
طالبانو خپل نوي انټرنیټي ادرسونه اعلان کړه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): څو ورځي وړاندي د طالبانو مشهوره ویب پاڼه «الاماره» د نامعلومو وجوهاتو پر بنا باندي وتړل شول او د کتونکو پر مخ نه خلاصیده.
په ورته وخت کې پر ټویټر ویب پاڼه باندي د ذبیح الله مجاهد اکاونت له فعالیته ولویدی او ورسره یو شمېر نور هغه اکاونټونه چې باور باندي کیږي د طالبانو د پروپاګنډې د خپرولو لپاره کاریږي، وتړل شول.
نن ټکی اسیا ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل نوي اکاونټ په رالیږلو سره وویل چې زوړ اکاونټ یې «بند کړل شوی دی»، خو نوموړي دا ونه ویل چې چا ور بند کړی دی.
مجاهد لیکلي وه: زه په خپل اکاونټ کې تازه خبرونه، ویډیوګاني او انځورونه خپروم، ما فالو کړئ.
نوموړي په د واټس اپ په هغه ګروپ کې چې د رسنیو د کارکوونکو لپاره یې جوړ کړی او تازه خبرونه باندي رسنیو ته لیږي، نن د چهارشنبې په ورځ وویل چې د الاماره ویب پاڼه له تخنیکي ستونزو سره مخ شوه خو اوس بیرته عادي حالت ته را ګرځېدلي.
مجاهد ورسره د الاماره ویب پاڼي نوي ادرسونه هم رسنیو ته لیږلي چې په لاندي ډول دي:
د ذبیح الله مجاهد ټویټر اکاونټ:
د الاماره ویب پاڼي ادرسونه:
تازه اپډیټ: د طالبانو پخواني انټرنیټ ادرس هم فعاله شوی چې د دوی په وینا د تخنیکي ستونزو له امله تړل شوی وو.
نن ټکی اسیا ته د طالبانو د ویب پاڼي سرچینو وویل چې دوی خپل زوړ ادرس فعاله کړی او د نوي ادرس نشرولو غوښتنه یې کړې چې په لاندي ډول دی:
http://alemara1.org/
وایم دمور شیدي مو شه والله که مي په یوه رسنۍ دومره باور وي لکه ستاسو په مبارکه الاماره ویب پاڼه باندي ، داڅو شپې راڅخه ورکه وه بیخي ورته خپه وم خو تاسو دي خدای پاک ژوندي اوبریالي لري چې بیا مو راته پاڼه روغه کړه او خپل نشریاتو ته ادامه ورکوئ ، زماپه شان ډیر خلک شته چې ريښتني حقایق یواځي له الاماره ویب پاڼي نه اخلي