نړۍ

طالبانو په مکې مکرمې باندې ناکام توغندويي برید وغانده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په مکې مکرمې باندې د یمني حوثیانو هغه ناکام توغندويي برید غندلی چې هدف یې د دغه ښار ویشتل و.

د تېرې جمعې په شپه د یمن د حوثیانو شیعه ډلې د مکې مکرمې په ښار بالستکي توغندی وویشت، خو هدف ته تر رسېدو مخکې د مکې مکرمې په ۶۵ کیلومترۍ کې د سعودي ځواکونو لخوا په هوا کې شنډ او خنثی کړل شو.

د طالبانو اعلامیې په مکې مکرمې باندې هر ډول برید د «نه منلو وړ» بللی او زیاته کړې يې ده چې د دغه مقدس ښار په وړاندې بې احترامي کول د ټولو مسلمانانو د ځوریدا لامل ګرځي.

د اعلامیه په وینا پر مکې مکرمې باندې د برید په وړاندې هیڅوک بې تفاوته نه پاتې کیږي.

رسنیو ته لیږل شوې دغه اعلامیه وايي چې «اسلامي امارت کلکه غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې له دا ډول کړنو نه جدا ډډه وشي او د مقدسو اماکنو خصوصا حرمینو شریفینو تقدس ته احترام وساتل شي».

له دې وړاندې کله چې تېر کال د روژې په میاشت کې نبوي مسجد ته څېرمه چاودنه شوې وه، طالبانو یې په وړاندې غبرګون ښودلی و او هغه یې د اسلامي مناسکو په وړاندې د دښمنۍ عمل ګڼلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x