په غور کې ۳۶ ملکیان د جمعیت ګوند وسلوالو وژلي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د غور ولایت چارواکو تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ (لړم ۵مه، ۱۳۹۵ل) رسنیو ته وویل چې داسلامي دولت ډلي (داعش) وسلوالو ۳۶ ولسي وګړي تر برمته کولو ورسته په ډزو وژلي دي.

دغه پيښه د غور ولایت په مرکز چغچران کې د فیروز کوه په نامه سیمه کې را منځته شوې وه.

ځینو نورو چارواکو دغه پيښه پر طالبانو تړلې وه، خو طالبانو په کلکه رد کړې وه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي یاده پيښه د قومي اختلاف له وجي بللې وه او ویلي وه چې دوی به یې څیړنه کوي او عاملین به یې د قانون منګولو ته سپاري.

په دې اړه په یوه تازه پرمختګ کې د غور ولایت د والي ویاند رسنیو ته ویلي چې د ملکي وګړو وژونکي طالبان یا داعش نه دي، بلکي د جمعیت ګوند غیرمسؤوله وسلوال دي.

د سپوږمۍ راډیو د خبر سره سم نوموړي ویلي چې د جمعیت ګوند یوه وسلواله ډله چې په سیمه کې یې مشري د قاري رحمت الله په نامه یو کس کوي، ددې تر مخه د غور ولایت په یو څلوېښتمه فرقه کې رسمي دنده تر سره کوله چې وروسته منحل شوه، خو دغه ډلي په غیر قانوني توګه اوس هم وسله ګرځوي او په غیر قانوني کړنو لاسونه پوري کوي.

نوموړي ویلي چې دغه ډلي په غور ولایت کې د یوې ښځي په سنګسار کې او همداسي د یو امریکايي تبعه او ملي اردو د تښتولو په پيښو کې هم ښکېل دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د جګړو د زیاتېدو سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې، تېره ورځ هم په روزګان ولایت کې امریکايي بې پلوټه الوتکو ۳۵ ولسي وګړي په یوه بمبار کې ووژل او د هغه تر مخه یې د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې تر ۳۰ زیات نور وژلي او ټپيان کړي وه.

که څه هم ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د طالبانو او نورو وسلوالو له لوري د ملکی وژنو په اړه کلک غبرګون ښيي خو د هغه بمباریو په اړه چوپه خوله پاته کیږي چې د امریکایانو له لوري تر سره کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د