نړۍ

ناټو عمران خان ته: زمونږ څه ګناه ده، بریدونه خو امریکا کوي

نن ټکی آسیا: د څو ورځو راهیسي د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د خیبر پختونخوا په صوبه کي چیري چي د نوموړي ګوند واکمن هم دی، د ناټو او امریکا لپاره تلونکي تمویلي ټانکري او بار وړونکي موټرو باندي لاره تړلي او نه پریږدي چي افغانستان ته ددغه صوبې له لاري اکمالات ورسیږي.

د پاکستان د یوې سیمه ایزي رسنۍ په وینا ددغه ګوند له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کي ویل شوي چي د ناټو د ۲۲ غړیو هیوادونو سفیرانو د عمران خان سره اړیکه نیولی،او غوښتنه یې ځینی کړې چي په خپله صوبه کي د ناټو د پوځیانو لپاره د پوځي تجهیزاتو د لیږد لاره بنده نه کړي، او پریږدي چي پر دغه لاره افغانستان ته بار وړونکي موټر او ټانکري ولاړي سي.

خبرپاڼه وايي چي دوی ته ددغو هیوادونو سفیرانو ویلي چي د ډرون بریدونه امریکا کوي، ناټو ورسره هیڅ ارتباط نه لري، ټوله امریکا ده چي دا بریدونه کوي، ځکه نو باید د ناټو د موټر مخه ونه نیول شي.

د یادوني ده چي د عمران خان او جماعت اسلامي د ګوند له خوا د مظاهرو او لاري بندولو وروسته امریکا هم اعلان وکړ چي دوی په پاکستان کي د لنډي مودې لپاره خپل د فوځ لپاره د تجهیزاتو او تیلو لیږ دروي.

باید وویل شي چي پاکستان ته د امریکا د وزیر دفاع د سفر موخه هم دا بلل کیږي، او داسي ښکاري چي هغه هم هلته عمران خان او پاکستاني چارواکو ته په قناعت ورکولو سره نه دی بریالی شوی.

باید وویل شي چي د پاکستان پر قبایلي علاقو باندي د امریکا له خوا په مسلسله توګه د بې پلوټه الوتکو په واسطه بمبارونه کیږي، چي ډیره کله په کښي ولسي وګړي هم په کښي وژل کیږي، خو امریکا وایی دوی یوازي د القاعده او طالبانو مشران په نښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x