افغانستان

ولسمشر کرزی وايي، امریکا راته د ګوډاګي په سترګه ګوري

 

نن ټکی آسیا: افغان ولسمشر حامد کرزي پر امریکا د ټینګې نیوکې په ترڅ کې وویل، چې امریکا د امنیتي تړون د لاسلیک پر سر راسره د یوه ښکیلاکګر هېواد په توګه چلند کوي.
کرزي چې له یوې فرانسوۍ ورځپاڼې سره یې خبرې کولې، زیاته کړې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي په ډاګه راته ویلي،چې که دې تړون لاسلیک نکړ؛نو افغانستان کې امن او سوله ناشونی دی.

ولسمشر د ډوبینز د وینا د توضیح په لړ کې وویل، چې دا نو دا مانا لري، چې ګواکي که تړون لاسلیک نشي،نو افغانستان کې به امریکا جګړو ته لا شدت ورکوي او دوی ته به ستونزې ایجادوي.
ولسمشر زیاته کړه، چې دا چې اوس د ده تر غوږونو څه ور رسېږي او څه یې چې له پخوا راهیسې اورېدلې، امریکا غواړي افغانستان د ګړنګ پر غاړه ودروي. له پيله د امریکایانو چلن د ښکیلاکګرو ځواکونو په څېر و او دی، خو دوی باید درک کړي چې افغانان به کله هم استعمار ته غاړه ټیټه نه کړې او دوی ته باید ورپه زړه شي،چې افغانانو ډېری استعماري قوتونو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x