ادبي لیکني

پنچر ټایر «لنډه کیسه»

ژباړن: شریف غیرت

څلور تنه محصلین چې هر یوه پر ځان پوره باور او اعتماد درلود، د وروستي سمیستر د آزموینې نه یوه اوونۍ مخکې په کډه بل ښار ته په مېله ووتل،کله چې بېرته راستانه شول که ګوري د آزموینې د نېټې په اړه یې تېروتنه کړې وه،ځکه د سه شنبې پر ځای د دوشنبې په ورځ آزموینه اخیستل شوې وه، دوی ډېر خفه شول او پرېکړه یې وکړه چې په آزموینه کې د نه حاضرېدا علت له استاد سره شریک کړي،کله چې استاد ته ورغلل نو یې
ورته وویل:

ګرانه استاده! موږ بل ښار ته تللي وو، کله چې بېرته را ستنېدو په لاره کې مو د موټر ټایر پنچر شو په موټر کې مو ایشټپنۍ (بل اضافه ټیر) هم نه درلود، څو چې مو موټر جوړونکی راغوښت ډېر ناوخته شو نو د دوشنبې په ورځ ډېر ناوخته کورته را ورسېدو ځکه نو له آزموینې هم پاتي شو،

د استاد په شونډو مسکا وغوړېده ،او زیاته یې کړه :خیر ستاسو ستونزه زما ستونزه ده، سبا که خیرو ستاسو څخه به آزموینه واخیستل شي،کله چې سبا د آزموینې وخت شو نو استاد دوی څلور محصلین په جلا جلا صنفو کې کېنول او د آزموینې پارچې یې ورکړې،

لومړۍ پوښتنې چې (۵) نمرې درلودې ډېر آسانه وه،دوی څلور واړو لومړۍ پوښتنه د چا خبره په پټو سترګو حل کړه، د پارچې پر بل مخ دوهمه پوښتنه د (۹۵) نمرو په ارزښت وه،

پوښتنه په دې شکل وه: تاسو راته ووایاست چې د موټر کوم ټایر پنچر شوی و؟ څلور واړه محصلین حک حیران پاتې شول.

یادونه: صداقت، رښتینولي یوازینۍ آزموینه ده چې په هغه کې درغلي نه شو کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x