له طالبانو سره تر سولې وړاندې د خپل منځي سولې اړتیا

نن ټکی اسيا ـ سرليکنه

د ګډ حکومت د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال جنرال دوستم ترمنځ وروستۍ ناندرۍ او لفظې شخړې دې کچې ته رسیدلې چې ولسي جرګه ، د ثبات او حراست شوری او د جهادي تنظیمونو په نوم ځیني شخصیتونه مجبور شول د دغو اختلافو د هواري لپاره اقدام وکړي .

د ولسي جرګې مشر ښاغلي ابراهیمي او د جهادې رهبرانو د عالي شوری غړي ښاغلي صبغة الله مجددي وايي چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافاتو ټول ولس له تشویش سره مخ کړی دی.

که څه هم چې ښاغلي صبغت الله مجددي وړمه ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې له ولسمشرغني او د هغه له لومړي مرستیال سره تر لیدو وروسته ډاډه دی چې هغوی به خپل منځي اختلافاتو ته د پای ټکی کیږدي ، خو د ولسمشر غني او د هغه د مرستیال لفاظیو ته په کتو سره داسې نه ښکاري چې هغوی دې د جناب مجددي په یوه ملاقات هرڅه له پامه وغورځوي.

ځکه د ولسمشرۍ لومړی مرستیال ښاغلی دوستم ادعالري چې د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د ده په خلاف وروستی برید چې خواوشا ۱۷ تنه روزل شوي ساتونکي ورکې مړه او نوموړی هم ژوبل شو د ولسمشر د امنیتي سلاکار ښاغلی اتمر له لوري طراحي شوی و او همدا لامل و چې نوموړی له جګړې څخه تر راګرځیدو وروسته د کابل په ځای شبرغان ته ولاړ او هلته يي پر ولسمشرغني او اتمر لفظي ګوزارونه وکړل.

تیره اونۍ یو شمیر رسنیو د ځینو حکومتي چارواکو په تائید خبر ورکړ چې د ګډ حکومت او طالب چارواکو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې شوې.
د حکومتي چارواکو ترمنځ شته اختلافاتو ته په کتو سره د دې اړتیا لیدل کیږي چې لومړی خپله هغوی ذات البیني اختلافات حل او تر هغه وروسته له مخالفینو څخه د سولې غوښته وکړي.

ښاغلی حکمتیار چې له خپل لوري د ټولو تنازلاتو په منلو سره سره د حکومت له بي اعتنايي اولا پروايي څخه سر ټکوي هم لامل یې د حکومتي چارواکو ترمنځ ذات البیني اختلافات دي چې د کړې هوکړې پلې کول یې ناشوني کړي.

ولسمشرغني چې وخت ناوخت له طالبانو سره د سولې او په دولتي سیستم کې د اداري اصلاحاتو ادعاوې کوي تر هرڅه لومړی ورته په کار دي چې خپل حکومت له شخړو او سیاسي منازعاتو څخه وژغوري او بیايي له مخالفینو سره د روغې جوړې هڅې وکړي؛ ځکه له هغه حکومت څخه به څوک د سولې تمه ولري چې ولسمشر یې د مرستیال په خلاف مرګونې دسیسې جوړوي؟

او هغه حکومت به د کوم وحدت تمثیل وکړي چې مشاور او اجرائیه مشر یې ولسمشر پر قوم پالنې ملزمه وي؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د