نظــر

د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو د غوراوې چارې د خطرناکې مافيا په لاس کې…

رحیم الله افغان

لکه څرنګه چې خبر ياست، له کابو يوې مياشتې راپدېخوا د جمهوري رياست د چارو په اداره کې د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې په کار پيل کړی دی.

د غوراوې کمېټه؛ تر خپل څنګ د آسانچارو په خاطر يو سکرتريت هم لري. په دغه سکرتريت کې پنځه نفره غړيتوب لري، چې په رأس کې يې ښاغلی شکرالله عاطف مشعل دی او آغلې آريا ولي، حسن زاده، هارون بارکزی او محمد ولي مينه ناک يې غړي دي. د سکرتريت د کمېټې څلور نفره عادي غړي پاک او ښه خلک دي، خو  کاملاً بې فکره او ګوسفنديان دي، يوازې (مينه ناک) يو متعهد او فکري ملګری و، چې هغه هم د شکرالله عاطف مشعل له لوري له کابو دوه نېمو اونيو راپدېخوا د سکرتريت له  کمېټې څخه اېستل شوی او په چارو کې يې نه شريکوي.

ښاغلی شکرالله عاطف مشعل د جمهوري رياست د چارو ادارې د سيمه‌ېيزي حکومتولۍ او نړيوالو اړيکو رئیس دی. دا چې شکرالله مشعل په خوله ډېر چالاکه دی او ځان ته هر ډول رنګ ورکولی شو، نو زموږ او تاسو په مجالسو کې ځان د احمدشاه بابا او ميرويس خان نيکه اصلي او يوازينی بچی معرفي کوي او ټوله پښتو او پښتونولې په خپل ځان کې خلاصه کوي. چا چې له نږدې ورسره کار نه وي کړی او د نوموړي په ټولو اوصافو او ځانګړتياوو خبر نه وي، ظاهراً هغوی ته هم پياوړی پښتون او افغان برېښي، خو څوک چې يې له نږدې پېژني او د نوموړي په کړو وړو خبر دي، هغوئ ټول په يوه خوله وايي، چې نوموړی تر فضل احمد معنوي، حفيظ منصور او… هم موږ ته خطرناک دی، ځکه نوموړی مو د دوستۍ او پښتونولۍ په جامه کې وهي.  ښاغلی مشعل د خپلې وړې مادي يا معنوي ګټې او يا شخصي رابطې په خاطر د لويو لويو ملي ارزښتونو د قربانۍ او له لاسه تللو په کيسه کې هم نه دی او تر ټولو لويه شخصيتي ځانګړتيا يې دا ده، چې په بشپړه مانا يو غولونکی، معامله ګر، درواغجن، د ملګرو ترمنځ نفاق اچوونکی، (تفرقه انداز حکومت کن) او په شخصي ګټو ۱۰۰٪ مين او ژمن دی.

د ښاغلي (شکرالله عاطف مشعل) مشر ورور ښاغلی(لطف الله مشعل) هم د ټاکنو د کمېسيون کمېشنرۍ ته نوماند دی.  د ښاغلي لطف الله مشعل مذبذب دريځ، زموږ له فکر سره مخالفت، مالی، اخلاقي او اداري فساد زموږ په نسبت تاسو ته ښه معلوم دی، ځکه نوموړی د لغمان والي او د ملي امنيت وياند پاته شوی او تاسو يې ښه پېژنئ.

شکرالله عاطف مشعل
شکرالله عاطف مشعل

د افغانستان د اساسي قانون، مدني قانون، سوداګرۍ قانون، تدارکاتو قانون او جزا قانون د احکامو پر بنسټ هېڅوک حق نه لري، په هغو معاملو او پروسو کې د مدير يا ترسره کوونکي په صفت برخه واخلي، چې لومړۍ درجه خپلوان يې پکښې ذينفع وي. دغه حالت ته په حقوقو او قوانينو کې تضاد منافع ويل کېږي او تضاد منافع زموږ د قوانينو په اساس په ټولو چارو کې منع دی او له سرغړونکو سره بايد قانوني چلند وشي.

په مشخص ډول د افغانستان د ټاکنو د قانون د احکامو پر بنسټ هېڅوک په هېڅ صورت حق نلري، د انتخاباتو په هغو مديريتي او عملياتي چارو کې په مستقيم ډول دخيل شي، چې لومړۍ درجه خپلوان (پلار، مور، خور، ورور، ښځه، مېړه او…) يې په اړونده پروسو کې کانديدان وي، خو ښاغلي شکرالله مشعل دا قانون تر پښو لاندې کړی دی، شکرالله مشعل د سکرتريت د کمېټې رئيس (هرکاره) دی او مشر ورور لطف الله مشعل يې کمېشنرۍ ته نوماند دی.

د غوراوې د کمېټې په چارو کې د ښاغلي شکرالله مشعل تر ټولو لوی خيانت او لاسوهنه دا دی، چې نوموړي د خپل ورور د بريالي کولو او ټاکلو په خاطر ټول پياوړي، متعهد او متخصص پښتانه کانديدان په بېلابېلو نومونو او پلمو له شارت لست څخه واېستل او ميدان يې يوازې او يوازې خپل ورور ته تش کړ، تر څو رئيس جمهور مجبور شي، چې د پښتنو په سهميه کې د نوموړي ورور ښاغلی لطف الله مشعل د کمېشنر په توګه وټاکي. په دې هکله ښاغلي شکرالله مشعل د ډاکټر عبدالله عبدالله له دفتر سره هم همغږ ي کړي او عبدالله خېلو ته يې هم د دغه موافقې په بدل کې ورته امتياز منلی دی. [له عبدالله خېلو سره د اړيکو په ارتباط کولای شئ، له فريدون خوځون څخه معلومات ترلاسه کړئ. په بعضو مواردو هغه هم خبر دی].

زه دلته د ثبوت په توګه د ځېنو هغو پښتنو کانديدانو نومونه در سره شريکوم، چې تاسو يې له پوهې، انتخاباتي تخصص، مسلکي توب، ژمنتيا، افغانيت، قربانيو او نورو حميده اوصافو سره بلد ياست، خو ښاغلي شکرالله عاطف مشعل خپل مشر ورور لطف الله خان مشعل ته د ميدان د خالي کولو په خاطر دغه ټول پښتانه کانديدان د پروسې په مختلفو پړاوونو کې په منظم او سيستماتيک ډول يو په بل پسې له لستونو څخه حذف کړل او اوس په نهايي لست ښاغلی لطف الله مشعل په پښتنو نوماندانو کې تر ټولو هغه ښه، مخکښ او وړ شخصيت برېښي.

حذف شوي پښتانه کانديدان عبارت دي له:

۱. ښاغلی اول الرحمن رودوال؛ ليسانس، ټول ټال په ملکي او نظامي برخو کې ۳۰ کلنه کاري مخېنه، په ملي او نړيوالو ټاکنو کې ۱۵ کلنه تجربه، په درې ژبو مسلط، د افغانستان د معاصرو ټاکنو معنوي پلار او دا مهال د کابل د ټاکنو برحاله رئيس.

۲. ښاغلي نعمت الله وردګ؛ ليسانس، کابو ۱۵ کلنه کاري مخېنه، په ملي او نړيوالو ټاکنو کې پوره ديارلس (۱۳) کاله تجربه، په درې ژبو مسلط، او د ميدان وردګو د ټاکنو رحاله رئيس.

۳. ښاغلی جاويد حبيبی؛ ماسټر، په ملي او نړيوالو ټاکنو کې کابو ۱۵ کلنه عملياتي او مديريتي کاري مخېنه، په پنځو ژبو مسلط او اوسمهال د ټاکنو د کمېسيون د دارالانشاء مرستيال.

۴. ښاغلی احمدالله ارچيوال؛ د دوو ليسانسو او دوو ماسټريو  لرونکی او د دوکتورا زده کړيال، په ملي او نړيواله کچه په ټاکنو کې پوره ۱۵ کلنه کاري مخېنه، په شپږو ژبو مسلط  او دا مهال د سولې د نړيوال انسټيټيوټ برحال مرستيال.

۵. ښاغلی مولوی سيدرحمن، ماسټر، ۲۵ کلنه کاري مخېنه، د پارلمان په ۱۵مه دوره کې د لغمان ولايت استازی، په پنځو ژبو مسلط  او دا مهال د پولتخنيک پوهنتون د اسلامياتو استاد.

۶. ښاغلی ضياءالحق ساپي، ماسټر، په مديريتي، اداري، مالي او عملياتي برخو کې ۲۰ کلنه کاري مخېنه او په څلورو ژبو مسلط.

۷.  ښاغلی اورنګزيب، ماسټر، په ملي او نړيواله کچه د ټاکنو په برخه کې کابو ۱۵ کلنه کاري مخېنه، په څلورو ژبو مسلط او دا مهال د ټاکنو د کمېسيون د دارالانشاء رياست سرپرست دی.

او يو شمېر نور پښتانه کانديدان په همدغه ډول د لوړو شرايطو له لرلو سره سره له شارت لست څخه اېستل شوي دي.

يو بل ثبوت چې له عبدالله خېلو سره د شکرالله مشعل په پټو معاملو د صحت ټاپه لګوي، دا ده ، چې عبدالله خېلو په لومړيو ورځو کې د جمهوري رياست د چارو ادارې په چوکاټ کې د غوراوې کمېټې د کار له پيل او جريان سره شديد مخالفت کاوه، خو کله چې شکرالله مشعل دوه درې ځله له اجرائيه رياست او پخپله عبدالله عبدالله سره وکتل او له هغوی سره يې ځينې پټې او نامشروع ژمنې او معاملې وکړي،  عبدالله خېلو له مخالفت څخه لاس واخيست او خاموش شول او اوس په ضمني ډول په چارو اداره کې د غوراوې کمېټې د کار له جريان سره ستونزه نه لري.

همدارنګه په شکرالله مشعل باندې د غوراوې کمېټې د سکرتريت د رياست دندې د ترسره کولو پر مهال د مالي او اخلاقي فساد تورونه هم لګول شوي دي، خو دا چې د پورته په شان کره او مستند شواهد په لاس نشته، نو دا خبرې د ادعی تر بريده دي او که مو شواهد پيدا کړل، هغه هم درسره شريکوو.

که چېرته د ښاغلي شکرالله مشعل او هغه ته ورته اشخاصو د معاملو او خيانتونو مخه ونه نيوله شي، نو مطمئينه اوسئ، چې په راتلونکو ټاکنو کې مو خپل قبرونه مخکې له مخکې کېندلي دي او کابو نېمايي افغانستان به په راتلونکو ټاکنو کې د غزني ولايت په څېر د پښتنو له وکيلانو محروم شي او تر ټولو بده دا چې د ټاکنو کمېسيونونه به د متعهدو او مسلکي کمېشنرانو پر ځای د معامله ګرو او مافيايي کړيو په ځاله بدل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x