نړۍ

ایران: د طالبانو سره هیڅ اړیکه نه لرو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي رسنیو ته ویلي چې د طالبانو سره د ایران د اړیکو په اړه راپورونه هیڅ حقیقت نه لري.
نوموړي وویل: د طالبانو سره د ایران مرسته ښکاره درواغ او بې اساسه ادعا ده.

نوموړي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغو څرګندونو په جواب کې دغه خبري وکړي په کومو کې چې ویلي وه، « اسلامي امارت هڅه کوي چې د امریکايي اشغال په ضد له ټولو هغو مشروعو او سالمو لارو ګټه واخلي چې د امریکايي اشغال په وړاندې یو منطقوي تفاهم رامنځته کوي، د دې کار لپاره اسلامی امارت د سیمې له ګڼو هیوادونو او همسايه ګانو سره په تماس کې دي.»

بهرام قاسمي وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د لومړیو هیوادونو څخه دی چې د تروریزم او تروریستي ډلو پر خلاف یې مادي او معنوي قربانۍ ورکړي».

نوموړي وویل چې طالبانو د ویاند څرګندونو څخه یو دسیسه ښکاري چې غواړي په سیمه کې له ایران څخه نور دولتونه په ویره کي واچوي او پر عامه ذهنیت منفي تاثیر وکړي.

د کتونکو په بارو ایران چې په سیمه کې د شیعه مذهب پر اساس سیاست کوي، کله به هم د سخت دریځو سني مذهبه طالبانو سره په یوه سنګر کې ونه دریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

حققیت دا دی چه ، چه د شیعه وو جوړښت ډیره یهودانو ايښی ده ، شیعه ګانو ته باید اصلا یهوان وویل شی ، د اسراییلو حکومت له جوړیدو وروسته شیعه وو د مالی ، فرهنګی او نظامی پیاوړتیا له مخی ډیر پر مختګ وکړو . اسراییل د نورو هیوادو به شان یو حکومت نه دی بلکه د نړی د ټولو غلامانو او بادارانو پایتخت دی ، سیاسی وزارت یی په برطانیا ، د دفاع وزارت یی په امریکا او د اروبا نور لوی او کوچنی هیوادونه یی لوی او کوچنی وحشی غوښی خوړونکی دی ، عربی ، اسیایی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x