شعـــــرونه

سنګار په وينو

اې ربه ! ستا په عشق کي چي خمار نه دی نو څه دی ؟
بايللـی يې زړګـی ستـــــا پر ديــــدار نه دی نو څه دی ؟

درځـي چـي د بــــارودو او لمبـــــــو لـه غيــــــږي تــــږی
يــــخ جـــام ته د لِقــــــا دي انتـــظـار نه دی نو څه دی ؟

نـو خـود بـه يـې ديـدن تـه د جنـت حـوري سنـګار کــړي
شهيــد طالب په سرو وينــو سنــــګار نه دی نو څه دی ؟

نن هــم بــتـــان مــاتيــــږي او هغـــه د نمــــرود اور دی
خليـــــل مختــه روان د ســره انـګار نه دی نو څــه دی ؟

دا چــا ويــل چي ختمي د سپېڅلي عشــق قصي دي ؟
ختـلـی بيـــا منصــــور پر ســر د دار نه دی نو څه دی ؟

پــرون يې نــوم ( خُبَـيْـب ) وو ، يا ( أنَس إِبنِ نَضَّر ) وو
طـالـــب نن د هغــه عصــر تـکــرار نـه دی نـو څــه دی ؟

تـر څـو يې مـور تـه وايـې چـي بچـی دي مسـافـر دی ؟
دې پــوري هـديــره کـي يې مـــزار نـه دی نـو څـه دی ؟

پر ځــــای د حمــاســـو که يې ستـايـــل شينکي خالـونه
نظــامـــه ! دا قلـــم دي ګنهـــګار نــه دی نـــو څـــه دی ؟

نظام كندهارى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x