نړۍ

اشرف غني مشهور پاکستاني ډم ته د «میر بچه خان» مډال ورکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان مشهور ډم خیال محمد ته د «غازي میر بچه خان» عالي دولتي مډال منظور کړ.

په همدې تړاو د هغه ولسمشریز فرمان پر اساس چې په خواله رسنیو کې يې انځورونه خپاره شوي، خیال محمد د پښتو موسیقۍ د ځانګړي مکتب خاوند بلل شوی. په دغه فرمان کې خیال محمد ته د «پښتو موسیقي د غزل باچا» خطاب شوی او «موسیقۍ ته د خدمت په لاره کې» د هغه کړنې ستایل شوي دي.

ولسمشر اشرف غني په یاد فرمان کې ویلي چې «د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۹مې فقرې له حکم سره سم، د پښتو موسیقي د غزل باچا استاذ خیال محمد ته د غازي میر بچه خان عالي دولتي مډال ورکړه منظوروم».

خیال محمد د پاکستان د پېښور اوسیدونکی دی، نوموړي اوسمهال ۷۰ کلن دی او له ځوانۍ څخه تر سپین ږیرتوبه پورې یې خپل ټول عمر د پښتو سندرو په زمزمو کې تېر کړی.

غازي میر بچه خان چې اصلي نوم یې بهاء الدین و، په هیواد باندې د انګریزانو د تیري په دوران کې یو له مخکښو مبارزینو څخه ګڼل کيده او د هیواد د ازادۍ په تاریخ کې د ملي قهرمان په نامه یادیږي. د غازي میر بچه خان په نامه نومول شوی عالي دولتي مډال د ولسمشر د فرمان پر اساس د هغو شخصیتونو درناوي ته ځانګړی شوی چې په فرهنګی ډګر کې يې د پام وړ خدمتونه کړي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

افسوس دې وي ستاسو په حال چې لا هم په خپل خره سپاره یئ او د پښتو ژبې یوه معظم هنرمند ته په داسې سپکه سترګه ګورئ. تاسو ته به حتما سخته ښکاره شوې وي چې له پنجاب نه د پښتنو د را خپلولو دا هڅه ستاسو او ستاسو د بادارانو په ورمېږ ډېر یو بد وار و چې وشو. د خیال محمد او ستاسو د قاتلو مشرانو تر منځ چې هره ورځ په لسګونو افغانان وژني د اسمان او ځمکې په اندازه فرق دی. لعنت په آی اېس آی او د هغوی په وطني ځناورو، ژوندی او ګړندی دې… نور لوستل »

نعیم الله خان

لعنت شه ا‌ؤ ستاسو په دا رقم رپورټنګ. دومره سپک نسبت چې تاسو یو پښتون هنر مند ته کړی ‌‌‌‌‌‌ډېر د افسوس مقام دی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x