د قطر هوايي شرکت کابل ته پروازونه پيلوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): د قطر هوايي شرکت «قطر ایرویز» په پام کې لري چې په راتلونکي کې د کابل او دوحه تر منځ الوتني پيل کړي.

د هوايي چلند خپلواک ریاست دغه خبر ورکړی او ویلي چې مشر یې «کپتان حامد ظاهر» دغه خبره د قطر هوايي شرکت سره مطرح کړې.

نوموړي په کابل کې د قطر هوايي شرکت د پلاوي په هرکلي کې ویلي چې د افغانستان او قطر تر منځ د الوتنو هرکلی کوي او په دې برخه کې به تر خپله وسه هلي ځلي وکړي.

د هوايي چلند خپلواک کمیسون په دې مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د قطر هوايي شرکت پلاوي ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان او قطر تر منځ د ځانګړو اقتصادي فرصتونو تر تحلیل وروسته به په دغه برخه کې ګامونه اوچت کړي.

د ملکي هوايي چلند چارواکو ویلي چې د قطر سره پروازونه به د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریز او د مسافرو د لیږد په برخه کې ډیر اهمیت لري.

که څه هم په قطر کې د میشتو افغانانو لپاره دا یو ښه زیری دی چې خپل هیواد ته اسانه او په لنډ وخت کې د تګ راتګ فرصت ولري، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پروازونه به کله پیل شي، اوسمهال په قطر کې میشت افغانان د دبۍ له لاري کابل ته تګ راتګ کوي.

د قطر هوايي شرکت د متحده عرب اماراتو د هوايي شرکت «الامارات» وروسته د ښو امکاناتو څخه برخمن دویم شرکت دی چې په سیمه ایزو هیوادونو کې زیات فعالیت لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د