د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر څنګه ټاکل کېږي؟

احسان الله ارینزی 
د ځینو سیاسي شنونکو او کارپوهانو په اند، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د نړۍ تر ټولو ستر او ځواکمن مشر دی او دا ځکه چې دا سړی د نړۍ د لومړي درجه پوځي، سیاسي او اقتصادي هېواد ولسمشر، د سپینې ماڼۍ واکمن او د امریکا د ټولو پوځونو قوماندان بلل کېږي.
ښکاره خبره ده چې داسې لوی منصب ته رسېدل ډېر ستونزمن کار او ریاضت ته اړتیا لري. امریکا له ختیځ څخه لویدیځ ته 8000km اوږد هېواد دی چې د (مین) او )هاوایي( سیمو تر منځ 6 ساعته زماني واټن لري. په داسې یوه پراخه جغرافیه کې چې څه باندې 320 ملیونه خلک اوسي، هر څوک دې منصب ته زړه نه شي ښه کولای؛ خو که په شرایطو برابر څوک زړه ښه کړي او ټاکنو ته ودري، کېدای شي چې داسې دریځ ته ورسي چې په 7 بلیون انسانانو یوازي (یو) بلل کېږي.
د امریکا متحده ایالاتو اساسي قانون ولسمشر ته ډېر واک او ځواک ورکړی. په ځینو هېوادونو کې ولسمشري تشریفاتي منصب ګڼل کېږي؛ خو په امریکا کې ولسمشر د نیمې نړۍ واکمن باله شي!
د امریکا د اساسي قانون له مخې د لسمشرۍ نوماند باید دا شرایط ولري:
1- په امریکا کې ږېږېدلی او یا څوارلس کاله هلته اوسېدلی وي،
2- 35 کاله عمر ولري،
3- د امریکا تابعیت ولري،
امریکا متحده ایالات په کال 1776 کې خپله خپلواکي ترلاسه کړه. ښکاره خبره ده چې په هغه وخت کې د هېواد د مشر د ټاکلو مسله ډېره ساده او وړه نه وه او ډېر فکر، کار او هڅو ته یې اړتیا درلوده.
په وخت کې د امریکا د عادی خلکو معلومات لږ و؛ خو په ټاکنو کې د ګډون په حق انکار نه شوای کیدای.
په 1787 کې د امریکا د اساسي قانون د لیکلو کار پیل شو.  په هغه وخت کې د اساسي قانون د تسوید او تدوین په کمېټه کې د ولسمشرۍ د منصب له پاره په دې خبرو فکر کېده :
1- د کنګرې له خوا د ولسمشر ټاکنه،
2- د ایالتونو د والیانو له خوا د ولسمشر ټاکنه،
3- د ایالتي شوری ګانو له خوا د ولسمشر ټاکنه،
4- د کانګرس د یوې ځانګړې کړۍ له خوا د ولسمشر ټاکنه،
5- د خلکو له خوا د ولسمشر ټاکنه،
له هغه ځایه چې دې وړاندیزونو په کمېټه کې ډېر ملاتړ ترلاسه نه کړ، د تسوید او تدوین کمېټې د ولسمشر د ټاکنې له پاره یوه یوولس کسیزه ډله وټاکله چې په دې اړه نورې ژورې څېړنې وکړي. دې ډلې د ټاکنیزه جرګوElectoral College  وړاندیز وکړ چې ډېرو ته په زړه پورې و.  دې ډلې استلال کاوه چې داسې کار به وکړي چې هم خلک رایه ورکړي او هم د نخبګانو(elector) داسې کمیټه وي چې د امریکا په سیاسی تاریخ، ملي جوړښت، اړتیاوو او حل لارو ښه وپوهېږي. دوی ویل چې دا جرګې به د فدرالي دولت او ایالتي حکومتونو تر منځ انډول وساتي. هم به خلک په ټاکنو کې پراخه ګدون ولري، هم په هغه ایالتونو ته د ډېر حضور حق ورکړ شي چې لږ نفوس لري او هم به د ولسمشر ټاکنه د کانګرس له اغېزې څخه د باندې وي.
دې یوولس کسیزې ډلې په هغه وخت کې ویل چې دا ډول ټاکل شوی ولسمشر به د عمل ډېره خپلواکي ولري او د سیاسي ډلو او د واک او ځواک د پټو او ښکاره بانډونو له اغېزې څخه خوندي وي.
باید وویل شي چې په هغه لومړنیو کلونو کې په امریکا کې ټولو خلکو د رایې حق نه درلود.
امریکا په هغه وخت کې 13 ایالتونه درلودل. په لومړي سر کې یواري سپین پوستو د رایې حق درلود! په دې کې 3 داسې ایالتونه وو چې هغه نارینه وو رایه ورکولای شوای چې ځمکه یې درلوده او هغه بزګرانو د رایو حق درلود چې مالیات یې ورکول. لنډه دا چې په 1789 م کې د امریکا یوازي 10% خلکو هغه هم ناریننه وو د رایې حق درلود!
په حقیقت کې قانون جوړولو هڅه کوله چې فدرالي دولت له پوپولسیم څخه لرې وساتي. پوپولسیم یعنی هغه حالت چې یو څوک د غولوونکو ویناوو او شعارونو له لارې واک ته ورسي؛ خو د ښه مشرتابه وړتیا ونه لري. د اساسي قانون د تسوید او تدوین کمېټې له ډېر بحث وروسته د ټاکنیزه جرګو Electoral College وړاندیز له لږ بدلونونو سره ومانه او په قانون کې یې ځای کړ.
دلته باید دا خبره وشي چې د امریکا دواړه لوی سیاسي ګوندونه (او خپلواک داوطلبان) په همغه لومړي پیل یا د تېرو ټاکنو د درېیم کال په پیل کې، د خپلو داوطلبانو او ټاکنیزه جرګو Electoral College د غړو لستونه د ایالت د ټاکنو کمیسیون مشر ته سپاري. دا لستونه د ګوندونو په غونډو یا د ګوندونو د مشرانو له خوا جوړېږي. خپلواک داوطلب باید د دیارلسو ایالتونو د خلکو یا کانګرسونو ملاتړ له ځانه سره ولري.
د امریکا د ولسمشرۍ خوښمن باید لومړی په خپل ګوند کې غږ پورته کړي. داوطلب د امریکا دوه لوی ګوندونه (جمهوري غوښتونکي) او (دموکرات) هڅه کوي چې خپل څو داسې پیاوړي، ژبور او تکړه کسان مخ ته کړي چې له سیال ګوند یا خپلواکه نوماندانو څخه میدان وګټي او ولسمشر شي.
د امریکا د اساسي قانون له مخې خپلواک کسان هم کولای شي چې ټاکنو ته ودري؛ خو په دې شرط چې دواړه جرګې (سنا او کانګرس) او یا د دیارلسو ایالتونو خلک یې ننګه او ملاتړ وکړي.
د ولسمشرۍ دواطلب  تر هر څه مخکې د مشاورینو او کارپوهانو یوه ډله جوړوي چې د نړۍ او هېواد شرایط ته په کتو سره، ده ته مشوره ورکړي چې په سیالیو کې د بریالیتوب څومره وړتیا لري او ټاکنو ته (ودرېږي) که نه؟
که داوطلب د خپلو مشاورینو او کارپوهانو په هوکړه سربېره د خپل ګوند د ټولو یا ځینو نومیالیو شخصیتونو ملاتړ تر لاسه کړ؛ نو په ګوند کې د ننه سیالۍ پیل کېږي. دا خبره په رسمي توګه اعلان ته سپاري. د ټاکنیز کمپاین ټیم جوړوي، ټاکنیزه نښه ټاکي، خپل شعارونه د خلکو غوږونو ته رسوي، د مرستو له پاره بانکي حسابونه پرانیزي، له رسنیو سره خبرې کوي او ورو- ورو ځانونه ایالتي ټاکنو ته چمتو کوي.
د امریکا متحده ایالاتو د قانون له مخې د تېرو ټاکنو د څلورم کال په پیل یا جنوري او فبروري کې داوطلبان ایالاتو ته ځي او هلته د خپلو ګوندي ملګرو او عامو خلکو د ملاتړ له پاره په لویو غونډو کې ویناوې کوي او د هغوی مرسته غواړي.
د مارچ د لومړۍ اونۍ سه شنبه د امریکا د لومړنیو ټاکنو تر ټولو مهمه ورځ ده؛ ځکه چې جمهوري غوښتونکي او  دموکرات داوطلبان په یو وخت کې د یوولسو ایالتونو سیالۍ ته درېږي.
د 19 پیړۍ په نیمایي کلونو کې د امریکا کانکرس سه شنبه د ټاکنو ورځ ټاکلې وه. یکشنبه د خلکو د آرام او عبادت ورځ وه. په دوشنبه به بزګران د خپلو ګاډیو په سورلۍ د ټاکنو سیمو ته خوځېدل. د سه شنبه په سهار به یې رایه ورکوله او بېرته به تلل چې د چهارشنبې بازار ته ورسي او خپل توکي وپلوري.
سره له دې چی اوس په دې پرېکړه نژدې 200 کلونه تېر شوي، بیا هم د امریکا دواړه لوی ګوندونه په همدې ورځ سیالیو ته درېږي او ځانونه آزمویي. هغه څوک چې په دې ورځ ډېرې رایې اخلي، بریالي داوطلب یا نوماند بلل کېږي او داسې ښکاري لکه سپینې ماڼۍ ته چې یو ګام نژدې شوی وي!
د امریکا په بېلابېلو ایالاتو کې د ټاکنو واحد قانون نشته او ځینې ایالتونه خپل پېچلي قوانین لري:
1-    مقدماتي یا Primary ټاکنې: په دې ټاکنو کې د ایالت اوسېدونکي لکه سراسري ټاکنې په ګوند کې د ننه له څو کسانو څخه یو داوطلب ته رایه ورکوي. دا ټاکنې کېدای شي (پرانستې) یا (تړلې) وي.
پرانستې مقدماتي ټاکنې: په یو ایالت کې د رایې ورکولو ټول واجدین، پرته له دې چې د کوم ګوند غړي وي یا نه وي، کولای شي چې د نومونو له لیکلو وروسته خپله رایه استعمال کړي. دا نوم لیکنه د همدې ټاکنو په ورځ هم کېدای شي.
تړلې ټاکنې: یوازي هغه کسان رایه ورکولی شي چې د ګوند غړی وي.
الاسکا له هغه ایالتونو څخه دی چې دواړه لارې پالي. په دې سیستم کې د ګوندونو چارواکي دا پرېکړه کوي چې د سیال ګوند غړو او یا هغه کسانو ته د رایې ورکولو اجازه ورکړي چې د ګوند غړیتوب نه لري.
په ځینو ایالتونو کې ګوندونه، په دې لومړنیو ټاکنو کې د خلکو حضور او رایه ورکول، د ګوند د غړیتوب پلویتوب یا ملګرتیا بولي او اجازه ورکوي.
2- کاکس Caucuses یا د ګوندي غونډو ایالتي ټاکنې: په دې ډول ټاکنو کې (لکه آیوا ایالت) د ګوندونو غړي د ایالت د بېلابېلو سیمو په غونډو کې د ګوندونو د داوطلبانو په هکله مشورې  کوي، د هغوی یا د ګوندونو د سیمه ییزه مشرانو خبرې اوري او بیا له یو داوطلب څخه ښکاره ننګه او ملاتړ کوي. ښکاره ملاتړ په دې مانا چې خلک لاسونه پورته کوي او څارونکي یې شماري یا د هر داوطلب ملاتړي او ملګري لومړي سره جلا کېږي او بیا څارونکي لاسونه یا حاضرین شماري.
د مقدماتي او کاکس ایالتي ټاکنو تر منځ توپیر په دې کې دی چې مقدماتي ټاکنې سراسري دي، د رایې ورکولو په ځایونو کې د ملي ټاکنو په شان د سه شنبه په ورځ (د امریکا د ټاکنو ورځ) کېږي؛ خو په کاکس کې ګوندونه ټاکنې کوي. په مقدماتي ټاکنو کې رایه پټه صندوق ته اچول کېږي؛ خو په کاکس کې د ګوندونو غړي د یو داوطلب د ملاتړ له پاره خپله رایه د لاس په پورته کولو په ښکاره توګه استعمالوي.
د مقدماتي ټاکنو لګښتونه ایالتي حکومتونه ورکوي؛ خو د کاکس ټاکنو لګښتونه د ګوندونو په غاړه وي. په دې وروستیو کلونو کې چې د ټاکنو لګښتونه لوړ شوي، دواړه ګوندونه په ډېرو ایالتونو کې د مقدماتي ټاکنو په لور ځي چې لګښتونه یې حکومتونه پرې کوي؛ خو کاکس اوږد عمر لري او څه باندې دوه پیړۍ د ټاکنو یوازنۍ عملي لار بلل کېږي.
د 19 پیړۍ تر پای پورې امریکایي ګوندونو خپل نوماندان په کاکس ډول ټاکل؛ خو ورو- ورو د بېلابېلو ایالتونو اوسېدونکو په کاکس کې د ګوندونو د مشرانو په پریمانه اغېز نیوکې وکړې او مقدماتي سیستم یې غوره وباله.
د کاکس پلویان وایي چې دې سیستم د امریکا له سیاسي ثبات سره ډېره مرسته کړې او نه پرېږدي چې دولت یا کانګرس د اصلي او کوچنیو ګوندونو تر منځ ووېشل شي او د دوی خپلمنځني ستونزې د هېواد سیاسي ثبات ته ګواښ پیښ کړي. د دې سیستم بله ګټه دا ده چې نه پرېږدي ګڼ مېشته ایالتونه لکه کلفورنیا او نیویارک تل د ټاکنو سرنوشت په لاس کې ونیسي او ولسمشران وټاکي!
اوس د امریکا لس ایالتونه کاکس سیستم لري: الاسکا، ایوا، کلورادو، هاوایي، کانزانس، هاوایي، میني سوتا، مین، نیوادا، شمالي داکوتا او وایومینګ. په نورو 40 ایالتونو کې مقدماتي سیستم چلېږي.
د نتایجو اعلان- دوه لارې: سلنه یا هر څه د ګټونکي؟
په امریکا کې د مقدماتي ټاکنو د نتایجو په اعلان کې، په ایالتي او ګوندي قوانینو کې توپیرونه شته.
دموکرات ګوند سلنه غوره بولي؛ خو جمهوریت غوښتونکي ګوند ایالتونو ته واک ورکړی چې سلنه ښه بولي او که (هر څه د ګټونکي) میتود؟ په دې وروستیو کلونو کې ډېر جمهوري غوښتونکي هم (سلنه) تګلاره ښه بولي او وایي په (هر څه د ګټونکي) کې اقلیتونه زیان ویني.
په (سلنه) کې ګوندونه له رایې ورکولو وروسته، ایالتي استازيتوب د رایو په بنسټ د نوماندانو تر منځ وېشي. مثلاً په یو ایالت کې (الف) او (ب) او (ج) 50، 30 او 20 رایې اخیستې او د ایالتي استازو شمېر 10 دی؛ نو (الف) ته 5، (ب) ته 3 او (ج) ته 2 حق ورکول کېږي؛ خو په (هر څه د ګټونکي) کې (الف) چې ډېرې رایې یې ګټلي یا په کاکس کې ډېرو خلکو ورته لاسونه پورته کړي، ټول لس استازي ګټي. دا کسان بیا د ګوند په ملي ناسته یا غونډه کې د ګوند وروستني نوماند ټاکي.
د امریکا متحده ایالتو په پنځوس ګونو ایالاتونو کې لومړنۍ ټاکنې تر جون میاشتې پورې پای ته رسي او د ګوندونو ملي ناستو ته چمتووالی نیول کېږي.
په دې ټاکنو کې بری په استازو Delegates پورې اړه لري. دا شمېر د دموکرات ګوند له پاره 2383 (ټول استازي 4765) او د جمهوري غوښتونکو له پاره 1237 (ټول 2472) دي.
د پاسنیو دواړو ګوندونو ملي ناستې د دوبي په منځینو یا وروستنیو ورځو کې جوړېږي. په دې ناستو کې د ګوندونو وروستنی نوماندان اعلانېږي او ګوندونه خپل لوی هدفونه تر خلکو پورې رسوي.
د امریکا د دود له مخې هغه داوطلب چې په ایالتي ټاکنو کې تر دې ځایه بریالي پاته شوي وي، په ملي ناسته کې په خپل بري ډاډ لري (ځکه چې ډېر ایالتي استازي داوطلب ته د ایالتونو د ټاکنو په نتایجیو د درېدو ژمنه یا تعهد سرته رسوي)، په امریکا کې داسې قانون نشته چې دا استازي دې د لومړنیو یا ایالتي ټاکنو نتایجو ته ژمن پاته شي؛ ځکه ایالتي استازي کولای شي چې خپل وروستی نظر بدل کاندي. د دې خلکو (استازو) نهایي پرېکړه د ګوندونو په ملي ناستو کې اعلانېږي. دا ناستې د تېرو ټاکنو د درېیم کال په اګست کې جوړېږي.
کله چې دواړو ګوندونو (دموکرات او جمهوریت غوښتونکي) خپل نوماندان اعلان کړل؛ نو کمپیان پیل کېږي. نوماندان بسپنې ټولوي، ایالتونو ته سفرونه کوي، خپل شعارونه او پلانونو تر خلکو رسوي او …
دلته باید دا خبره وشي چې په دې وخت کی د درېیم نوماند د اعلان امکان هم شته. دا به هغه څوک وي چې د دیارلسو ایالتونو د خلکو یا کانګرسونو ملاتړ ولري.
له ټاکنو څخه دوه میاشتې مخکې د دواړو نوماندانو تلویزیوني او راډیویي Debits  جوړېږي او بیا د نومبر د میاشتې له لومړي دوشنبې څخه وروسته په سه شنبه ټاکنې کېږي.
د ټاکنو په ورځ امریکایان په هېواد کې د ننه او بهر، ښځې او نارینه ټول هغه کسان چې خپله غواړي، د نت او صندوقونو له لارې رایې ورکوي.
د ټاکنو د لومړي ورځې په پای کې چې په هر ایالت کې بریالي نوماند معلوم شوي وي، بریالي ګوند ټاکنیزه جرګېElectoral Colleges  جوړوي.  د دې جرګو د غړو لستونه مخکې د ایالتي ټاکنو کمیسیونو ته سپارل شوي وي.
د امریکا متحده ایالاتو د اساسي قانون د دوهمې مادې له مخې هر ایالت په کانګرس او سنا کې د استازو په تناسب ټاکنیزه جرګې لري. د امریکا په سنا یا مشرانو جرګه کې هر ایالت دوه غړي لري چې 100 کېږي؛ خو د ولسي جرګې غړي د هر ایالت د نفوس په تناسب د خلکو په خوښهی چې شمېر یې 438 دی. 435 د ټولې امریکا او 3 د کلمبیا یا واشنګټن DC. امریکایان په حقیقت کی خپل ولسمشران د همدې 538 ټاکنیزه جرګو له لارې ټاکي.
د امریکا په مشرانو جرګه کې د ایالتونو بشپړ برابرولی په پام کې نیول شوی. له همدې امله (وایومینګ) چې 600 زره اوسېدونکي لري، له کلفورنیا سره چې نژدې 40 ملیون خلک پکې اوسي، برابر استازي او واک لري.
د ټاکنیزه جرګو 538 غړي د امریکا متحده ایالاتو په هر ایالت کې د سنا او کانګرس د غړو په ډول ټاکل کیژی. په ځینو ایالتونو کې مستقیم، په ځینو کې غیر مستقیم او په 6 کې د ایالتي کانګرسونو له خوا. د مشرانو جرګې یا سنا غړي، د کانګرس غړي، پوځیان، د فدرالي دولت مامورین او داسې کسان چې سوداګریز یا غیر سوداګریز دفترونه لري، د دې جرګو یا Electoral Collages  غړي نه شي کېدای.
له سیاسي اغیزو څخه د لیرې پاته کېدو له پاره، د دې جرګو غړي په خپلو ایالتونو کې ټولیږي؛ خو غونډه نه شي کولای. کانګرس د ولسمشر د ټاکنې له پاره ورځ اعلانوي او بیا د ټاکنیزه جرګو غړي د غونډې د جوړولو او پرېکړې حق پیدا کوي.
دا ورځ معمولاً په دسمبر میاشت کې له دوهمې چهارشنبې څخه وروسته لومړني دوشنبه وي. له دې وروسته د ټاکنیزه جرګو کار پای ته رسي او تر بیا ټاکنو پورې ټاکنیزه جرګې نه وي،
په کال 2000 کې د امریکا د متحده ایالاتو د ایالتونو او سیمو د ټاکنیزه جرګو د استازو له پاره لږ تر لږه درې غړي په پام کې ونیول وشول. اوس الاسکا، شمالي داکوتا او واشنګتن DC دری-دری غړي لري؛ خو کلفورنیا 55 غړي لري چې تر ټولو ایالتونو ډېر دي.
د ټاکنیزه جرګو غړي د هغه ګوند له خوا غوره کېږي چې په خپل ایالت کې یې ډېرې رایې اخستې وې، نو تمه دا ده چې دا ټاکنیزه جرګه به د همدې ګوند نوماند یا داوطلب ته رایه ورکوي؛ خو بیا هم دوی حق لري چې داسې نوماند یا داوطلب ته رایه ورکړي چې ډېرو خلکو رایه نه وی ورکړي.
په 1824 کې (آندرو جکستون) ډېرې رایې ګټلې وې؛ خو ټاکنیزه جرګو (آدانر) ولسمشر کړ.
په شلمه پیړۍ کې اووه ځلې داسې شوي: 1948، 1958، 1960، 1968، 1972، 1976 او 1988.
 په امریکا کې په حقیقت کې همدا ټاکنیزه جرګې دی چی د عمومي ټاکنو په پای کې د خلکو په استازیتوب نوماندانو ته رایه ورکوي او ولسمشر ټاکي. په دې سیستم کې یوه سیمه، یوه ژبه یا یو مذهب بشپړه برلاسي نه شي ترلاسه کولای؛ ځکه ټاکنیزه جرګې په ټولو ایالتونو وېشل شوي. د امریکا د دود له مخکې کله چې د یو ایالت  ټاکنیزه جرګه یا کالج د ولسمشر د نوماندانو په هکله پرېکړه وکړه، اسناد یی د ایالت د کانګرس د غړو په مخکې په مهر او موم شوي پاکټ کې  سنا ته استول کېږي.
د امریکا مرستیال ولسمشر د ولسمشر په خوښه او د همده د ګوند له کسانو څخه له عمومي ټاکنو څخه څو میاشتې ټاکل کېږي. د امریکا د اساسي قانون له مخې مرستیال ولسمشر د مشرانو جرګې رییس وي او د ولسمشر د ناروغتیا، مړینې یا استعفی په حالت کې د ولسمشر ځای نیسي.
د امریکا د اساسي قانون له مخې بیړني ټاکنې نشته او مرسیتال ولسمشر تر نورو ټاکنو پورې د هېواد مشر پاتې پاتې کېږي.
د امریکا د دود له مخې د کمپیان په وروستنۍ میاشت کې دوه اصلي نوماندان یو د بل په ضد خبرې نه کوي او حتی هڅه کوي چې د روغې لار ونیسي او په ښو خبرو د مخالف ګوند د غړو نظر جلب کړي؛ خو مرستیال ولسمشران بیا دنده لري چې د مخالف ګوند په نوماند یرغلونه وکړي او ځانونو ته د خلکو ډېر پام واړوي.
په تیرو شپږو لسیزو کې د امریکا څو مرستیال ولسمشرانو د ولسمشرانو له مړینې یا استعفی وروسته، د ولسمشر په توګه کار کړی. ترومن د روزولت له مړینې وروسته ولسمشر شو یا جرالد فورد چې د نیکسن له استعفی وروسته دی دندې ته ورسېد (1974).
د کار پای:
وروسته له دې چې ټاکنیزه جرګو خپل اسناد کانګرس ته واستول او په ایالتونو کې هم د ولسشمري مقام د نوماندانو د رایو شمېر اعلان شو، کانګرس او مشرانو جرګه په خپله هغه ګډه غونډه کې چې د نوي کال د جنوري د شپږمې ورځې د غرمې په یوه بجه کېږي، د ټاکنیزه جرګو نتایج شمیرې او د نوی ولسمشر د ټاکنې خبره اعلانولو ته چمتو کوي.
نوی مرستیال ولسمشر چې اوس د مشرانو جرګې مشر هم وي، د رایو نتایج څلورو کسانو ته  سپاري چې اعلان یې کړي.
که څوک د ولسمشر په ټاکنه کومه نیوکه یا اعتراض ولري، باید خپل غږ به په مکتوب ډول سپاري. په دې ډول اعتراض کې باید د کانګرس او مشرانو جرګې دوه غړي (1-1) یو ځای وي. که درې واړه نوماندان 270 ټاکنیزه جرګې ونه لري، ولسمشر د کانګرس او مرستیال ولسمشر د مشرانو جرګې له خوا ټاکل کېږي. دلته درې کسان ځکه یاد شول چې کېدای شي په کومو ټاکنو کې د دموکرات او جمهوریت غوښتونکي ګوندونو د نوماندانو تر څنګ، درېیم کس (د نورو کوچنیو ګوندونو نوماند یا خپلواک سیاستوال) هم دی ځای ته رسېدلی وي.
هو! د امریکا خلک په دې توګه د خپلې رایې او ټاکنیزه جرګو Electoral College له لارې ولسمشر ټاکي او دنده ورته سپاري چې دا ستر هېواد د څلورو کلونو له پاره، د قوانیو او ملي ګټو به رڼا کې رهبري کاندي.
د امریکا ولسمشر د خپل کار په موده کې له تعقیب، توقیف او محاکمې څخه مصون دی؛ خو کانګرس کولای شي چې د جرم په تور یې له دندې لرې کړي. ښکاره خبره ده کله چې ولسمشر عزل شو، د یوه عادي وګړي په توګه د توقیف او جزا وړ وي.
اخځونه:
1-    امریکا: طبیعی، سیاسي، بشري، اقتصادي او تاریخی جغرافیه، احسان الله ارینزی، 2015م.
2-    ایالات متحده امریکا، سعید خطیب زاده، د ایران د بهرینو چارو وزارت، د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو دفتر، 1394هـ.ش،
3-    آرای الکترال؛ انتخاب رییس جمهور امریکا با رای مردم، کیوان حسینی، بی بی سي فارسی.
4-    Http:/abacnews.go.com/ politics…
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د