افغانستان

کندز کې امریکايي او افغان ځواکونو د یوې کورنۍ ټول غړي ووژل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۵ل): په کندز ولایت کې تېره شپه امریکايي او دولتي ځواکونو د طالبانو پر خلاف ځمکني او هوايي عملیات کړي.

په دې عملیاتو او بمبار کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه ملکي خلک وژل شوي او ۵۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

په بمبار کې د یوې کورنۍ ټول غړي تر خاورو لاندې شوي او یو کس هم ترې ژوندی نه دی پاتې.

که څه هم تر اوسه د ځاني تلفاتو دقیقې شمېرې نه دي ترلاسه شوي خو د ځايي اوسیدونکو په وینا، لږ تر لږه د ۲۰ تنو ملکي خلکو جسدونه له خاورو را ایستل شوي دي.

د کندز ولایت یو تن ازاد خبریال «همایون بابر» په خواله رسنیو کې په خپلې ټویټرپاڼه لیکلي چې د کندز ښار په بزکندهاري سیمه کې د یوې چاپې پر مهال د یوې کورنۍ ټولو غړو په یوځايي ډول ژوند له لاسه ورکړی.

د طالبانو رسنیو هم پېښه تایید کړې او ویلي يې دي چې تېره شپه امریکایانو غوښتل چې په ۳ طالبانو چاپه ووهي خو کله چې د طالبانو له مقاومت سره مخ شول، نو «له ملکي خلکو د غچ اخیستنې په موخه یې» په سیمه سخت بمبار وکړ او ۵۰ ولسي کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې نښته کې له ۱۵ ډیر امریکايي عسکر له مینځه لاړل او په متقابلو ډزو کې نوموړي ۳ طالبان هم وژل شوي.

ښاغلي مجاهد په یوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي په سیمه کې یو لوی ناورین رامینځته شوی او خلک اوس هم له خاورو او خځلو څخه د مړو او زخمیانو جسدونه راباسي.

د طالبانو ویاند په رسنیو او ازادو ټولنو غږ کړی چې سیمې ته د معلوماتو لپاره پخپله ورشي، او په خبره یې هرڅه په خپلو سترګو وګوري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې «که بشري ټولنې او رسنۍ بیا هم د امریکایانو په دا ډول جنایاتو پرده اچوي نو دا به یې له خپل مسلک او بشر سره ستره جفا وي».

د ګډ حکومت په ولسمشر محمد اشرف غني دا نیوکه کیږي چې له امریکایانو سره د تړون له امضاء وروسته د امریکايي ځواکونو په لاس د ملکي وژنو په وړاندې غبرګون نه ښيي. نوموړی د هغو دولتي عسکرو په وژنې هم چوپه خوله وي چې په پوستو او قرارګاوو کې دننه د امریکایانو لخوا بمباریږي.

د روانې اونۍ په ترڅ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې نږدې ۱۰۰ تنه ولسي افغانان وژل شوي دي. څو ورځې مخکې د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ او د ارزګان په دروشانو سیمه کې هم امریکايي ځواکونو په ورته پیښو کې عام افغانان بمبار کړل. خو د ګډ حکومت چارواکو یې په وړاندې لا هم عکس العمل نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x