ادبي لیکني

مونږ ټول تر ټاکلي حده شاعران یو

هارون سمون/ د اکتوبر۳۱

د رنګین خیالونو په ادبي خپرونه کې مې له ډېرو شاعرانو سره مرکې وکړې، د بحث په جریان کې به کله کله دا رنګې پوښتنې رامنځته کېدې:

ـ څه وخت ښه شعر لیکلی شئ؟

ـ تاسې شعر څنګه تعریفوئ؟

ـ شعر الهام بولئ که ریاضت، عقیدت او تجربه؟

ـ ولې مو شاعري پیل کړه؟

ځوابونه به رنګارنګ وو؛ خو د ډېری شاعرانو ملګرو ځوابونه به سره ورته وو، چې ویل به یې:

کله چې له کومې پېښې متأثر(اغېزمن) شم، نو شعر لیکم یا هم د شعر لیکلو شېبه راباندې راځي. د بحث په اوږدو کې به چې کله د الهام مسله مطرح شوه، ډېرو ملګرو به شعر الهام باله، خو یو نیم نیم کسانو به ویل چې شعر الهام نه بلکې ریاضت او تجربه ده. د الهام او نه الهام مسله یوه جنجالي مسله ده، چې تر اوسه تیورېسنان ورباندې یوه خوله ندي، د یو بل لپاره دلایل راوړي، مثلا څوک چې شعر ریاضت او تجربه بولي، د کسبي شاعرۍ بحث رامخته کوي، دوی وایي داسې کسان چې شاعران نه وو، راغلل په ادبي غونډو او مشاعرو کې یې ګډون وکړ، اغېزمن شول، اوس شاعران دي. دوی دا هم وايي که شعر الهام وي، نو بیا ولې شعر کې شیطاني خبرې کېږي. خو هغه کسان چې شعر الهام بولي هغه بیا د فطري شاعرۍ بحث رامخته کوي، هغوی په دې اند دي، چې ولې ډېری کسان لوستي نه وي خو ښه زبردست شعر لیکي؟ په پښتو ژبه کې یې ښه بېلګه ملنګ جان دی، ملنګ جان یو بېسواده کس وو، خو یو اوچت شاعر هم پېژندل شوی دی.

هر څوک تر یوې اندازې شاعر دی، ځکه هر څوک ځانته د خیال یوه ځانګړې دنیاګۍ لري، په ازده توګه کولی شي، چې د خپل خیال نیلی هرې خواته وځغلوی. دغه خیال روزل غواړي، شاعرانو او لیکوالانو خپل خیال له نورو تر لوړې کچې روزلی وي، داسې شینونه پنځوي، چې مونږ ترې عاجز یو. مونږ هم شاعران یو، کولی شو شاعري وکړو، خو څنګه کولی شو شاعري وکړو؟ دا پوښتنه به د بحث په اوږدو کې ځواب شي.

د مثال په راړلو به موضوع ته داخل شو، ډېر داسې کسان به مو لیدلي وي، چې هغوی نه د خطاطۍ کورس ویلی دی، نه یې هم تمرین کړی دی، خو ښکلی خط لري، یا هم یو انځور ګر مخکې له دې چې تمرین وکړي، ښکلي انځورنه کاږي، خو یاد ساتئ چې دا ډول کسان بیا په تمرین کولو نور هم تکړه کېږي، زه یو مثال راوړم، زموږ د ښونځي په دوران کې یو ملګری و، هغه هم ښکلي انځورنه کښل (رسامي یې کوله) هم یې ښکلی خط درلود. هغه به ویل، چې زما خط له اوله ښکلی و اوس ورځ په ورځ نور هم ښکلی کېږي. دا په دې مانا چې دی له اوله شاعر و، خو!! ځینې کسان شته چې د خطاطۍ کورس ته دوه میاشتې ځي ښه خطاط ورنه جوړېږي. مخکینی کس هم خطاط دی ورستي کس هم خطاطي کسب کړه خطاط شو.
شعر همداسې دی تر یوه حده موږ شاعران یو، خو که کوښښ وکړو ممکن ځینې په موږ کې ډېر اوچت شاعران شو، زما له انده دا یو استعداد دی، چې د شاعر په خټه کې دی، خو دا استعداد تر ټاکلي حده نور خلک هم لري. کولی شي انکشاف ورکړي. مثلا یو چا تمرین نه دی کړی ښه فصاحت لري، نو دا فصاحت خو الهام نشو، دا خو یو استعداد دی چې د هغه په خټه کې اخښل شوی دی، خو فصاحت کولی شو کسب کړو. شاید ځینې کسان له کسب ورسته ښه فصیح کلام ولرلای شي، خو یو نیم به بیا هم فصیح کلام ونه لري، شاعري همداسې ده موږ باید ځانونه وه ازمایو کېدی شي موږ ښه شاعر وو. که د یادې مسلې په اړه تیوریک بحثونه ولوستل شي، بیا سړي ته ښکاري، چې د کوم لوري دلایل قوي دي، داسې نشي کېدای چې پرته له قوي دلایلو د یوه لوري نظر رد کړو. یانې شاعري یا الهام وبولو یا هم ریاضت او تجربهْ ښه قوي دلایل باید ولرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x