fbpx

اسلامي فتوحات: د موته جګړه، پر عېسوي روم باندي د بريو پيلامه «درې زره د ۲۰۰ زرو په مقابل کې» (۳)

ليکوال: عبدالمالک همت

بايد ووايو چي د اسلام غوښتنه دا نه ده چي پر نورو باندي جګړې وتبي يا خپل قوانين په ځواک او جبر په ومني، بلکي د مسلمانانو دنده داده چي دوى دغه دين وګړو ته د حکمت او ښه وعظ او نصيحت له لاري ورسوي. خو د دې لړۍ په لومړيو دوو برخو کي د ويلو سوو لاملونو پر بنسټ مسلمانان جګړو ته اړ سول او د قصاص او د خپل دين او خپلي اورشو د دفاع شرعي جواز ورکړه سو.

تاريخونه وايي چي د موته جګړه تر ټولو خونړۍ معرکه وه چي مسلمانانو ته د رسول صلی الله عليه وسلم په ژوند کي پېښه سوه او دغه جګړه د روم تر ولکې لاندي هيوادونو د فتوحاتو پيلامه جوته سوه.

کله چي رسول  الله صلی الله عليه وسلم ته د حضرت حارثرضي الله عنهله شهادته خبر ورکړه سو، نو يې د هجرت د اتم کال په دريمه خور(جمادي الاولي)،د 629 م کال په اګست کيد هغه د قصاص اخيستلو په موخه د شُرحبيل غساني پر ولايت بلقاء باندي د لښکر کښۍ لپاره د درو زرو تنو جګړنو پوځ د حضرت زيد بن حارثهرضي الله عنه په مشرۍ چمتو کړ او امر يې وکړ چي که زيد شهيد سو د پوځ مشري دي د جعفر بن ابوطالبرضي الله عنه پر غاړه وي او که هغه هم شهيد سو عبدالله بن رواحهرضي الله عنه دي د پوځ قوماندان وي. بيا يې لارښوونه وکړه چي کله دغه ځاى ته ورسېدلاست، د هغه ځاى خلک اسلام ته وبولئ. که يې اسلام ومانه ښه، که نه له خدايه مرسته وغواړئ جنګ ور سره وکړئ. پر دې سربېره هغه صلی الله عليه وسلم دا لارښووني هم ورته وکړې:

  • د الله پر نامه، د الله په لار کي او د الله په وړاندي د کفر غوره کوونکو سره غزا وکړئ.
  • ژمني مه ماتوئ او خيانت مه کوئ.
  • ښځي، کوچنيان او بوډاګان مه وژنئ.
  • وني مه پرې کوئ او ودانۍ مه نړوئ.
  • په کليساوو کي د ګوښه ناستو وګړو سره کار مه لرئ.

هلته هرقل له انطاکيې څخه يولک پوځ وخوځاوه، بلقاء ته ولاړ او په مآب نومي ځاى کي يې موضع ونيول. له بله پلوه د بصرىٰ  والي هم يولک پوځ جګړې ته چمتو کړ . کله چي اسلامي پوځيان د شام معان نومي ښار ته ورسېدل، خبر سول چي د دوى په وړاندي دغسي ستر پوځ چمتو سوى دى. څنګه چي د دوى پوځ د دغسي غښتلي پوځ د مقابلې لپاره کافي نه ګڼل کېدى نويې مشوره سره وکړه. خو دې پايلي ته ورسېدل چي په دې جنګ کي يا فتح ده يا شهادت چي دواړي ښې لاري دي، نويې وپتېيل چي په مړانه به ورسره جنګيږو.

دواړه پوځونه د بلقاء په پولو کي سره مخامخ سول. د هرقل لښکري په ” مشارف “ نومې سيمه کي ځاى پرځاى سوې او اسلامي لښکرو په”موته“ نومي کلي کي موضع ونيول. بالاخره د درو زرو تنو مسلمانانو او د روم د سترواکۍ د دوو لکو منظمو پوځيانو تر منځ ډېره سخته جګړه ونښته. د انسانيت په تاريخ کي تر ټولو اريانوونکې جګړه. او بيا جالبه داده چي دا دومره ستر پوځ د دروزرو مسلمانانو په ماتولو کي پاته راغى. زيدرضي الله عنه شهيد سو او د پوځ قومانده حضرت جعفررضي الله عنه پر غاړه واخيسته. له آسه راکښته سو او پر دښمن يې واري کول. ښى لاس يې غوڅ سو، خو بيرغ يې مځکي ته پرې نه ښود، په کيڼ لاس يې ونيو او جنګېدى. بيا يې کيڼ لاس غوڅ سو،  بيرغ يې په اوږو کي ونيو او د شهادت لوړ مقام ته تر رسېدو پوري يې اوچت وساتى. ځکه نو لوى څښتن داسي دوه وزرونه ورکړه چي په جنت کي هري خواته وغواړي په الوتلاى سي او پر دې دنيا يې د جعفر طيار او جعفر ذوالجناحين لقبونه  وګټل. بيا حضرت عبدالله بن رواحهرضي الله عنه د جګړې مشري پر غاړه واخيسته. واردواره څه متردد غوندي سو، خو د مړاني مرګ يې غوره وباله، ښه توره يې وچلول او شهيد سو. بيا حضرت خالد بن وليدرضي الله عنه د اسلامي لښکر مشر وټاکل سو، ښه وجنګېدى او په ښه تدبير سره يې مسلمانان له ډېرو تلفاتو وژغورل. پاى دغو لږو مسلمانانو د دوولسو تنو په شهادت سره د روميانو د زبر ځواک قدرت د پوځيانو په مړو خړې وايستلې او صحيح سلامت مدينې منورې ته ځني را ستون سول.

په دې توګه د عېسويانو د ستري ټولواکمنۍ د کافرو او ظالمو ماڼۍ مېشتو پر ورنو لړزه پرېوته. ټول خلک اريان پاته سول چي څنګه درو زرو مسلمانانو د رومي واکمنۍ سره چي د هغه مهال د مځکي پر مخ تر ټولو ستر ځواک بلل کېدى ډغري ووهلې. هغه مهال داسي ګڼل کېدل چي د روم د زبر ځواک قدرت سره جګړې ته وردانګل د ځان وژني معنا لري. له دې امله د دوو لکو شاهي عېسوي پوځيانو سره د دغومرو لږو سرتېرو جنګېدل او بېله تاوانه ځني را ستنېدل يوه عجبه او نادره خبره وبلل سوه. په دې ترتيب ټولو ومنل چي د دغه درې زريز پوځ سره هرو مرو د لوى څښتنسبحانه وتعالی نصرت او تاييد ملګرى وو او د هغو لارښود په رشتيا سره د لوى څښتن پيغمبر دى. له دې امله تر دې جګړې وروسته خلک اسلام ته ډېر مايل سول او جوپې جوپې په اسلام مشرف سول.

د تبوک غزا

د مکې مکرمې په فتح کولو سره  د عربو داخلي ستونزي تقريباً اواري سوې او د اسلام سپېڅلى دين د ټولو عربو له خوا ومنل سو. خو اوس داسي ځواک د مسلمانانو سره جګړې ته چمتو کېدى چي د جګړې د جواز وجه يې هيڅ نه لرل. دغه ځواک په ټوله نړۍ کي ستر پوځي قوت؛د روم ظالم او متکبر حکومت وو.

که څه هم د موته په جګړه کي اسلامي جنګياليو د هغو د شمېر د لږوالي له کبله له رومي طاغوتيانو څخه د حضرت حارث بن عُمَير اَزديرضي الله عنه د شهادت د غچ اخيستلو په باب بشپړ برى تر لاسه نه کړاى سو. خو پر ليرو او نژدې عربو او نورو يې ستري اغېزي واچولې. د روم د امپراتورۍ کفارو احساس کړه چي د دې جګړې پايلي به داوي چي زموږ تر لاس لاندي عرب به له موږ څخه آزادي اخلي او د مسلمانانو سره به يوځاى کيږي او په نهايت کي به زموږ طاغوتي واکمنۍ ته ستره خطره سي. ځکه نو قيصر وپتېيل چي دمخه تر دې چي مسلمانان يو نه ماتېدونکى ځواک او ستر خطر جوړ سي، بايد په کلکه وځپل سي. له دې امله په داسي حال کي چي د موته د جګړې يو کال لا نه وو تېر سوى، قيصر د رومي اوسېدونکو او د خپلو ترلاس لاندي عربو؛ غسانيانو او نورو څخه د يوه ستر پوځ د جوړولو او د يوې خونړۍ او پرېکړوني جګړې د په لاره اچولو لپاره په تياريو پيل وکړ. پر دې بنسټ مدينې منورې ته آوازې ورسېدې چي روميان د مسلمانانو سره يوې ستري او پرېکړوني جګړې ته چمتو کيږي. چي له دې امله مسلمانان زيات اندېښمن سول. هرقل ستر پوځ چمتو کړ ، د بلقاء پر لور يې وخوځاوه او خپله هم ورسره روان سو. څنګه چي رسولصلی الله عليه وسلم دغه معلومات تر لاسه کړل سمدستي يې د جګړنو او آذوغې او پيسو په راټولو پيل وکړ. مسلمانانو زښت زيات مالونه او د جګړې وسايل ورکړل او دېرش زره مجاهدين د رسولصلی الله عليه وسلم پر شاوخوا د جګړې لپاره راغونډ سول. رسولصلی الله عليه وسلمدغه پوځ د ٩هـ کال د خداى تعالى په مياشت (رجب) کي د تبوک پر لور وخوځاوه.

د رومي کفارو لښکري هم په تبوک کي ځاى پر ځاى سوي وې. خو کله چي يې واورېدل چي اسلامي پوځ دغه ځاى ته نژدې سوى دى سخته بېره په ګډه سوه، ټول په خورا سر اسيمه ګۍ بېلو بېلو ښارونو ته وتښتېدل او هرقل اعظم هم له ميدانه په تراټو ځان وکيښ. څنګه چي شاوخوا عرب او په دغو سيموکي د روم د ټولواکمنۍ ګماشته ګان د روميانو په دې تېښته خبر سول، پر هغو يې اعتماد له لاسه ورکړ، يو په بل پسې د رسول صلی الله عليه وسلم خدمت ته حاضر سول او د جزيې او ډول ډول جنګي سامان آلاتو او نورو په ورکولو يې د سولي تړونونه ورسره لاسليک کړل او د مسلمانانو ملاتړي سول. دا د رسولصلی الله عليه وسلم د ژوند وروستۍ جګړه وه.

د معان د رومي والي مسلمانېدل

حضرت فروه بن عمرو الجذامرضي الله عنه د روميانو له خوا د عربو په هغو سيمو کي چي شام ته نژدې او د رومي واکمنۍ تر ولکه لاندي وې والي وو او په معان نومي ځاى کي يې مرکز وو. کله چي د موته په جګړه کي د مسلمانانو مړانه او د اسلام حقيقت ورمعلوم سو، په دې مبارک دين مشرف سو، نو يې رسول صلی الله عليه وسلمته استازى واستاوه ، له خپل اسلام راوړلو څخه يې خبر ورکړ او يوه سپينه غاتره يې په سوغات کي ورولېږل. څنګه چي رومي طاغيان د فروه له اسلام راوړلو خبر سول راويې غوښت، په بند کي يې ډېر وکړاوه او پاى يې په ډېره بې رحمانه توګه وواژه.

رسول الله صلی الله عليه وسلم د رومي واکمنو د دې غرور او تکبر ماتولو لپاره او د دې لپاره چي وښيي چي د کليسا او ظالمانو تشدد بېله غچ اخيستلو نه پاته کيږي د ١١هـ کال د صفري په مياشت کي يو ستر لښکر چمتو کړ او د حضرت اسامه بن زيد رضي الله عنه په قومانداني يې د بلقاء سيمي ته ولېږى. ( دمخه مو وويل چي د موته په جګړه کي د اسامه پلار زيد شهيد سو). دغه لښکر له مدينې څخه د يوه ميل په واټن جرف نومي ځاى ته ورسېد چي د رسولصلی الله عليه وسلم د ناروغۍ حال ورغى. څنګه چي حضرت اسامه رضي الله عنه د رسولصلی الله عليه وسلمد پوښتني لپاره بېرته مدينې ته راغى د دغه لښکر سفر وځنډېدى. حضرت رسول مقبول صلی الله عليه وسلم د دغه کال د لومړۍ خور پر دوولسمه وفات سو او مسلمانان د هغه مبارک د وفات په وير، تجهيز او تکفين او د خليفه په ټاکلو اخته سول.

د مخکنیو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
A M HIMMAT
میلمه
A M HIMMAT

يوه يادونه :
دمخه به زما پر لیکنو باندي ځينو دوستانو څه نظرونه ورکول، خو اوس له ډېره مهاله دغه نظرونه نه ليدل کيږي، نه پوهېږم چي علت څه دی؟ والسلام.
ستاسو همت

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

همت صاحب سلاموه می ومنه !
وایی هغه خولی دی ماتی شی چه نعمت یی نه وی خوړلی او شکر باسی. مونږ لا تر اوسه ستاسی قیمتی لیکنه نه ده لوستلی، او له لوستلو وروسته هم که مثبت یا منفی څه پکی ومومو بیا به نظر نه نظرونه خامخا لیکل کیږی مننه

الجاچ استاذ بیانزی
میلمه
الجاچ استاذ بیانزی

همت صاحب د مینو او پیرزونو ډک سلامونه او ښی هیلی می ومنه ! چا ویلی دغه ګز او دغه میدان ، ستا په لیکنه نیوکی خو راته ګناه ځکه ښکاری چه تاسی د اسلامی تاریخ څرګندونه کوی طبیعی ده چه د موثقو او باوری منابعو ( چه یوه منتع تاسی خپله هم یاست ) معلومات تر لاسه کړی ، هو به دغه ډول لیکنو کی د نیوکی ځآی کم مګر ارزول په مثبتو او منفو دواړوه کی کیدونکی دی ستاسی له لیکنی وروسته به زه د څه ارزونی جرات وکړم او هغه دا چه : وایی [ ورانول ژر… نور لوستل »