
ترینکوټ: چاودني درې لوړ پوړو پوځي افسرانو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یوې چاودني له امله یو افسر وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب رسنیو ته په لیږلي پيغام کې ویلي چې چاودنه نن غرمه شاوخوا یولس بجې د مرکز اړوند د سرچخلو په سیمه کې را منځته شوه چې له امله یې یو پولیس مړه او د ملي اردو دوه سرتیري ټپيان شول.
نوموړي د پيښي د قربانیانو د هویت په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړي خو د روزګان ولایت د ملي امنیت رئیس جنرال زکریا عزیزي رسنیو ته ویلي چې د ملي امنیت ریاست مرستیال او د څلورمي لوا رئیس ارکان ټپيان شوي او د ضربتي قواوو د قومندانۍ یو کشفي مرستیال وژل شوی دی.
ویل کیږي چې چاودنه هغه مهال شوی کله چې یاد کسان د نورو ځواکونو سره په یوه کوڅه کې پلي روان وه.
باید وویل شي چې له تیرو څو ورځو راهیسي د روزګان په مرکز کې جګړې رواني دي چې له امله یې یو شمېر قرارګاوي طالبانو نیولي او ډیری عسکر ورته تسلیم شوي.
تېره ورځ د دولتي ځواکونو څخه یوه قرارګاه چې طالبانو نیولې وه، د وسلو او غنیمتونو د ټولولو وروسته یې کلیوالو ته خوشي کړې وه، د امریکایانو له لوري باندي بمبار وشو چې له امله یې د سیمه ایزو خلکو په وینا تر ۳۰ زیات ملکي وګړي شهیدان شول.