ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۴۱) – ستاسو عيبونه ستاسو د ملګري په سترګو کې

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

څومره ښه ده چې ملګری مو عيبونه درته په ګوته کړي، تاسو له هغه څخه خبر کړي او تاسو بيا خپل ځانونه اصلاح کړی.

کوم وخت چې يو ملګری مو له تاسو سره ملاقي شي او تاسو ته د ستاسو عيبونه په ګوته کړي دا بهتر دی له هغه ملګري چې له تاسو سره ملاقي شي او تاسو ته پيسې درکړي، هر څوک چې تاسو ته د تاسو عيبونه در په ګوته کوي دا ډير غوره دی له هغه چا نه چې تاسې د تحفو او مالونو په واسطه غرقوي، که په ملګری کې مو عيب وليد او ورته په ګوته مو نکړ نو خيانت مو وکړ.

امام شافعي رحمه الله ويلي دي ! چا چې خپل ورور ته په پټه وعظ وکړ نو ده ورته نصيحت  وکړ او که يې په ښکاره ورته وکړ نو ده هغه رسوا کړ، يو شاعر وايي.

تغمَّدْنِي بنصحِكَ في انْفِرادي **** وجنِّبْنِي النَّصِيحةَ في الجَماعَهُ
فإنَّ النُّصْحَ بَيْنَ النَّاسِ نَوْعٌ **** مِنَ التَّوبِيْخِ لا أرضى استِمَاعَهْ

ويل شوي خپل ملګری په پټه کې ملامت کړه او په ښکاره يې د نورو لپاره ښه معرفي کړه، د خپل ورور د ښو خويونو ساتنه وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي (من ذَبَّ عن عِرضِ أخيه؛ ردّ الله عنه عذاب النارَ يوم القيامة) چا چې د خپل ورور د ښو خويونو حمايت وکړ، ليرې به کړي الله تعالی جل جلاله له ده څخه اور د دوزخ په ورځ د قيامت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x