د ادب بڼې او اړخونه – قتيل زوى خوږياڼى

د ادب اصل ((هذب)) دى، چې د بې عيبه معنا لري.

هذب په لومړيو کې د هغې ونې لپاره کارېده، چې څانگې او ښاخونه به يې پرې شوي وه؛ خو کله، چې معنوياتو ته راوليږدېده؛ نو هذب مهذب سړي ته وکارېد. يعنې د  هغه سړي، چې عيب به يې ورک شو؛ نو مهذب به ورته وويل شو.

ارواښاد الفت صاحب په ادبي بحثنونو کې ليکي، چې :

 ((هذب هدب شو او هدب په ادب بدل شو)).

ادب په لغت کې د پوهې او د هر شي د اندازې ساتلو په معنا تر مونږ را رسيدلى، چې په اصطلاح کې ښېگڼې او سمې ليکنې ته وايي.

ارواښاد پوهاندرښتين ادب په دوه بڼو وېشلى:

نفسي ادب او درسي ادب.

نفسي ادب = اخلاقي فضيلت دى او درسي ادب په سمه توگه ويل او ليکل دى.

ادب په نفسي توگه د اخلاقو علم دى او په درسي توگه هغه علم او پوهنه ده، چې د ويلو او ليکلو غوره لارې چارې ښيي؛ خو د نظم او نثر پر ښه والي او بد والي  هم دلالت کوي.

((متلونه، خواږه اشعار، لوړ بيانونه، غوره ويناگانې، چې په هره زمانه کې يې  د ژبې پوهان او اديبان وايي او يايې ليکي د ژبې ادبيات باله شي- رښتين)).

ادب په دې توگه دوه اړخه پيدا کوي، چې يو ته يې شعر او بل ته يې نثر وايي. شعر درې غوره برخې لري:

١ – اخلاقي شعرونه.

٢ – وصفي شعرونه.

٣ – قصصي شعرونه.

نثر(( په لغت کې پاشلو او تيتولو ته وايي)) او په اصطلاح کې هر هغه کلام، چې د وزن، قافيې او رديف  له قيده خلاص وي؛ نثر ورته ويل کيږي.

نثر درې بڼي لري:

١ – ټولې هغه خبرې، چې مونږ يې په ورځني ژوند کې له يو او بل سره کوو.

٢ – خطابه (وينا) هغه ده، چې پوهان، علما او مشران يې د اوريدونکيو د پوهولو لپاره ځانگړې کوي.

 ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين وايي:

دا راز نثرونه په پښتنو کې ډېر ويل شوي، خو تحريري نمونې يې په لاس کې نشته. دغه ويناوې سياسي، اخلاقي، علمي او ادبي بڼې او ځانگړتياوي لري.

٣ – تحرير(ليکل) دا بڼه نثر د ځانگړيو اهدافو له مخې په کتابي بڼه ليکل کيږي او کره کتنه هم د نثر يوه بله بڼه ده.

ارواښاد رښتين نثر د لفظ له مخې په دوه ډوله وېشلى:

يو هغه دى، چې قافيه لري او بل هغه دى، چې له قافيې آزاد وي.

 متلونه او نقلونه هم د نثر يوه برخه ده.

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى 

 

د ادب بڼې او اړخونه


د ادب اصل ((هذب)) دى، چې د بې عيبه معنا لري.


هذب په لومړيو کې د هغې ونې لپاره کارېده، چې څانگې او ښاخونه به يې پرې شوي وه؛ خو کله، چې معنوياتو ته راوليږدېده؛ نو هذب مهذب سړي ته وکارېد. يعنې د  هغه سړي، چې عيب به يې ورک شو؛ نو مهذب به ورته وويل شو.


ارواښاد الفت صاحب په ادبي بحثنونو کې ليکي، چې :

 ((هذب هدب شو او هدب په ادب بدل شو)).


ادب په لغت کې د پوهې او د هر شي د اندازې ساتلو په معنا تر مونږ را رسيدلى، چې په اصطلاح کې ښېگڼې او سمې ليکنې ته وايي.


ارواښاد پوهاندرښتين ادب په دوه بڼو وېشلى:

نفسي ادب او درسي ادب.

نفسي ادب = اخلاقي فضيلت دى او درسي ادب په سمه توگه ويل او ليکل دى.

ادب په نفسي توگه د اخلاقو علم دى او په درسي توگه هغه علم او پوهنه ده، چې د ويلو او ليکلو غوره لارې چارې ښيي؛ خو د نظم او نثر پر ښه والي او بد والي  هم دلالت کوي.

((متلونه، خواږه اشعار، لوړ بيانونه، غوره ويناگانې، چې په هره زمانه کې يې  د ژبې پوهان او اديبان وايي او يايې ليکي د ژبې ادبيات باله شي- رښتين)).


ادب په دې توگه دوه اړخه پيدا کوي، چې يو ته يې شعر او بل ته يې نثر وايي. شعر درې غوره برخې لري:

١اخلاقي شعرونه.

٢وصفي شعرونه.

٣قصصي شعرونه.


نثر(( په لغت کې پاشلو او تيتولو ته وايي)) او په اصطلاح کې هر هغه کلام، چې د وزن، قافيې او رديف  له قيده خلاص وي؛ نثر ورته ويل کيږي.

نثر درې بڼي لري:

١ټولې هغه خبرې، چې مونږ يې په ورځني ژوند کې له يو او بل سره کوو.

٢خطابه(وينا) هغه ده، چې پوهان، علما او مشران يې د اوريدونکيو د پوهولو لپاره ځانگړې کوي. 

 ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين وايي:

دا راز نثرونه په پښتنو کې ډېر ويل شوي، خو تحريري نمونې يې په لاس کې نشته. دغه ويناوې سياسي، اخلاقي، علمي او ادبي بڼې او ځانگړتياوي لري.


٣تحرير(ليکل) دا بڼه نثر د ځانگړيو اهدافو له مخې په کتابي بڼه ليکل کيږي او کره کتنه هم د نثر يوه بله بڼه ده.


ارواښاد رښتين نثر د لفظ له مخې په دوه ډوله وېشلى:

يو هغه دى، چې قافيه لري او بل هغه دى، چې له قافيې آزاد وي.

 متلونه او نقلونه هم د نثر يوه برخه ده.

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.