fbpx

کراچي: د اورګاډو په ټکر کې ۱۸ مړه او تر ۵۰ زیات ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان په کراچي ښار کې دوه اورګاډي د یو بل سره جنګیدلي چې له امله یې د وروستیو شمیرو پر اساس ۱۸ کسان مړه او تر ۵۰ زیات ټپيان شوي دي.

د چارواکو په وینا د کراچي ښار د لانډي سټیشن او جمه ګوټ په نامه سیمه کې د لاهور ښار څخه راغلې اورګاډۍ ولاړه وه چې د شا له خوا د ملتان ښار څخه راتلونکي اورګاډي ووهله.

په کراچي کې د جناح روغتون چارواکو ویلي چې تر اوسه د ۱۸ کسانو جسدونه ورسیدلي او د ټپيانو شمېر یې تر پنځوس زیات ښودلی دی.

ویل کیږي چې په دواړو اورګاډو کې تر زر زیاتو کسانو سفر کوی.

د پاکستان د سند ایالت جګپوړو چارواکو ویلي چې پيښه د اورګاډو ریاست د کارکوونکو د غلطۍ له وجې را منځته شوې ځکه چې یوه اورګاډۍ پر خپل لین ولاړه وه، او د شا له خوا یې بلي ته اجازه ورکړې چې باندي ورشي.

د پيښي سمدستي وروسته په کراچي ښار کې د اورګاډو تګ راتګ ځنډول شوی او د پيښي د څیړلو په موخه د تحقیقاتو امر شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د