fbpx
facebook-3D

فیسبوکي حکماء او فلاسفه – طنزیه کرښې

دفیسبوک د ایډي له پاره ایمیل او پخپله ایډي خو به بل چاته درته جوړ کړې وي، هغه کس ته یوڅه تکلیف نور هم ورکړه ورته وا زما دوال ځینې مهمې خانې هم راته ډکې کړه، هغه بیا خپله پوهیږې ایله دومره ورته ووایه چې دروغ به ګردن صاحب الایدي نور دخپلې تعلیمي سویې، تمایلاتو، کتابونو دخوښې فلمونه او… مناسب اوله خپلې ارزو او تمنا سره سم ورته کتار کړه. له دې وروسته دوه دری کرښې یوڅه ښه لیکنه چرته پیدا کړه، وروسته پخپله خوښه یو کړپنده نوم ورسره ولیکه، دکاپي پیسټ ستومانې وګاله، وال ته یې پورته کړه، کله کله یوه نیمه بې نومه پریږده، که یو څه جرئت لرې … خپل نوم هم ورسره لیکلی شې. او یوه مهمه یادونه مې په غوږ کې وه کره هغه دا چې دانځورونو په انتخاب کې خورا زیات دقت کوه.

د فیسبوک په موجوده مارکیټ کې شاعري هم په درز روانه ده او اخیري اوج ته ختلې ده، خپل پرفلسفه پوښلی وال او دیوال دې باید هیڅکله له شعرنه خالي نه وي، په پردیو شعرونو کې نومټومبنه خو تقریبا یوڅه اندازه همدا اوس او پاته په نږدې راتلونکې کې یو مقبول! متشاعرانه عمل ده اود اصلي شاعر له پاره به دخولې چوله کولو مجال دمحال تر کچې ورسیږې.

کله مو چې دا لوړ مقامات یا پړاوونه په بریالیتوب… سره تر پښو لاندې کړل نوفیسبوک او ټویټر خو په افغانانو کې دنسوار په څیر دشهرت عالي مقام ترلاسه کړی ده، هغه د پیخوریانو په ګای او د خلیج د مسافرینو په لهجه بلاشمیر سائقین، اصحاب الدکاکین والمحلات، دا راز تنکي محصلین، نوې طلباء کرام وغیره وغیره…. په فیسبوک کې شتون لرې، او د فیسبوک تر ټولو فعال مخلوق هغه بختور خلک! دي چې په کورونو کې دخپلو مسافرو پلرونو او وروڼو تیارې ګټې ته یې پښې غځولې وي، د دوی د فیسبوکي فعالیت دچټکتیا یو مهم لامل داهم ده چې د ښه کاروبار لرونکي مسافرو پسمانده ګان…. آیفونونه لري او دګذارې وال هم ګلاکسي لري. نودې لوړو فیسبوکي موجوداتو ته به ستا هره کرښه او هرشعري بند دفلسفي اوحکمت سمندر وي او ټول به دي په کوزه کې دسمندر د ځایولو ماهر بولي،
جنابه! ته فیسبوکي حکیم اوته فیسبوکي فیلسوف یې، په پیل کې به دلایکاتو او پوستونو کاختي وي په وخت سره به زیاتیږي او بیا به نو ته هم خانتما یې د ګڼ شمیر لایکونو اوهغو نورو په ځواب که به نرمه خندا او موسکا کوې: ههه یــــــا 🙂 .

نعمان منلی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د