښودلې وه، په دې اړه ستاسو معلومات څه دي؟

ځواب:  د شروع په کلونو کی زه د دداسی یو لیک په اړه معلومات نلرم جی د چا لخوا به د څه لپاره  استول سوی وی البته دومره ویلای سم چی د شروع څخه بیا تر ۲۰۰۹ کال پوری  د مشر ملا محمد عمر مرحوم  لخوا داسی یو فیصله نه وه سوی چی له مخی دی د واشنګټن یا کابل سره خبری وسی .

د لومړی ځل لپاره   په ۲۰۰۹ کال کی د جرمنیانو سره د سیاسی دفتر ملاقاتونه شروع سول او د هغوی غوښتنه دا وه چی باید د کابل سره خبری وسی او په دی  اړه د هغوی سره  یو څو ملاقاتونه تر سره سول او بالاخره  مونږ هغوی ته د کابل آداری په ځای د امریکا سره په خبرو موافقه وکړه  او دا موافقه د هغه وخت د مشر ملا محمد عمر د منظوری په آساس وسول او د قطر اسلامی هیواد د منځګړی په توګه وټاکل سو چی بالآخره د امریکا سره  اولنی ملاقات په ۲۰۱۰ کی تر سره سو.

او په هغه وخت کی مونږ د خبرو پروسه په ۲ برخو ویشلی وه اول د اعتماد سازی مرحله وه ځکه چی ده  اعتماد  عدم وجود د ډیر لیری والی عامل دی او وو.

د اعتماد سازی په مرحله کی دری شیان شامل وه ۱-  د ګوانتانامو د بندیانو تبادله چی بیا وروسته ترسره سول  ،۲- تور لست چی مونږ د تورلست ده یو ځایی ختمولوغوښتوونکی وو او مقابل طرف په تدریجی ډول دا کار تر سره کول غوښتل  خو دا کار هم که چیری خبرو دوام پیدا کړی وای حل ته رسیدونکی وو، ۳- د سیاسی  دفتر خلاصول.

او دوهمه د مذاکراتو مرحله  وه چی په هغه کی  زمونږ لخوا موافقه سوی وه چی د کابل اداری استازی به هم پکښی شاملیږی او د خارجی عسکرو د وتلو په شمول به په ټولو موضوعګانو  مذاکرات کیږی او زما په نظر دا یو ابتدايی خو مناسب چوکاټ وو او د وخت او پرمختګ سره دا نور هم بهتر او پراخه کیدلای سوای.

پوښتنه: ولي په تیرو ۱۵ کلونو کې ددې فضا مساعده نه شوه چې د سولي لپاره طالبان، امریکا او د افغانستان حکومت مخامخ سره کښيني؟

جواب: زما په نظر  په ۲۰۱۰ کی د  د دی کار لپاره فضا مساعده سوی وه او هغه داسی چی د طالبانو د اسلامی تحریک مشرتابه د لومړی ځل لپاره د خبرو لپاره آماده ګی وښودل او د امریکا سره مستقیما  خبری شروع سولی    .

پوښتنه: د سولي د خبرو په وړاندي لوی خنډونه څه ول؟

ځواب: د خنډونه په اړه به هر څوک بیل نظر لری خو زمونږ د پورته پروسی په وړاندی د خنډونو لامل د کابل اداره وه  او هغه داسی چی د لومړی ځل لپاره چی په ۲۰۱۱ کی  کله مونږ او امریکا توافق ته ورسیدلو چی  د هغه کال د نومبر په میاشت کی به دفتر خلاصیږی او هم د بندیانو د تبادلی په اړه کار مثبت لوری ته روان وي، د کابل اداری په جدی عکس العمل ښودلو سره یی د فتر د خلاصیدل او هم دوحی ته د بندیانو د انتقال مخه ونیول او د اعتراض په توګه یی خپل سفیر د دوحی څخه وغوښتی او بالمقابل مونږ هم په مارچ ۲۰۱۲ کی د امریکا سره خپلی خبری متوقفی کړی – د دوهم ځل لپاره بیا تاسی ولیدل چی  په ۲۰۱۳  کی دفتر خلاص سو او مونږ د قطر دولت  سره دا توفق کړی وو چی د دفتر دروازه به د ټولو افغانانو په لور چی په هغه کی د کابل اداره هم ده خلاصه وی او لیدل کتل به ورسره کیږی خو متاسفانه دا موقع هم د کابل اداری لخوا په لغته ووهل سول او مونږ د بیرغ د کښته کیدو او لوحی د ایسته کولو سره سم د فتر پریښود چی تر نن پوری پاته دی په داسی حال کی چی د بیرغ او دامارت د لوحی په اړه په شفاهی ډول د امریکا لخوا د قطر د دولت سره موافقه سوی وه – د دی خنډونو لامل په هغه وخت کی کابل اداره وه دا چی هغوی ولی دا موقع له لاسه ورکول غوښتل  او خنډونه یی را پيدا کول  باید هغوی جواب ووای خو زما په نظر د دی خنډونو د جوړولو لامل په هغه وخت کی د کابل اداری ویش وه  لکه څرنګه چی نن د کابل اداره په رسمی ډول ویشل سویده او دوه حکومتونه دی په هغه وخت کی هم عملا دا کار موجود وو خو رسمیت یی نه درلود –

پوښتنه: ایا د نا مناسبت منځګړي وجود هم خنډ بلل کیدای شي؟

ځواب:  که څه هم چی د قطر هیواد د یومنصف  شاهد منځکړی  په حیث خپل رول په ښه توګه لوبولی خو په دی کی شک نسته چی داسی یو منځګړی  وجود نه درلود او نه به هم آینده پیدا سی چی هغه دی امریکایانو  او طالبانو په منځ کی د توافقاتو وروسته امریکا  په خپلو ژمنو باندی  عملی کولو ته اړ کړی ځکه چی  امریکا امریکا ده او هغوی ته خپل  مصالح او یا د هغوی د تشویشونو د رفع کولو لاری چاری  د امریکا قانون او سیاست وي او هیڅ څوک ی په وړاندی نسی دریدلای البته  په ۲۰۱۵ کال د جون په میاشت کی د اوسلو فورم په ناسته کی په دی اړه زمونږ لخوا یو جامع چوکاټ وړاندی سو تر څو ملی او بین المللی لوبغاړی د ضامن کوونکو طرفو په حیث وټاکل سی تر څو د مذاکراتو په ترڅ کی کیدونکی پریکړو په عملی کولو کی همکاری او نظارت وکړی.

– البته د کابل او طالبانو په منځ کی د مذاکراتو په وخت کی د امریکا وجود ممکن مثبت واقع سی خو پدی شرط چی امریکا ځان ځانی ونکړی او د خپلو مصالحو او تشویشونو  تر څنګ د نورو مصالح او تشویشونه  هم په نظر کی ونیسی او مثبت بی پری رول ولوبوی او د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو په شان د کابل اداری په طرفداری اقدام ونه کړی او د اعتماد فضا را منځ ته کړی . د انس حقانی او حافظ رشید نیولو دا اعتماد نور هم پسی خراب کړ او امریکا ته نه وه په کار چی داسی یو نا مناسب اقدام په غیر مناسب ځای او وخت کی ترسره کړی.

پوښتنه: امریکایان د مذاکراتو د نه پیل اساسي خنډ د طالبانو مخکني شرایط بولي، همداسي ده؟

ځواب: مونږ کوم پیشکی شرایط نه درلودل البته لکه مخکی چی مو وویل د اعتماد سازی لپاره مونږ  ۳ شیان غوښتی وه او دا شیان د پروسی لپاره اړین وه او په هغه وخت کی دا شرط اصلا زمونږ لخوا نه وه مطرح چی اول دی امریکایان ووځی بیابه مونږ د کابل سره خبری کوو ځکه دا شرط یا غوښتنه غیر معقول او غیر عملی وه او ده البته مونږ که چیری د مذاکراتو مرحلی ته داخل سوی وای نو مونږ به د یو ضرب الآجل ( د وخت د چوکاټ)  غوښتنه کولای او دا زمونږ حق او  هم معقوله غوښتنه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

طیب اعا د مشر ملا صاحب سره په نزدی اړیکو طیب اغا جوړ شو ، تر څو چه هغه زوندی وو ، طیب اغا فکر کولو چه هغه به باچا او دی به پکی لږ تر لږه وزیر خامخا وی هغسی ونه شول هغه په حق ورسید طیب اغا بی هیل شو ، وزارت هیله یی بی هیلی شوه ، د طالبانو سره خو هغه څوک پاتی چه د معنوی ګټو د ترلاسه کولو د پاره مالی او ځانی قربانی ورکوی مرګ ته په لیوالتیا راوان دی طیب اغا ته چه دمادی لاسته راوړنو نیت او هڅی یی لرلی دا… نور لوستل »

شین افغان

زه دغه مبصر صاحب ته دا وایم چه ایا ستاسی کوم مشر په نالی کشینی خو ٹول دغه کوچونو کی نانست دی دامریکا معاش دISI پواسطه تر لاسه کوی ددی لپاره چی امریکا په افغانستان کی پاته سی طالبان یی سکه ورونه دی موز خو د صحنی شاهدان یو هرسه وینو شه بلگه داده چی امریکا دطالبانو واکمنی په یوه میاشت کی ختمه که او اوس یو د هلمند ولایت سخه نسی ایستلی طیب آغا هوشیار سڑی دی ہیلہ بیلہ چی اوس پوه سو الله تیر کبیره گناهونه ورته معاف کی اوس خبره داد چی لز د عقل سخه کار… نور لوستل »

نجیب

انترنت او رسنۍ د هر چا په مخ خلاصی دی هر کس او ناکس په کی هر څه چه زړه یی وغواړی لیکی او دی ته د دموکراسی شیطانی فلسفی لاسته راوړنه وایی له دغه بیان ازادی څخه هدف دا چه ټوله میدیا خو د دجالی قدرت ( باطل ) په لاس او واک کی ده د حق د پلویانو په پلوی که د نن ټکی اسیا په شان رسنی د حق د پلویانو لیکنی یا تبصری نشروی دغه رسني ته هم شیطانی وایروسونه کله په یوه او کل بل مستعار نوم رالیږی تر څو د حق خبری مظلوم اولس… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx