افغانستان

سولې شورا په طالبانو د پاکستان له فشار سره مخالفت کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د پاکستان له خوا په طالبانو باندې وروستي فشارونه او ګواښونه غندلي دي.

په دې وروستیو کې د اسوشیټیډ پرس آژانس خبر ورکړی چې پاکستان طالبانو ته ګواښ کړی چې که په پاکستان کې له افغان دولت سره خبرو ته نه کښیني نو له دې هیواد څخه دې واوځي.

خو اوقچون په طالبانو باندې د پاکستان دغه فشار د سولې په پروسه کې لاسوهنه ګڼلې او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو یې غوښتي دي چې پاکستان ته د دې کار اجازه ورنکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې دولت او د سولې شورا تل په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې پاکستان باید طالبان په زور د خبرو مېز ته حاضر کړي.

پخپله ښاغلي اوچقون د تېرې اپریل په میاشت کې ویلي و چې طالب مشران په پاکستان کې روزل کیږي او پوځي تجهیزات ورکول کیږي، هغه له امریکا او چین غوښتنه کړې وه چې پر پاکستان فشار راوړي چې طالبان په زور خبرو ته حاضر کړي.

خو اوس چې په طالبانو د پاکستان د فشار ګونګوسې اوریدل کیږي د سولې شورا مرستیال عبدالخبیر اوقچون دغه فشار د سولې په پروسه کې لاسوهنه ګڼي او په نړیواله ټولنه غږ کوي چې مخه یې ونیسي.

ښاغلي اوچقون نه دي ویلي چې له دې وړاندې يې په زور د خبرو مېز ته د طالبانو له راکشولو څخه هدف څه و.

خو پخپله طالبانو د پاکستان له خوا د فشار د دغو ګونګوسو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x