شعـــــرونه

نن مي ډير زړه ګى خپه دى

نن مي ويني له زړه څاڅي نن مي ډير زړه ګى خپه دى
نن اسيرجانان را ياد دى نن غمګوټى بيا تا زه دى

اسويلي مي بې اختياره له خولې وزي خوله مي سوزي
انديښنېمي سرکشي کړي ارمانګوټى مي لمبه دى

دزړه غوښې ورکومه غليمګيه سردي خلاص که
ګران که ستاقفس کي بنددى ياد يې زماسره ميلمه دى

نړيوالو چي راکړى په وعده کي لاس دميني
دا به څوک راته معلوم کړي چي راسته دى که چپه دى

چي په دين باندي جنګيږي هم دخواراوغريب مل دى
همدغه  زموږ  رهبر دى  همدغه  دى  همدغه  دى

هيڅ  پروا دي  نلــرمه  اې  ظــالم  شيطــان  رقيبه!
چي  ايمان مي راسره دى نيک عمل مي راسره دى

نه مي خورشته نه مي ورور شته نه مي پلار وليد الهامه
نه پوهيږم چي مي ولې دغه درې وار بخت کوټه دى

2013/12/11

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x