افغانستان

طالبان: مونږ تسلیم شوي عسکر نه وژنو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار ولایت په غورک ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې لږ تر لږ ۳۲ تنه عسکر وژل شوي او یو شمېر یې نور ټپيان شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي چې دغه عسکر طالبانو ته تر تسلیمۍ وروسته په ډله ایزه توګه وژل شوي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د نوموړي دغه ادعا په کلکو ټکو رد کړې او ویلي چې طالبان کله هم تسلیم شوي عسکر نه وژني. او زیاته یې کړه: «د اکتوبر د میاشتې په دیرشمه شپه د غورک ولسوالۍ د چینار او سرسنګ په سیمو لسګونه عسکر له تسلیمۍ وروسته نه؛  بلکي د یوې پراخې او سختې جګړې په لړ کې مخامخ  وژل شوي دي».

نوموړي په هغه خبرپاڼه کې چې نن ټکی اسیا ته یې را لیږلي، ویلي: «د اسلامي امارت مجاهدین له تسلیمۍ وروسته عسکر نه وژني او کوم عسکر چې له جګړې لاس اخلي مجاهدین  یي په پوره درنښت ساتنه کوي،  د زخمیانو یې علاج کوي او بیا یې له لازم تضمین وروسته  د خپل کور په خوا رخصتوي.».

قاري یوسف احمدي ویلي چې په تیرو وختونو کې دوی په سلګونو عسکر له تسلیمۍ وروسته خوشي کړې او همداسي هغه عسکر یې خوشي کړي چې په جګړه کې یې ژوندي نیولي دي.

نوموړی وایی چې دا کار یې مخکې په هلمند، روزګان، بغلان، کندز، بدخشان او نورو ولایتونو کې ترسره کړی او د ثبوت لپاره یې د ځینو ویډیويي صحنې هم خپرې کړي.

احمدي ویلي: «موږ له فرصت نه په استفاده یو ځل بیا د کابل ادارې په  عسکرو، پولیسو، اربکیانو او نورو مخالفینو غږ کوو چې له جګړې لاس واخلي، مجاهدینو ته تسلیم شي تر څو د امریکایي کفري اهدافو په دفاع کې د قتل کیدو په ځای یې ژوند ساتل شوی وي.»

باید وویل شي چې ډیر ځله د طالبانو پر بندي خانو باندي د امریکایانو بمبار هم د نیول شویو عسکرو د وژني سبب کیږي چې په همدې لړ کې څه موده مخکې په هلمند ولایت کې د امریکا بې پلوټه الوتکو هغه زندان بمبار کړ چې ټاکل شوې وه په کښي بندي لسګونه عسکر به د خپلو کورنیو غړو ته سپارل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

وایی د هندو له کور نه قران راووت. طالبان وایی مونږه تسلیم شوی عسکر نه وژنو. څومره ویډیوګانی دی په یوټیوب وګوری چی څنګه تسلیم شوی عسکر د طالبانو لخوا وژل کیږی. اوس چی یی سد په سر راغلل.

غوربندي

لونگ صاحب

تاسو د مفاهیمو او ټرمینالوژی په پوهیدلو کې ستونزه لری،،

لکه مفکر صاحب چې سوله په تسلیمۍ تعبیروي، زر کلن شی!! تاسو دواړه یو مرض نیولي یاست!.

تسلیم شوي هغو ته وایي چې ډک ټوپک مخکې له دې چې د طالب غازي لاس یې غاړې ته ورسي پر ځمکه کیږدي او ځان وسپاري.

تسلیم شوی هغو ته نه وایي چې وروستۍ مرمۍ هم د طالب په مبارکه سینه کې ټومبي او تش لاس طالبانو ته په لاس ورشي.

مجاهد

تاسی چه د روسی (دولت وزیری) له شکرورو دروغو یادونه کړی چه طالبان بندیان وژنی ناسمه خبره ده د هغوی د ګټنی یوه خبره همدا ده چه ترمپ د حقایقو معلومولو د پاره د طالبانو میدیا ته مراجعه کوی ځکه چه طالبان دروغ نه وایی. هو، هغه بندیان وژنی چه اسلامی محکمه ورباندی د وژلو حکم وکړی یعنی طالبان یی وژلی د نیولو وخت کی له مقاومت کار واخلی او لا یی د عامو خلکو سره له وحشته کار اخستی او لا یی د خلکو مال او حیا جور کړی او داسی نور . کله چه طالبانو ته ثابته شی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x