نظــر

د بی امینتی تړون ، د تیښتی بهانه اوکه د ماتو پټونه یی ده ـــ دریمه برخه ـــ

بسم الله الرحمن الرحیم
ټوله نړی په ځانګړی ډول اروپا د امریکا په شان د اقتصادی بی شمیره  او جدی سترو ستونزو سره لاس او ګریوان ده ،  وخت نا وخت دا  ډول ستونزی رامنځته کیدی شی  مګر دا چه په هغه ټولنو کی بی عدالتی  او هراړخیزو فسادونه وده نه وی کړی یعنی تولنه که نسبی مصلح او مخلص کسان په لږه یا ډیره کچه شتون ولری د څه وخت په تیریدلو اود مناسبو پلانونو په جوړولو او  د حکیمانه تدابیرو په عملی کولو دا ستونزی لږ و ډير سمیږی ، مالی ، سیاسی او اجتماعی ثبات رامنځته او اقتصادی بحرانونه  له څه وخت وروسته جبران کیږی ،

ولی که په هغه هیوادونو کی مفسد او غیر مخلص اشخاصو وده کړی وی دی ته استثمار یا ( فساد )  ویل کیږی فساد د سرطان ناروغی ده کله دبشر یوآځی څو غړی مګر کله یی بیا ټول بدن له منځه وړی.
 د اروپایی ټولنو هغه تمدن او پرمخ تللی مدنیت چه دوی یی ویاړنه درلودله هغه به نور پاتی نه شی د نړی په  وحشی ترین هیوادونوبه بدلیږی چه حکومت او ملت به یی  تل د مافیه په اداره او کنترول کی وی  چه نه به یی په ژمنه او نه به یی په تړونونوڅوک باور کولی شی ، نه اعتماد او بی باوری ټولنو کی انارشیزم او هر ډول ګډوډی ګانی رامنځته کوی د لا ډیر اقتصادی رکود او پرمختګ څخه یی مخنیوی کوی د ځنګل تولنه کی به د ځنګل قانون ( ټوپک ) حکومت کوی د عدالت ، انسانیت او بشریت پر خای به حیوانت ، بربریت او وحشت ځای ونیسی قومی ویاړنی ، لویوالی او برتری به رامنځته شی چه ډیری نښی یی همدا اوس مونږ په یوګوسلاویا کی ولیدلی . دوی به زمونږ په شان یوبل خرڅوی  د ډيروهیوادونو اوسنی جغرافیاوی پولی به لکه د یوکسلاویا په شان بدلی شی کمزوری قومونه به پکی غلامان او یا د زمکی له مخ لیری او محوی شی  .
  په  لویدیزکی فساد ولی او څرنګه رامنځته شو ؟
 د دی ټولو فسادونواو وحشتونو مبتکرین او پیشتازان همدا امریکا او اروپا وه اوده ،دوی په امریکا اواروپا کی د استثماری نظام د پیاوړټیا او د دایمی استثمار د پاره طبقاتی ټولنی رامنځته کړی یعنی په سلو کی یوه برخه یی ډیر ماړه او نور یی د پولی ټق ته کینول ترڅو هغه یوه برخه خلک د تل د پاره د قدرت په ګاډی سپاره وساتی  او هغه نور پاتی نهه نوی په سلو کی خلک د ډی یوی برخی خدمت وکړی ، عسکر یی کړی کارځانی یی ورله چالان وساتی او دومره معاش ورکړی چه د دوی د سرمایداری فابریکی د چلولو د پاره نسبی  ژوندی پاتی وی غواړی له دغه فارمول په ټوله نړی او زمونږ په هیواد کی هم وکارولو او کاروی یی چه د هغو هیوادونو مظلوم خلک  داو طلبانه د استثمارګرو د استثمار او غلامی وندر کی سر ننباسی او سره د پوهی د دوی غلامان او په غلامی یی ویاړنی ولری .
 د هر چا خوله کی دا خبره ( چه افغنستان ته تریلونونه ډالر سرازیر شول )  د ګوتو په شمار خلک ورکی بیلونر او میلونر شول مګر دملت قاطع اکثریت یا په سلو کی نهه نوی برخی خلک  تر پخوا هم زیات په  فقر او بدمرغیو کی  کیوتل تر ټولو ښکته او ذلت کی شپی تیروی ، داسمه ده ، چه امریکا د طباقاتی کولو د پاره دا ډالر سره وویشل مګر دایی هغه مطلوبه کسانو ته په یووخت او له یوی منبع هم ورنګړل ولی ؟
 دا چه په خپل لاس یی د معاش او یا رشوت په نوم  ورکړی هغه د هغو د اوسنی سرمایی سلمه برخه هم نه وی ، دوی ته یی د قرار دادونو په نوم ورکولی دوی ته یی د ملت د عامه دارایو او ملکیتونو غصبولو اجازه ورکړی شوه ، دوی ته دا هم وویل شول دا ستاسی کار دی چه دملت سره د هغو په ورځنی ژوند  تعاملاتو کی د څه ډول برخورد یا فساد څخه کار اخلی یعنی هر ډول رشوتونه ، جریمی یا نوری هر ډول بی عدالتی چه ورسره کوی ، عام خلک پریدی چه خپله روزی له کومه او څه ډول تر لاسه کوی لالهند او مصروف یی وساتی او دا هم ورته ویل کیدل  ستاسی خوښه چه د قرارداد پروژه مو ( چه میلونونه ډالری یی د جوړولو د پاره تاسی ته په شفاهی ډول در کړی شوی )  څه ډول  پرمخه بیایی مونږ په دی هکله کومه پلټنه نه کوو او نه یی اخر کی ګورو صرف څه تصویرونه جوړ او راپوریی مونږ ته راکړی به دی واسطه به یی هغوی بلیک میل ، وحدان به ییی تری غلا او مغزونه به  یی ورته پریمنځل ، د کار په اخر کی  ( چه یا به پروژی کوم فزیکی شتون نه درلود او یا به په ډیره ښکته کچه وه ) په هغه پروژه کی د دوی د خیانت دوسیی به یی  ورته مخی ته کړی چه دومره درکړی شوی ، دومره لګیدلی او نوری جیبونو کی اچول شوی دی  مګر پروا مه کوی  که زمونږ برخه او زمونږ پالیسی تعقیبولی شی  مونږ ستاسی او تاسی زمونږ یاست . په دی ډول تعاملاتو  کی دیارلس کلونه تیر شول د لویدیز وحشیان هم له دی فسادونو سره عادی شول وایی جرم چه عام شی قانونی شی .  نو اروپا او امریکا ته هم د فسادونو  تخم وکرل شو چه مخه نیول یی اوس محال کار شو .
 چه په دی کار به سرمایداری نظام د کمونیستی نظام  په برخه لیک  ،  دیموکراسی به د کمونستی  ،  ناتو  به د وارسا او امریکا به د پرونی شوروی اتحاد د برخه لیک سره مخ شی او مخ شوی دی .
د کرزی خبره په دی هکله په ځای خبره ، چه امریکایان مونږ نه له اوله رابللی  او نه یی غلامه اداره د ویستلو زور او وړتیا لری که  ووځی او که نه وځی تړون ورته اهمیت نه لری   تاسی ولیدل یا واوریدل چه ددغه تړون د لاسلیک کیدو  ورځ وه ، کرزی ناری وهلی چه که تاسی زمونږ خلک نور نه وژنی زه تړون لاسلیک کوم ، ولی امریکایانو په همغه شپه په ډيرو ولایتونو کی زمونږ مظلوم اولس په خپلو ګرمو وینو کی ولمبول یعنی دا یی زمونږ ملت او کرزی ته په عملی بڼه کی وښودله چه امریکا قومانده ورکوی ، قومانده نه اخلی دا تړون هم د نړیوالو د تیر ویستلو د پاره دی. که نه مونږ ور ته اړه نه لرو ، ملګرو ملتو مامورینو ته امریکا معاش ورکوی یعنی ملګری ملتونه هم د امریکا تر قوماندی لاندی کار کوی .
همدا چه دوی نه غواړی ماته یی خپلو هیوادونو او نړیوالو ته علنی شی وایی  مونږ  دلته د نظامی هډو غوشتونکی ، جوړونکی او ساتونکی یو ، د کابل د اوسنی اداری سره  د نظامی او اقتصادی مرستو هیله لرو  هم به  د القاعدی تخم  چه د کابل اداری او د تولی متمدنی  نړی دشمنان دی ، ورک کړو، او هم مو سیمه کی خپلو نورو ډیرو مهمو موخو ته رسیدګی کړی وی  .
 دوی غواړی نړیوالو ته په ګوته کوی چه زمونږ نظامی هډو په افغانستان کی  مونږ سره د نړیوال حکومت په تاسیسولو اوتامینولو کی مرسته کوله   مګر دا چه شرایط ورته نامناسب او د افغانستان خلک زمونږ هدی او د هدو شرایط نه خوښوی مونږ سره د دی چه په جنګ کی مو بریالیتوب تر لاسه کړی  د نړیوال حکومت د را منځته کولو پروژی ته په موقتی دول د پای ټکی ږدو بل مناسب وخت ته به یی موکول کړو  .
زه وایم چه د دوی او کرزی ترمنځ مخالفت نشته  دا د دوی غوشتنه ده چه  له کرزی څخه ملی شخصیت او لکه د امان الله خان په شان ملی اتل جوړ کړی لکه داکتر نجیب چه به  ویل روسان ما وویستل  کرزی به هم وایی [ که امریکایان ما راوستی وو ما ویستل ] له امریکایانو  می درته خپلواکی تر لاسه کړه په دی واسطه به  ورسره طالبان هم سوله وکړی ، سوله او امنیت به  په دیموکراسی  قانون او نظام به حاکمیت کی رامنځته شی له شرمیدلی ماتی به یی زمونږ هیواد ، د هغو هیوادونه ، او نړیوال ناخبره او مورال به یی هم ډير ټکنی نه شی او دا به هم تبلیغ شی  چه امریکا د هیوادونو ارادو او خپلواکیو ته درنښت لری ، په دی واسطه به یی دیموکراسی د کمونستی  له برخه لیک څخه زغورلی وی.
زه له  موجوده څیړنو ، دی نتایجو ته رسیږم :
 د کرزی او د کرزی د اداری  امنیت  د امریکایانو په لاس کی دی یعنی امریکا  او ناتو د دی اداری نعوذوبالله خدای دی مرګ او ژوند یی د امریکا په واک کی دی کرزی  په خپلو خپلوانو او دوستانو هم دومره باور نه لری لکه څومره چه یی په امریکا لری ، د کرزیانو په عقیده ( د چا د ژوند او مرګ  فیصله چه د امریکا لاس کی ده بله بلا نه لری شرط یی د امریکا د ګټو ساتنه ده ) اوس هم ورته د سی ای ای له خوا  په بوجیو ناشمیرل شوی او نا راجستر شوی ډالر دفتر ته راځی دی ملت ته نه وایی چه په هغه ډآلرو یی زمونږ د ملت کومه معنوی پانګه پلورلی نو سی ای ای دومره کم عتله او یا کرزی دومره هوښیار او قوی دی  چه دی یی نه دی پیژندلی او سرمایه ګذاری پری کوی ، کینیدی وژلی شی او کرزی نه شی وژلی ؟ همدا اوس یی هم ورله اوازی خپره کړی چه که کرزی لاسلیک ونه کړی مونږ به یی په بسم الله محمدی لاسلیک کړو او کرزی بیا اعلان کوی چه له ما غیره څوک دا لاسلیک کولی نه شی یعنی دا موضع ډیره هیجانی او حساسه کوی او په عین حال کی کرزی له مسولیته وباسی  ولی دا تړون اوباما په کرزی هغه وخت په سپنی کاغذ لاس لیک کړو چه نیمه شپه یی کرزی له خواږه خوبه راویښ کړو سترګی یی مښدلی لاسلیک یی کړو چه کرزی ته یی د پوشتنی کولو وخت هم ورنکړو . مونږ په لاسلیک شوی تړون لیکنی او څیړنی کوو .   
که دا قبوله کړو ، چه امریکایان نه ووځي بیا هم کرزی ته دستور ورکړی شوی چه د امریکایانو مقابل کی  همدا اوسنی موقف خپل کړی  تر څو په دی واسطه داسی وښیی چه مونږ ورباندی په زور دا لاس لیک نه دی کړی یعنی کرزی دا سند د یو خپلواک ریس په توګه لاسلیک کړی  د غلامی په حال کی دا سند نه دی لاسلیک شوی نو د غلامی سند د باور او اعتماد وړ دی ، د قضیی بل اړخ د غلامی پړه په ټول ملت ورواچوی د همدی خاطره یی ځانګړی پلورل شوی د ملت د نمایندهګانو په نوم راټول کړی وو لاس لیک یی وخت په ډالرو اخستل شوی وو یو څو مخالفو کسانو ته یی هم پکی موقع ورکړه تر څو جرګه مصنوعی معلومه نه شی  او کرزی پکی که له یوی خوا مخالفت کوو د تړون ګټی یی مونږ ته په ګوته کولی د بلی خوا یی څه  معقول شرایط په امریکا کیښودل او دایی هم ویل چه امریکا یی نه منی  او په عین حال کی امریکا قصدا په ډیرو ولایتو کی د معمول په خلاف ړندی بمباری کوی او زمونږ یوشمیر بی ګناه افغانان پکی په شهادت رسوی او کرزی دغه هم غندی او وایی چه وګوره امریکا لا اوس په خپلو ژمنو نه دریږی نو د سند له لاسلیک کولو وروسته خو به مونږ ژوندی وخوری چه د قضایی مصونیت لاسلیک هم ورته وکړو له هغه وروسته بیا د دی لوړپوړو کورنی کله خوندی دی  کرزی سپینه کوتره شوه ، سند به هم د ملت له خوا او د خپلواکی په فطرت لاسلیک شو ، تر اوسه که مونږ په زور غلامان وو له دی وروسته داوو طلب غلامان شو اشغلګرو زمونږ په مال ، اولاد او ناموس کی شریک زمونږ ورونه اوپلرونه شول ، د غلامی دی تړون ته شهرت هم  ورکړی شو  چه ناخبره هم خبر شی چه په راتلونکی کی څوک له غلامی انکار ونکړی ، او هم سیالو او خپلواکو ملکونه ته دا په ګوته کړی چه ( افغانستان از ما است کسی خق خریداری انرا ندارد  )مونږ چه په  شوونځیو کی وو هر چا به په خپل کتاب په فارسی ژبه کی هم داسی لیکل  هغه را په یاد شول امریکایان به د سند شاته همدا جمله ولیکی حتی همدا اوس جرمنی کی کوم ورځپاڼی د اشغلګرو په دستور دا افواهات خپاره کړی چه کرزی دا لاسلیک ونکړی دا لاس لیک به په بسم الله محمدی وکړی او کرزی به ووژنی عبدالله عبدلله به د نوی موقتی اداری ریس شی یعنی دا به یو معمول او په عملی بڼه کی د د یموکراسی اساسی قانون ماده شی چه هر ریس جمهور به د جمهوریت په اخره کی وژل کیږی چه د ریاست وروسته  د اشغلګرو سره رازونه افشا نه کړی ، او بل موقتی اداره او ریس به رامنځته کیږی دا به یو دایمی روتین جوړ شی دی ته زه ډرامی وایم ، که کرزی د یو ساعت د پاره د امریکایانو له حمایی ووځی وژل شوی دی چه په محمدی یی وژنی ولی د خپل  حمایت په لیری کولو یی نه وژنی هو د رازونو د افشاکولو ستونزه که شتون ولری کیدی ویی وژنی .
که د امریکا یانو عقل ځای ته راغلی وی او یا یی د خدای په مظلوم مخلوق زړونو کی له الله ج ویره زیږیدلی وی او زمونږ له هیواده په داسی ډول ووځی چه نه سیخ  سوی او نه کباب ، یعنی زمونږ تر منځ یوه مناسبه سوله او امنیت رامنځته شی او یرغلګر هیوادونه خپل اجنټان له ځانه سره د مظلومانو له وطنه خپلو هیوادونو ته بوځی اوهلته ورته د څه بزنسونو شرایط برابر کړی هغوی به لا ډیر بیلونر شی اشغلګر هیوادونه به ییی له سرمایه ګذاری ګته پورته کړی او هم به زمونږ هیواد د دوی له دوه مخیو ، فریب کاریو ، د قومی تعصباتو له راپارولو وژغورل شی .
ولی که اوس هم د اشغلګرو استثماری سرطانی ناروغی شتون لری د کرزی دا مخالفت  ځانته بهانه کویی چه  مونږ بریالی یو مګر د افغانستان دخلکو خوښی ته  درنښت لرو ، ولی دا چه مونږ ستاسی د پاره په ماضی کی دومره قربانی ورکړی ، دومره وینی مو خپلی توی کړی او دومره تریلونونه ډالر مو در باندی مصرف کړل مګر تاسی ته زمونږ مرستی او قربانیو ځای ونه نیوه  نو مونږ نوری مرستی نه شو کولی دا مو وطن، دا تاسی  او دا مو القاعده مونږ در څخه پښی سپکوو یعنی دا خبره به خپره شی چه امریکایان خفه شول له افغانستانه ووتل  د ماتی سره نه دی مخ شوی له دی زیات لاسته راوړنی په افغانستان کی نه لرو .
امریکایان به خپل اخری خطرناک ابشن ته ولاړ شی یعنی  نوی تصمیم به یی دا شی چه  مونږ د افغانانو په وژنو دومره سرمایه ګذاری کوو او ځانونه هم پری وژنو له دغه سرمایی به لږه برخه سرمایه ګذاری کړو خپلو کی به یی سره په جنګ کړو او هغه د روسانو له وتلو وروسته داخلی جنګ سره به یی مخامخ کړو مونږ به ټولو خواوو ته وسلی او پیسی ورکوو تر هغی چه مونږ بیا راشو په اسانی لکه اوسنی امریکا چه مو خپله ، افغانستان به هم خپل کړو ، د زمکی لاندی او باندی زیرمی به خپلی کړو او که اسلامی امارت زمونږ د ټولو بندیزونو سره سره  وتوانیدلو چه خپل ملک جوړکړی د هغو سره به د اقتصادی مرستو په نوم د دوستی اړیکی ټینګی کړو  

ومن الله التوفیق

د دریمی برخی پای        

——–

ددې لیکني نوري برخي:

اوله برخه:

http://www.nunn.asia/index.php/leekani/articles/8630

دوهمه برخه:

http://www.nunn.asia/index.php/leekani/articles/8646

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x