نظــر

د روزګان عاموژنه لکه چې همداسې پټه تېره شوه

زخمي افغان

څو ورځې وړاندې د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ مربوط د درویشان په سیمه کې د حکومتي اردو یوه قرارګاه چې ۴۲ تنه عسکر په کې میشت وو طالبانو ته تسلیم شوه. طالبانو له تیارې په استفاده د قرارګاه عسکر، ټانګونه، وسایط او نور منقوله وسائل له قرارګاه څخه انتقال کړل او خپلو دوو تنو مؤظفو کسانو ته یې دنده وسپارله تر څو د قرارګاه له تاسیساتو څخه حفاظت وکړي.

د روان لمریز کال د لړم د میاشتې په لسمه د دوشنبې په سهار ددې سیمې ګڼ شمیر ولسي خلګ چې سپین ږیري، ځوانان  او حتی کوچني ماشومان او نجونې په کې شاملې وې د نندارې لپاره د قرارګاه په خوا ورغلل. طالبانو له قرارګاه څخه د دوی دمنع کولو هڅه وکړه مګر ونه توانیدل چې دغه له لرې او نږدې کلیو راغلي ولسي خلک د قرارګاه له نندارې منع کړي. د ورځې په نهه نیمي بجې په داسې حال کې چې د قرارګاه په شاوخوا کې د ګڼو ولسي خلکو بیروبار و امریکایي الوتکو  ورباندې دروند بمبار وکړ چې د کره شمیرو له مخې یې ۳۵ تنه عام ولسي کلیوال ځای په ځای په شهادت ورسول.

د دوشنبې په ورځ مې ددې تراژیدیکي پیښې خبر د څو هغو مشخصو ویب پاڼو په خبري  صفحو ولید چې تر ډیره حده بې پرې او د افغان مظلوم اولس د هیلو منعکسوونکې دي. ما پرلپسې د نړۍ د مشهورو خبري آژانسونو، ټیلویزوني شبکو،راډیوګانو او خبري ادارو  ویب سایټونه ریفریش کول تر څو که ددې درنې پیښې په اړه په کې کوم خبر یا راپور وګورم.

خو له پیښې ددوو ورځو په تیریدو بیا هم د نړۍ او هیواد په هیڅ خبري آژانس یا کومه غږیزه یا تصویري شبکه کې مې ددې پیښې په اړه کوم خبر ترسترګونه شو.ددې وضعیت په لیدو شک راولوېد چې شاید دا پیښه به دروغ وي او حقیقت به نلري. مګر همدا نن د طالبانو لخوا یوه داسې مستنده ویډیو خپره شوه چې د پيښې د صحنې او ولسي قربانیانو عیني انځور وړاندې کوي چې په دې ډول د پيښې حقیقت او واقعیت تر لمر روښانه شو.

نن مې چې دا لیکنه پیلوله یو ځل بیا مې په ګوګل پلټونکي کې ددې پيښې په اړه د خبرونو تلاش وکړ مګر ومي لیدل چې له هماغه څو محدودو  پښتوپاڼو پرته هیڅ نړیوالۍ یا هیوادنۍ مشهورې رسنۍ ددې غمیزې راپور نه دی ورکړی.

د نړۍ او هیواد د رسنیو دې جفا کار حالت راته ثابته کړه چې د اوسني حکومت په راتګ سره نه یوازې دا چې د امریکایي قاتلانو لخوا د وژل کیدونکو مظلومو ولسي افغانانو پوښتنه نه کیږي. بلکې سرباری جفا یې لا دا چې اوس د لسګونو په شمیر د افغانانو قتل د دموکراسي په ترازو کې خبري ارزښت هم نلري نو ځکه په پټه خوله ترې تیریږي.

په افغانانو ډیر قاتلانه تاړاکونه تیر شوي او لا روان دي.مګر په دې اورني بهیر کې شاید یو وخت او د هیچا په وړاندې هم د ولسي افغانانو وینه دومره نه  وي بې ارزښته شوې لکه نن چې د بې ننګه دوسري رژیم د چارواکو په وړاندې بې ارزښته ده.

روزانه امریکایي قاتلان د هیواد په لراوبر کې چاپې وهي، بمبارونه کوي او د شیرزادو او روزګان د پيښو په شان ولسي افغانان قتلوي. مګر د ارګ او سپیدار چارواکي نه تنها دا چې د مظلومو افغانانو په قتل یې وجدان نه لړزیږي  ددغو مظلومو مقتولینو وروستۍ سلګۍ او د مرګ خبر هم نه نشروي.

د روزګان د ۳۵ ولسي شهیدانو له وینو او  مظلومیت سره د حاکمو چارواکو،کورنیو او نړیوالو رسنیو او د بیان د ازادۍ د دعوه دارانو جفاکارانه چلند وښوده چې دغه خلک هیڅ دیني او وجداني مسؤلیت ته پړه نه دي. دوی ددې اولس او هیواد سره نه کوم تړاو لري او نه یې یوه ذره ورباندې زړه دردیږي. دوی د امریکا په وندر تړلي د غرب د ګټو تازیان دي چې یوازې  په غرب کې د وژل شویو همجنس بازانو او فاحشانو سره  خواخوږي لري او د غمشریکۍ په مناسبت یې رسمي پیغامونه نشروي.

خو دوی دې هم پوه شي چې دا اولس چاته کسات نه ورپریږدي.دوی په روزګان کې پنځه دیرش چرګان نه بلکې پنځه دیرش بې ګناه انسانان وژلي.چې هم متعال او منتقم څښتن جل جلاله او هم ترشا یوه میړنی او د انتقام له احساسه ډک اولس لري.

ان شاءالله هغه ورځ لرې نه ده چې له بهرنیو او کورنیو غدارو قاتلانو څخه ددې مظلومو شهیدانو انتقام واخیستل شي.

https://www.youtube.com/watch?v=l3qsHSK4iuw

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x