ادبي لیکني

د جنګ روزنه « لنډه کيسه»

 حميدالله حيدرخیل

پلار یې چې مړ شو، نو دی یو، خو کوچنی زوی ترې پاتې شو او د ترونو لاسونو ته ور وغورځید.

ترونو به یې په ناز او روزنه کې دا ورزده کول چې هغه پلانی رالاندې کړه، خولې ته یې وهه! سترګو ته یې وهه! او ککرۍ پرئ پړسوه!

که به کوم مشر دا یتیم ماشوم په جنګ کولو رټلو نو ترونو به یې ویل: مه یې رټئ! نه ګوری چې یتیم دی؟ پرېږدی! چې خوشاله وي.

میاشت وروسته له ماشوم لېوه جوړ شو او خپل همزولي به یې داړل.

له دغې هلک څخه، نه په ښوونځي کې ارام وو او نه هم مازدیګر مهال په لوبو کې. هره ورځ به یې پر لسو همزولي شونډې او سترګې پړسولې او کورونو ته به یې په ژړا لیږل.

یو وخت پر ما رامات شو، که به یې ښوونځي ته په لار ولیدم او که یا هم مازدیګر مهال به یې په لوبو کې ولیدم نو تره به یې ماته ګوته راونیوه او غږ به یې پرې وکړ: دغه ونیسه!

بس رامنډه به یې کړه لاسونه به یې له ملا رانه تاو کړل، ځمکې ته به یې کړم او ښه به یې پتي کړم، تره به چک چک ورته وکړ، او په ټنډه به یې مچه کړ، وبه یې ویل: افرین شاباس زمری یې زمری!

دغه حالت ځور راواچولو، د ده لاسه به ښوونځي ته په کږو وږو لارو تلم او مازدیګر مهال به له لوبو محروم وم.

یوه ورځ مې فکر وکړ چې، تر څو به دې داسې پتي کوي؟ باید د دغې هلک غم وکړې!

مازدیګر وخت ؤ، خوسی خوسی مو کاوه چې دا ماشوم له تره سره راغی، لیچې یې وغښتې او پرتوګ خولې یې ورپورته کړې، تره یې ماته ګوته راونیوه او ویې ویل: دغه رالاندې کړه هله درنه خلاص نه شي!

ماشوم رامنډه کړه د خدای کارونه وو په دغه ورځ زما لاسونه، دې ده له ملا تاو شول هلک مې له ځمکې پورته کړ په ځمکه مې وویشت، په خېټه کې مې ګونډې ور ووهلې، خوله سترګې او ککرۍ مې ورباندې د مټک( چهارمغز) په شان ځای ځای راوپړسول.

سړي رامنډه کړه، له وراره یې راوشکولم او څپېړه یې راته پورته کړه، بل سپینږیری راغی له لاسه یې ترې کش کړم او په غوسه یې ورته وویل:

چې لاس د ورولګیږي یا به ته دلته وې یا زه! دا څه وخت زما درپسې پام دی تاسې ته یتیم ماشوم درپاتې دی او له ماشومانو مو څرمنې پرې ویستې.

ای په شرمونو وشرمېږئ! د دغې ماشوم ژوند به تاسې په داسې روزنه دوزخ کړئ.

سړي ټنډه زیږه کړه، څادر یې وڅنډه، ماشوم یې له خاورو راجګ کړ او کورته یې کش کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x