نړۍ

کيري: د امريکا او ایران هستوي تړون له امله د اسراييلو امنيت ډاډ من شو

 د امريکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ويلي چې، د امريکا او ایران تر منځ د هستوي تړون له امله ډېر خلک حیران دي، مګر موږ ته د اسراييلو ساتنه او امنيت تر هر څه اړین دی او دې تړون سره به اسراييل نور هم محفوظ شي؛ ځکه چې له دې وروسته ایران نشي کولای چې، اتومي وسلې جوړې کړي.بل پلو د ایران د بهرنیو چارو وزیر داکتر جواد ظریف وايي چې، که د نړیوالو قدرتونو لخوا پر ایران نوي بنديزونه ولګيدل، نو د امريکا او ایران تر منځ تړون به لغوه اعلان شي. داکتر جواد ظریف وايي چې ایران د نړیوال فشار لاندې مذاکرات نه مني او که امريکايي کانګریس پر ایران نوي بنديزونه ولګوي نو دا به يې لویه تېروتنه وي او په دې صورت کې به د ایران او امريکا تر منځ ياد تړون هم لغوه شي.

احمد جرس

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x